1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بارکزۍ: بریدونه مې له کاره نه شي راگرځولای

هاجره حرکت (آژانسونه)۱۳۹۳ آذر ۱, شنبه

د تیرې یکشنبې په ورځ د افغانستان د پارلمان مخی ته د ولسې جرگې پر غړې شکریه بارکزۍ، باندې یو ځانمرگی برید وشو چې هغه په کې ټپي شوه. بارکزۍ وایي چې دغه بریدونه به یې د ښځو د حقوقو له پاره د کار کولو مخه ونه نیسي.

https://p.dw.com/p/1Dreg
انځور له ارشیف څخهانځور: DW/W. Hasrat-Nazimi

لا تر اوسه پورې پر شکریه بارکزۍ باندې د ځانمرگي برید پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې. هغه چې لا اوس هم په روغتون کې ده په افغانستان کې د ښځو د وضعیت د ښه والي له پاره په مبارزه کې پر خپلو ژمنو ټينگار کوي. د پارلمان دغه غړې، په چاودنه کې هغې ته د اوښتو تپونو له کبله اوس هم په روغتون کې بستري ده.

بارکزۍ په کمزوري او ستړي غږ سره يو قوي او روښانه پيغام استوي او وایي: «نه غواړم چې د افغانستان ښځې وویريږي. زه دې ته انتظار باسم چې بیرته خپله روغتیا تر لاسه کړم او بیا خپل کار ته ولاړه شم.» هغې د فرانسې له خبري آژانس سره په مرکه کې زیاته کړې ده: «دا یوازې پر ما نه، بلکه د افغانستان پر ټولو ښځو باندې برید وو.»

۴۱ کلنه بارکزۍ د تیرې شنبې په ورځ د افغانستان د پارلمان په مخکی د یوه ځان مرگي برید ښکار شوه. په تلویزیونو او ټولنیزو شبکو کې د پیښې په خپرو شوي ودیوگانو کې ښول کیږي چې هغه له خبل ویجاړ شوي موټر څخه یوه امن ځای ته لیږدول کیږي.

هغه په داسې حال کې له خپل موټره راوځي چې لا يې هم خپل دستکول او گرځنده تليفون په لاس کې دي او داسې ښکاري چې ټپونه یې ژوند ته جدي گواښ نه پيښوي. د دغې چاودنې په پایله کې درې تنه ملکي وگړي ووژل شول، پخپله بارکزۍ سخت شوک ولید او لاس یې وسوځید.

په افغانستان کې بارکزۍ د ښځو د حقوقو له پاره د مبارزې په برخه کې یوه پيژندل شوې څیره ده. په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ تر راپرځیدو وروسته، د ښځو د حقوقو په برخه کې د پام وړ پرمختگونه شوې دي. افغانې میرمنې د طالبانو د واک پر مهال د کور په څلورو دیوالونو کې ایسارې وې او له کوره د بهر کیدو پر مهال مجبورې وي چې ځان له سر څخه تر پښو پورې په چادري کې پټ کړي. که څه هم هغوی اوس له دغه شان ستونزو سره مخامخې نه دي او ډیر پرمختگ یې کړی دی، خو بیا هم د افغان میرمنو پر وړاندې ډیرې ننگونې پرتې دي.

بارکزۍ د ښځو له پاره د مساوی حقوقو غوښتونکې ده چې له همدی کبله د ډيرو دښمنیو سره مخا مخ ده. ډير شمیر محافظه کاره مسلمانان له هغې سره خصومت لري او اسلامي ډلې د طالبانو په گډون په پرله پسې ډول هغی ته د وژلو گواښونه کوي.

بارکزۍ د جمعې په ورځ په داسې حال کې چې پر خپل بستر باندې ناسته وه او لاس یې د ټپونو له کبله تړل شوی وو، وویل: «زه ډيره گواښل شوې یم. خو دا ځلی نزدی وه چې بريالي شي. آيا زه د هغوی له پاره دومره ستر گواښ یم؟ زه يوازې یوه ښځه يم چې په افغانستان کې د ښځو د حقوقو له پاره کار کوم. زه تعجب کوم چې تر اوسه ولې طالبانو د دې بريد پړه پر غاړه نه ده اخیستی [....] آيا کوم بل چا دا کار کړی دی؟»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب