1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بادغيس: طالبانو يوه ښځه په دورو ووهله بيا يې په مرميو وويشتله

۱۳۸۹ مرداد ۱۸, دوشنبه

د بادغيس ولايت امنيتي چارواکو ويلي دي چي يوه کونډه مېرمن طالبانو د جنسي اړيکو په تور تيره ورځ ماځيګر ووژل.

https://p.dw.com/p/OfIb
مېرمني ۳۸کاله عمرلاره ،کونډه وه يو چا دواده دوکه ورکړې وه ماشوم يي هم په نس و.
مېرمني ۳۸کاله عمرلاره ،کونډه وه يو چا دواده دوکه ورکړې وه ماشوم يي هم په نس و.انځور: Abdul Sabooh

تيره ورځ د بادغيس ولايت قادس ولوسوالي اړوند د قادس خردک نومي کلي کي د وسله والو طالبانو يوه قوماندان محمديوسف په لاس يوه مېرمن په ۲۰۰دورو ووهل سوه او وروسته په تومانچې سره وويشتل سوه.

دبادغيس د امنيت امرسمونوال عبدالجبارپه يو تليفوني تماس کي په سيمه کي د دويچه ويلي راډيو خبريال ته ويلي دي چي«پرون ۶نيموبجودطالبانويوه سيمه ايزه قوماندان ملايوسف يوه کونډه مېرمن دقادس خردکلي کي يوه چاه سره دنامشروع جنسي اړيکوپه تورلومړي په دورو ووهله بيادتومانچي په ډزو وژلي ده. که څه هم حکومت ته يي خپلوانولاشکايت نده کړي خودولت به خپل اقدامات وکړي»

عبدالجباروويل مېرمني ۳۸کاله عمرلاره ،کونډه وه يو چا دواده دوکه ورکړې وه ماشوم يي هم په نس و.

د هغه په ويناسړی هم لومړي طالبانونيولي وه مګر پرته له دې چي پوښتنه تري وشي د پيسوپه بدل کي خلاص، او اوس په ايران کي دی.

د امنيت امير ويلي دي چي مېرمنه ۴ورځي دغير مسوله وسله والو په بندکي پاته سوې وه او د چارواکو په خبره د ګيډي ماشوم يې په زورپه زيان کړی سوی و.

پيښه د افغانستان د بشر حقونو د خپلواک کمېسيون مشري سيماسمر زړه بوږنونکې وبلله او هغه يې وغندله

«زه دبشردحقونود کمېسيون دمشري په صفت دغه عمل غندم. ظالمانه عمل سوي دي که پيښه يي ريښتياهم وي، پريکړه يي يوازي دمحاکموصلايحت و نه د کوم ملا،يا قوماندان»

د بادغيس دامنيت آمر وايي چي دپيښي ځای ددولت د ولکې څخه ګوښه او د وسله والو طالبانوحاکميت پکښي چليږي.

شريف شرفيار/ هرات

کتونکی. زيارمل