1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران پر افغان کډوالو فشار لا زیات کړ

۱۳۹۱ تیر ۱۲, دوشنبه

یو شمیر ایراني رسنیو خبر ورکړی دﺉ چې د دې هیواد په فارس ولایت کې غیر مجازو بهرنیو کډوالو ته د خوراکي توکو پر پلورلو او د حمل او نقل د خدمتونو پر وړاندې کولو باندې بندیز لګول شوی دﺉ.

https://p.dw.com/p/15PoA
انځور: irna

د «کلمه» په نوم انترنیتي پاڼې د «عصرمردم» د ورځپاڼې په حواله په ایران کې پر بهرنیو ناقانونه کډوالو باندي د نوو محدودیتونو خبر ورکړی دﺉ. دغه نوي محدودیتونه به په نزدې راتلونکې کې په ایران کي پر میشتو غیر قانوني کډوالو باندې وضع شي. د دې ورځپاڼې په رپوټ کې راغلي دي چې د ایران په ځینو ولایتونو کې نانوایي ګانو او ټکسیو ته د دولت له خوا ویل شوي دي چې غیر قانوني کډوالو ته خپل خدمتونه وړاندې نه کړي. هغوی ته همداراز ویل شوي دي چې له کډوالو څخه د معامله کولو پر مهال د هغوی د کډوالي کارت وغواړي چې د کډوال په قانونیت او ناقونیت باندې خپل ځان مطمئن کړي.

دغه رپوټ د فارس په ولایت کې د تر لاسه شوو اسنادو پر اساس جوړ شوی دئ. د دغه ولایت چارواکو ناقانونه کډوالو ته د خوراکي موادو پلورل، ترانسپورتي، روغتیایي او تعلیمي خدمتونو وړاندې کول منع کړي دي. د دې ولایت چارواکو گواښ کړی دئ چې که کوم څوک له دغه امر څخه سر غړونه وکړي له هغه سره به قانوني چلند وشي. د فارس ولایت چارواکي په دې اړه له مربوطه ادارو سره همغږي شوي دي.

د فارس ولایت د کډوالو د ادارې مشر غلام رضا غلامي، ویلي دي چې د دې کار لامل «د اوړي پیلیدل او د روغیتایي چارو د کارپوهانو هغه اندیښنې» گڼلي دي چې وايي له ناقانونه کډوالو څخه ساري مرضونه راپیدا کیدای شي. د هغه په خبره دغه وگړي ایران ته تر راتلو مخکې هیڅ ډول روغتیایي معاینات نه کوي.

غلامي همداراز د فارس له خلکو څخه غوښتي دي چې له کډوالو سره تر معامله کولو مخکې د هغوی کارتونه وویني. د هغه په خبره باید نانوایي گانې او سوپرمارکیټونه دې خبرې ته ډیر پام وکړي. غلامي ویلي دي چې اوس نو هر ایراني وگړی کولای شي چې په عامه ځایونو کې له کډوالو څخه د هغوی کارتونه وغواړي.

تر دې دوې اونۍ پخوا هم د خوزستان د ولایت د کډوالو د ادارې مشر له ناقانونه کډوالو سره پر معامله کولو بندیز لگولی وو او ویلي ئې وو چې که څوک ناقانونه کډوالو ته د حمل او نقل خدمتونه وړاندې کړي نو لومړی به د هغه موټر توقیف شي او موټر چلوونکی به د قانون منگلو ته وسپارل شي.

په ایران کې ډیر بهرني ناقانونه کډوال افغانان دي. که څه هم په دې هیواد کې شاوخوا ۱۰۰ زره عراقي کډوال ژوند کوي، خو بیا هم ښايي وروستي محدودیتونه یوازې د افغان کډوالو پر وړاندې وي.

په ایران کې د افغان کډوالو د شمیرې په اړه دقیق ارقام په لاس کې نه شته خو بیا هم ویل کیږي چې په دې هیواد کې شاوخوا درې میلیونه قانوني او ناقانونه افغان کډوال میشت دي.

تر دې مخکې د مهر خبري آژانس د ایران د یو شمیر ولایتونو نوملړ خپور کړی وو چې افغان کډوال پکښې د ژوند کولو حق نه لري. په دغو ولایتونو کې تهران، اصفهان، مشهد، مازندران، کرمان، فارس، خراسان، سمنان، قم، قزوین، خوزستان، زنجان، ایلام، البرز، گیلان او لرستان شامل دي.

د ایران د کډوالو د ادارې د مشر په حواله د دې هیواد په تهران، خراسان او اصفهان ولایتونو کې تر ټولو ډیر افغان کډوال ژوند کوي. په ایران کې میشت کډوال همدا راز له تحصیلي تبعیض سره هم مخامخ دي. هغوی نه شي کولای چې په یو لړ رشتو کې خپلو تحصیلاتو ته دوام ورکړي. د ایران پر دغې پریکړې په ایران کې دننه او له دې هیواد څخه دباندي سختې نیوکې شوې دي.

د دویچه ویله له فارسي پاڼې څخه
کتونکی: مسعود جهش