1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بارک اوباما د امريکا نوی ولسمشر سو

۱۳۸۷ آبان ۱۵, چهارشنبه

اوباما د امريکا 44. خو لومړی تورپوستی ولسمشر دی چي په دې ګن ميلتيزه هيواد کي ټاکل کيږي او د راتلونکو څلور کالو لپاره به د سپيني ماڼۍ مشر وي

https://p.dw.com/p/Fnkt
او باما او د هغه کورنۍ
او باما او د هغه کورنۍانځور: AP

اوباما تيره شپه وويل:«امريکا هغه ځای دی چي بدلون راتلل پکښي امکان لري، هغه څوک چي تر اوسه لا زموږ د ډيموکراسۍ قدرت او قوت په اړه پوښتني کوي، نن شپه مو جواب ورکړی. جواب د ټول هيواد څخه راځي، له ښوونځيو، کليساوو او د هغو خلګو څخه چي په ساعتونو دې ته انتظار و، ځکه دوی فکر کاوه چي دا واري به هرڅه بل ډول وي. موږ بيل بيل نه يو موږ د امريکا يو ټيم يو. نن ماښام به د هغه چا له خوا څخه جواب ورکړل سي چي ورته ويل کيدل چي تاسي خود خواه ياست. تاسو باور نه کوی چي بدلون امکان لري. په دې شېبه کي په امريکاکي بدلون راغلی.»

هغه سړی چي د امريکا د متحده ايالاتو تر ټولو لوړه چوکۍ نيسي، اوږده لاره يې وهلې ده. او دی د امريکا د نورو ولسمشرانو چي د ډالرو پر بانکنوټونويي انځورونه چاپ دي، نه ښکاري. دی پر دې هرځله ټينګار کوي. که څه هم چي دده مور د کانزاس او پلار يې د افريقاڅخه و.

اوباما وايي:« زما پلار د تحصيل لپاره امريکاته راغلی و، خو دی د کينيا په يوه کوچنۍ کورنۍ کي زيږېدلی او لوی سوی و. هغه وزې ساتلې او په يوه ځنګله کي ښوونځۍ ته تلی. نيکه مي د انګليسانو سره د آشپز په توګه کار کوی.»

بارک حسين او باما د 1961 ميلادي کال د اګست د مياشتي په څلرمه نېټه د امريکا په هاوايي کي زيږېدلی. او بامان دوه کلن و چي پلار يې بيرته کينيا ته ولاړی او دی د خپلي مور سره په اندونيزياکي ژوند کاوه او هلته دخپل امريکايي نيکه او انا سره لوی سو.

اوباما د 2004 د جولای په مياشت کي د ديموکراتانو د ګوند په يوه غونډه کي هغه مهال د ګوند ستوری وګرځېدی چي پخپله وينا کي يې وويل:« زه نن دلته ولاړ يم او د خپل کلتوري ميراث څخه مننه کوم. زه په دې پوهيږم چي زما د پلار او مور خيالونه به زما په دواړو ښايستو لوڼو کي لا هم ژوندي وي، زه دلته ولاړم چي زما ژوند د امريکا د ستر تاريخ يوه برخه ده»

بارک اوباما، د نيويارک د هارورد په پوهنتون کي حقوق ولوستل او ډير کلونه يې په شيکاګو کي ټولنيز کارونه وکړل، ترڅو په 1996 کال کي سياست ته ولاړی او ډير سريع پرمختګ يې وکړی. او يوازي اته کاله وروسته يې په 2004 کال کي د امريکا سنا ته ځان کانديد کړی او ويې ګټله.

وروسته هرڅه ډير ژر پر مخ ولاړل، ملګرو اوباما پدې متيقن کړی چي په 2008 ميلادي کال کي د امريکا ولسمشرۍ ته ځان کانديد کړي او د 2007 کال د فبرورۍ پر لسمه يې د کانديديدو اعلان وکړی. بارک اوباما پدې پوهيدی چي دده نيمګرتيا په بې تجريبه ګۍ کي ده. نوموړي وويل:« زه پوهيږم چي ما وخت نه درلودی د واشنګټن د واک د جوړښت په هکله څېړني وکړم. خو زه پوره وخت هلته يم چي پوه سم چي واشنګټن بايد بدلون ومومي. بدلون، دده د ټولټاکنو شعار وګرځيدی.

خو اوس ده وګټل. او اوس دی بايد وښي چي دی ددې توان لري چي سياسي بدلون راولي. د امريکا د لومړی تورپوستي ولسمشر ټاکنه ددې ښکارندويه ده چي امريکايان د تور او سپين تر منځ د واټن په ليري کولو بريالي کيږي. ځکه په امريکا کي تور پوستي لږ معاش او د زده کړي ناوړه شرايط لري.