1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ا سرائيل: پرملکيانوباندي بې تفکيکه يرغلونه

۱۳۸۶ مهر ۲۱, شنبه

په تېرميلادي کال کې د اسرائيل اوحزب الله ترمېنځ د جگړې په هکله د بشر د حقوقو د نړيوالې ټولنې هيومن رايټس واچ په 249 مخيزراپورکې ويل کيږي، چې په دغې جگړې کې د اسرائيل بې تفکيکه يرغلونه، په لبنان کې د تقريباً نهه سوه تنه ملکي وگړو د مرگ / ژوبلې سبب شويدي.

https://p.dw.com/p/DMqW
اسرائيل فکرکوی چې د لبنان په جنوب کې له مېشته لبنانيانوڅخه د دغې سيمې د ترک کولو تر غوښتنې وروسته به هغوي واقعاً هم خپله د اوسېدوسيمه ترک کړي
اسرائيل فکرکوی چې د لبنان په جنوب کې له مېشته لبنانيانوڅخه د دغې سيمې د ترک کولو تر غوښتنې وروسته به هغوي واقعاً هم خپله د اوسېدوسيمه ترک کړي
د هيومن رايټس واچ مدير کېنېټ » روټ « وويل:» اسرائيل په دغې جگړې کې غېرقانوني چلند کړی دی، ځکه، اسرائيل فکرکوی چې د لبنان په جنوب کې له مېشته لبنانيانوڅخه د دغې سيمې د ترک کولو تر غوښتنې وروسته به هغوي واقعاً هم خپله د اوسېدوسيمه ترک کړي. خواسرائيل پوهېدی چې داکار ندی شوی او په دې توگه يې خپل مکلفيت رعايت نکړ، چې د پوځي اوملکي اهدافوترمېنځ توپيروکړي. يوازې غوښتنې اواخطارونه د خپل سرويرغلونو د په حق کېدو سبب نه گرځي. «
ډوډۍ رانيول او د مرگ خطر
د هيومن رايټس واچ د معلوماتوله مخې، صرف د نقليه وسايطو حرکت، د ډوډۍ د رانيولولپاره اوياهم په خپلوکورونوکې د انسانانوتگ راتگ بسنه کوله، چې اسرائيل پرهغوي باندې وژونکي هوايي يرغلونه وکړي. اسرائيلي جنگي الوتکوپرهغوموټرونوباندې هم يرغل کوی، په کوموکې چې ملکي لبنانيان د جگړوله سيموڅخه نوروسيموته تښتېدل.