1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ایران کې د اجباري حجاب پرضد مظاهري شوي

۱۳۹۶ بهمن ۱۵, یکشنبه

په ایران کې پولیسو ۲۹ داسې میرمنې نیولي چې د ایران د هغه قانون پرضد یې مظاهرې کولې چې حجاب اجباري کوي. دوی د خپل سر پړوني د مظاهرې په توګه رپولی چې دغې موضوع د ایران په انترنتي فضا کې هم ډیر شهرت موندلی دی.

https://p.dw.com/p/2s69u
Iran Anti-Kopftuch-Proteste
انځور: privat

په ایران کې د تسنیم په نامه د یوه خصوصي خبري آژانس د رپوټ په حواله د تیرې پنجشنې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ لومړۍ نېټه) ایراني پولیسو ویلي چې ۲۹ داسې میرمنې یې نیولي چې د اسلامي جمهوري ایران د اجباري حجاب د قانون پر ضد یې په لاریون لاس پورې کړی وو. د تسنیم په نامه دغه خبري آژانس د ایران د انقلابي ګارد سره ډیرې قوي اړیکي لري. د دوی هدف د جمهوري اسلامي ایران پر ضد د منفي رسنیز پروپاګند پر وړاندې دفاع ده.

په ایران کې د ۱۹۷۹م کال تر انقلاب وروسته، په دې هیواد کې پلي کیدونکي اسلامي قوانین له ټولو ایراني میرمنو غواړي چې خپل ویښته پټ کړي په عامه ځایونو کې اوږدې او آزادې جامې په تن کړي. داسې رپوټونه هم ورکول کیږي چې د همدې اونۍ په ترڅ کې شپږ نورې میرمنې هم د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

د حجاپ په هکله د ایران د قانون د ضوابطو پر ضد ګڼ شمیر میرمنو په مظاهرو لاس پورې کړی او خپل حجابونه یې لیرې کړي او په یوه لرګي یې ځړولي او رپوي یې. دا په داسې حال کې ده چې په ټولنیزو رسنیو کې د تظاهراتو ګڼ شمیر انځورونه او ويډيوګانې هم خپرې شوي دي. دغه مظاهرې په داسې وخت کې ترسره کيږي چې په همدې وروستیو کې د ایران په شرقي برخو کې د خراب اقتصادي حالت پر ضد هم لاریونونه شوي ول. ځینو خو ان د دې هیواد له ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه غوښتي چې له خپل موقفه لاس په سر شي.

بل لوري ته بیا د ایران ولسمشر حسن روحاني تر اوسه پورې د پړوني پرضد د لاریونونو د موضوع په هکله غبرګون نه دی ښوولی خو ویلي یې دي چې هغه به په ښه توګه ملت ته غوږ ونیسي. روحاني په دې هکله ویلي چې: «موږ هیڅ کار تر هغه پورې نه شو کولای ترڅو زموږ تر شا خلک نه وي او یا هم د دوی انتقادونه له پامه وغورځوو.»
د سپینې چهارشنبې د خوځښت پراخیدل
د حجاب یا پړوني لیرې کولو او رپولو لاریونونه په اصل کې د تبعید شوې ایرانۍ خبریالې مسیح علي نژاد لخوا د پیل شوي کمپاین یوه برخه ده. نوموړې یو کال مخکې له ایراني میرمنو وغوښتل چې خپل ټکري یا پړونې له سره لیرې کړي او خپل انځورونه او فلمونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړي.

د تیر کال د دسمبر په میاشت کې دغو هڅو وروسته له هغې زور واخیست چې یوې میرمنې د تهران په یوه کوڅه کې خپل ټکری یا پړونی په عام محضر کې له سره لیرې او ویې رپوو. د دې اقدام انځورونه او فلمونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شول او بیا دغه میرمن د چارواکو لخوا ونیول شوه.

علي نژاد چې په خپله د مای سټیلتي فریدم یا زما پټه آزادۍ په نامه یوه ویبپاڼه هم چلوي په دې هکله ویلي چې: «موږ د سرکوک کولو تر ټولو ښکاره نخښې سره مبارزه کوو.» نوموړې همدا راز زیاته کړې چې دغه میرمنې وايي چې نور بس ده. دا ۲۱ پیړۍ ده او موږ غواړو چې خپل حقیقي شخصیت اوسو.»

د تسنیم په نامه د خصوصي خبري آژانس په حواله داسې ښکاري چې د علي نژاد د پنجشنبې ورځې د کمپاین پر ضد پولیسو غیر مستقیم اقدام کړی. پولیسو ویلي چې دوی ۲۹ داسې میرمنې نیولي دي چې دوی ته د پروپاګند د یوه کمپاین پر مټ د پړوني د لیرې کولو «فریب» ورکړل شوی دی. پولیسو همدا راز ویلي چې دغه کمپاین په بهر کې میشت ایرانیانو په لاره اچولی دی.

Iran Anti-Kopftuch-Proteste
انځور: privat

تر دې مخکې په ایران کې د خراب اقتصادي وضعیت په هکله هم پراخ لاریونونه شوي، په هکله یې انځوریز البوم زموږ له آرشیف څخه: