1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران ته د تلونکو افغانانو شمیر زیات شوې

۱۴۰۰ آذر ۱۳, شنبه

واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته له افغانستان څحه د خلکو د وتلو لړۍ چټکه سوې ده. بې کاري، د ژوند نامعلوم برخليک او اقتصادي ستونزې د دې لامل ګرځيدلي دي چې ډېری خلک په ځانګړي ډول ځوانان له هېواد څخه د وتلو په لټه کې سي.

https://p.dw.com/p/43q1E
Flüchtlinge
انځور: ISNA

هرات چې له ایران سره ګډه پوله لري هره ورځ ترې زیات شمیر ځوانان په قانوني او غیري قانوني لارو د وتلو هڅه کوي. که څه هم له هیواد څخه د تلونکو کسانو کره شمیر نه دی معلوم، خو د طالبانو چارواکي او ځايي اوسيدونکي دا شمیر د تیر په پرتله زیات یادوي چې تر ټولو ستر لاملونه یې اقتصادي کمزورتیا، بیکاري او ویره په ګوته کیږي.

غلام فاروق هغه ځوان دی چې څلور میاشتي مخکې ېې د هرات په یوې دولتي ادارې کي دنده لرله او په خبره یې لس زره افغانۍ معاش یې ترلاسه کاوه. هغه وايي کله چې طالبانو هرات ونیو یوه اوونۍ وروسته له خپلې دندې را وګرځول شو او پوره درې میاشتي بې کاره وو. آخر مجبور سو چې له هرات څخه ایران ته د مزدورۍ په موخه د قاچاقي لارو سفر ته مخه کړې چې په خبره یې لس ورځي مخکې د هرات غوریان ولسوالۍ له مربوطاتو څخه ایران ته له یوشمیر نورو ځوانانو سره تر اوښتلو وروسته ونیول سو.

Flüchtlinge
انځور: ISNA

هغه زياتوي چې تر وهلو ډبولو وروسته بیرته هرات ته را واړول شو خو وايي سره له دې چې ډېر تکلیفونه یې هم لیدلي، بله لار نه لري او بیرته مجبور دی چې دا ځل د نیمروز ولایت له لارې ایران ته ولاړ سي.

مدنی فعال اصیل محمد وايي که څه هم د غیرې قانوني لارو څخه د قاچاقبرو په مرسته د خلکو د وتلو لړۍ کلونه کیږې روانه ده خو واک ته د طالبانو تر رسېدو راهيسې دا شمیر ډیر شوې دی.

Flüchtlinge
انځور: ISNA

د اصیل په خبره یاد کار درې لوې لاملونه لري، لومړی دا چې په هیواد کي د بیکارۍ ګراف لوړ شوی، دویم په تیر نظام کي یوشمیر مامورینو دندې لرلې چې اوس ېې له لاسه ورکړي او بله خبره بیا دا ده چې د تیر حکومت د پوځ یو شمیر سرتیري هم د ویرې او هم د بیکارۍ له امله هڅه کوې چې هیواد پریږدي.

بل لور د هرات ولایت د فرهنګي کمیسیون غړی او د اطلاعاتو کلتور سرپرست مولوي نعیم الحق حقاني هم دا مني چې د طالبانو په راتګ سره ډیر شمیر ځوانان له هیواد څخه ووتل او لا هم دا لړۍ روانه ده. خو هغه زیاتوي چې عمومي عفوه اعلان شوې او هيڅوک هم د چا ژوند ته خطر نه شي پيښوولی. نوموړی زياتوي: «ځوانان د هېواد سرمايه ده. دوی کوښښ چې د خلکو او په خاص ډول د ځونانو له پاره کار زمينه برابره کړي.»

حقاني زياتوي: «متاسفانه کله چې په هیواد کي تحول رامنځ ته شو، اکثریت ځوانان د اسلامی امارت په تړاو د تبلیغاتو ښکار شول او له هیواده ووتل.» د هغه په خبره دوی غواړي چې د ټولني ټول اقشار په خپله خاوره کي پاتي شي او هغوې ته به د کار زمینه هم برابره شي.

خو د يادولو وړ ده چې په دې وروستيو کي له هرات څخه نه يوازې ځوانانو کډوالۍ ته مخه کړې بلکي ډیر شمیر کورنۍ هم پر قاچاقي لارو د هیواد د پریښودو هڅه کوي چې کارپوهان یې اقتصادي، امنیتي او بیکاري تر ټولو ستر لاملونه بولي.

ع. م./ب. ص

زموږ له آرشیف څخه: