1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران دوه تنه د جاسوسۍ په تور اعدام کړل

DW (AFP, AP, dpa)/ سید ریاض۱۳۹۲ اردیبهشت ۲۹, یکشنبه

ایران دوه تنه، د امریکا او اسراییلو د استخباراتي شبکو له پاره د کار کولو په تور اعدام کړي دي. په ۲۰۱۲م کال کې ایران د نړۍ په سطحه په اعدام کولو کې دویم ځای لاره.

https://p.dw.com/p/18ahN
انځور: picture-alliance/dpa

د ایران دولتي راډیو د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د مې ۱۹مه) خبر ورکړی دی چې د دغه هیواد چارواکو دوه تنه په دار ځړولي دي. له دغه دواړو تنو څخه یو تن د اسراییلو د استخباراتي ادارې «موساد» او بل تن د امریکا متحده ایالاتو د استخباراتي سازمان CIA له پاره په کار کولو ګرم ګڼل شوي وو.

د تهران د لوی څارنوال له دفتر څخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې محمود حیدري پر دې محکوم شوی وو «چې د موساد سره یې په تکراري غونډو کې د پیسو په بدل کې د امنیتي موضوعاتو او ملي رازونو په اړه معلومات ورکړي وو.» دغه خبر پاڼه زیاتوي چې خروش احمدي، «د متحده ایالاتو استخباراتي ادارې CIA ته د معلوماتو ورکولو په خاطر» ګرم ګڼل شوی وو.

په دغه خبر پاڼه کې دا خبره نه ده په ګوته شوي چې دغه دواړه کسان چیرې اعدام شوي دي او نه هم د هغوی د نیول کیدو او محاکمه کیدو په اړه څه ویل شوي دي. د خبر پاڼې د رپوټ په حواله دغه کسان د سترې محکمې د تایید وروسته اعدام شوي دي.

ایران وخت ناوخته دا خبره اعلانوي چې په دغه هیواد کې یې نړیوالې استخباراتي شبکې افشا کړي او د جاسوسۍ په تور یې ځیني کسان نیولي دي. ایران، اسراییل او متحده ایالات د خپلو حیاتي ګټو د جاسوسۍ په تور تورنوي، په ځانګړی توګه د ایران اتومي پروګرام له کبله. یو شمیر هیوادونه داسې شک لري چې د دغه پروګرام موخه په پټه د اتومي وسلو جوړول دي. خو تهران بیا دغه تورونه ردوي.

تیره میاشت د بخښنې نړیوال سازمان Amnesty International رپوټ ورکړی وو چې په ۲۰۱۲م کال ایران په رسمي توګه ۳۱۴ تنه اعدام کړي ول، چې د چین وروسته دویم ځای لري. دغه سازمان ویلي وو چې د اعدام شوو کسانو دقیق شمیر تر دې لا لوړ دی.

ایران په وروستیو کلونو کې د یو شمیر شکمنو جاسوسانو د نیول کیدو رپوټونه ورکړي دي. د ۲۰۱۲م کال د مې په میاشت کې ایران مجید جمیلي د موساد له پاره د جاسوسۍ په تور د محکومیدو وروسته اعدام کړ. پر دې سربیره پر هغه تور وو چې د پیسو په بدل کې یې په ۲۰۱۰م کال کې د یوه اتومي ساینس پوه په ترور کې اساسي نقش لوبولای وو.

ایران الاصله امریکایي امیر میرزایي حکمتي اوس هم په ایران کې د CIA د استخباراتي ادارې له پاره د خدمت کولو په تور بندي دی. متحده ایالات او د هغه کورنۍ دغه تورونه په کلکه ردوي.