1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بارک اوباما د نايجريايي مشکوک حمله کونکي په وجه تر فشار لاندی

۱۳۸۸ دی ۱۰, پنجشنبه

د جمهور رييس بوش په زمانه کښي د سپيني ماڼۍ د ګارډ قومندان کارل رو وايي : «دغه حکومت د جنايت کار سره داسي برخورد کوي ، لکه هغه چه غلا کړې وي ، او يا د الکهولو د چښلو پر وخت يې موټر چلولي وي ،او ورته مدافع وکيل نيسي . »

https://p.dw.com/p/LHiB
د امريکا متحده ايلاتو جمهور رييس بارک اوباما
د امريکا متحده ايلاتو جمهور رييس بارک اوباماانځور: dpa

دامريکا جمهوريت غوښتونکو د بارک اوباما پر حکومت باندي د کرسمس په اوله ورځ په امريکايي الوتکه کښي د ناکامه بريد د چلند له کبله انتقاد کړی دی . خو د کرسمس د رخصتيو له کبله د امريکا د ولسي جرګې او سنا د بانفوذه جمهوريت غوښتونکو نظر لا پدې باب معلوم ندی.

د امريکا د ولسي جرګې د جمهورريت غوښتونکو د ګوند په نمايندګي د پارلمان د استخبارلاتي کميټې غړی پيتر هوکسترا د حکومت پر معلوماتي سياست انتقاد کوي ، اووايي چه ددغي کميټې د غړي او وکيل په حيث ورته پوره معلومات ندی ورکول سوی . د مېشيګان د ايالت دغه وکيل وايي :

« دوی ماته توضيح راکړل ، چه دا عادي پوليسي کنټرول او معاينې دي ، او نه غواړي د هغه نتايج د پارلمان وکيلانو ته ورکړی . دا د منلو وړ ندی . دا ددوی وظيفه ده چه موږ د ټولو شيانو او پيښوڅخه خبر کړی ، خو دوی دا کار نه کوي . » دده بله ګوندي ملګرې کانديس ميلر ،نور هم شديد انتقاد کوي . دا غواړي شکمن برید کونکی فاروق عبد المطلب په نظامي محکمحه کښي محاکمه سي :

« دا يو عادي جنايت ندی . د هغه سره بايد د يوه جنګي دښمن په حيث برخورد وسي . دا دامريکا دمتحده ايالاتو په مقابل کي يو جنګي عمل ؤ . »

کانديس ميلر چه د فوکس په محافظه کاره ټلويزون کښي يې خبري کولې ، حتی د فاروق عبد المطلب پر مدافع وکيل باندي انتقاد وکړ ، چه د خپل مؤکل دپاره يې د خاصو معايناتو غوښتنه کړې ده .

د جمهور رييس بوش په زمانه کښي د سپيني ماڼۍ د ګارډ قومندان کارل رو پر حکومت انتقاد کوي، او وايي :

«دغه حکومت د جنايت کار سره داسي برخورد کوي ، لکه هغه چه غلا کړې وي ، او يا د الکهولو د چښلو پر وخت يې موټر چلولي وي ،او ورته مدافع وکيل نيسي . »

د رو په عقيده بايد دغه23 کلن نايجريايي ژر تر ژره ګوانتانامو ته وليږل سي ، او ورڅخه هلته تحقيقات وسي .

په الوتکه کښي تر دغه ترهګري ناکامه بريد وروسته د هغه سره د بارک اوباما د حکومت د چلند په باب په اوس وخت کښي نظر پوښتنه نده سوې ، خو د سړک پر سر په يوه لنډه نظر پوښتنه کښي داسي لږ کسان سته ، چه د بارک اوباما دحکومت د چلند څخه راضي وي ، لکه ۴۲ کلن اَلي سَن : «زه فکر کوم چه اوباما تر دغو شرايطو لاندي ښه عمل کوي . »

که څه هم اکثريت اوباما نه ملامتوي ، خو دوی د ده څخه د ډير څه انتظار لري. تر دغه ناکامه بريد وروسته بيا هم په امريکا کښي احساسات ډير ندي راپاريدلي ، او کيدای سي دا هم د کرسمس په رخصتيو پوري اړه ولري ، خو انتقادي نظريات ښکاره کوي چه تر رخصتيانو وروسته به احساسات خپل اوج ته ورسيږي .

پاولرت رويديګر/ قاسم نوری

کتونکی: عبدالباری حکيم