1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بارک اوباما د آصف علي زرداري نظر نه مني

۱۳۸۹ مرداد ۱۳, چهارشنبه

سپینې ماڼۍ د پاکستان د جمهور رییس هغه یادونې ردې کړی چی ګواکې د امریکا متحده ایالاتو تر مشرې لاندی نړيوال ایتلاف په افغانستان کی جګړه بایلي.

https://p.dw.com/p/ObRO
اوباما هيله لري چي په افغانستان کي پرمختگ وسي
اوباما هيله لري چي په افغانستان کي پرمختگ وسيانځور: AP

د سپینې ماڼې ویاند، رابرت ګیبس وویل چی جمهور رییس بارک اوباما چی څو ورځې مخکې د افغانستان په جګړه کې له پرمختګ څخه خبرې وکړی، د جمهور رییس آصف علی زرداری له تبصرو سره موافق نه دﺉ. ګیبس خبریالانو ته وویل:

« زه فکر نه کوم چی جمهور رییس دی د ښاغلي زرداري له دی ډول یوی ارزونې سره همنظر وی چی جګړه مو د طالبانو په وړاندې بایللی ده.»

د واشنګتن دغه غبرګون وروسته له هغې وښودل شو چی د پاکستان جمهور رییس په فرانسه کی د خپل سفر په ترڅ کی پرون یوی ورځپاڼې ته وویل چی نړیوال ایتلاف په افغانستان کی جګړه بایللی ده.

زرداری د فرانسی د Le Monde ورځپاڼې ته په یوه مرکه کی وویل:

« نړېوالۍ ټولنی چی پاکستان هم د هغی غړی دی، د طالبانو په وړاندې جګړه بایلي. دا ځکه چی مونږ ونه شو کړای چی د خلکو زړونه او فکرونه راخپل کړو.»

دغه راز د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت هم د زرداري له دی ډول ارزونی سره مخالفت ښودلی دی.

ډګروال Dave Lapan خبریالانو ته وویل: « مونږ د طالبانو د پرمختګ مخه نيولې ده.» خو هغه یادونه وکړه چی لا تر اوسه ډیر وختی ده چی سړی قضاوت وکړی چی آیا وضعيت د نړیوال ايتلاف او د افغانستان د حکومت د ځواکونو په ګټه مثبت لور ته مخه کړې ده.

ليکونکی: عبدالباري حکيم/ آژانسونه
کتونکی: احمدولي اڅکزی