1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا نړیوال کنفرانسونه گټور دي؟

قاسم نوري (دویچه ویله)۱۳۹۱ اسفند ۱۸, جمعه

د ملګرو ملتونو کنفرانسونو ته د نړیوالو شخړو د حل لارې په سترگه کتل کیږي. خو ډیر وخت د هغوی پایلي د انتظار مطابق نه وي او پریکړې یې سمې نه عملي کيږي. ایا دغه کنفراسونه گټور دي؟

https://p.dw.com/p/17tif
Presidents and dignitaries pose for the group photo at the United Nations Conference on Sustainable Development, or Rio+20, in Rio de Janeiro, Brazil, Wednesday, June 20, 2012. The Earth summit runs through June 22.(Foto:Victor R. Caivano/AP/dapd)
Rio+20 Gipfel in Rio de Janieroانځور: AP

نړیوال کنفرانسونه ډیر وخت په لوړه سطح اعلانيږي او په رسنيو کې ډير انعکاس پيدا کوي. په زرهاوو استازي، دولتي چارواکي او فعالين دغو کنفرانسو ته ورځي، چې پر مهمو سياسي او ټولنیزو غوښتنو او د هغوی د عملي کولو پر لارو چارو باندې خبرې اترې وکړي.

په دغو کنفرانسونو کې همداشان ډیر ژورنالستان هم گډون کوي. د هغوی دنده نړیوالو ته د دغو کنفرانسونو د پایلو او پریکړو په اړه معلومات ورکول وي. خو د دغو کنفرانسونو پریکړې کله نا کله په بشپړه توگه او کله هم تر ډیرې کچې پورې نه عملي کیږي.

له دغه ډول نړیوالو کنفرانسونو څخه تر ټولو ډير مشهوره يې د اقليم ساتني لويی کنفرانسونه دي. دغه ډول کنفرانسونه له ۱۹۹۵ کال راهيسې په کال کې يو وار دايريږي. د دغو کنفرانسونو هدف دا دی چې د اقليم د بدلون مخنيوی وکړي او يا يې لږ تر لږه د ډیر بدلون مخه ونیسي. خو ايا دغو کنفرانسونو تر اوسه پورې کومه پایله لرلې ده؟ په برلين کې د نړیوال اقليمي غورځنګ او اقليم ساتنې فعال ډاکټر فليپ بيدال، په دې نظر دی چې دغو کنفرانسونو یو څه پایلې لرلي دي. هغه وایي:

«په وروستيو ۱۵ کلونو کې د اقليم ساتنې په اړه تړونونو، د مضره ګازونو د خپريدو د کميدو په اړه يو ميکانيزم جوړ کړی دی. خو هغه تر ډیرې کچې نه مراعتیږي.»

اقتصادي سياست د اقليم ساتنې سياست تعينوي

په ۱۹۹۷ کال کې د تصويب سوي «کيوټو» پروتوکول په چوکات کې صنعتي هيوادونه مکلف شول چې تر ۲۰۱۲ کال پورې د خپلو مضره ګازونو کچه په اوسط ډول پنځه سلنه راکمه کړي. خو د نړۍ تر ټولو لوی د «کاربن دای اکسايد» توليدونکي هيوادونه لکه امريکا او روسيه د دغې پریکړې په عملي کولو خپل ځانونه مکلف نه بولي. دواړو هيوادونو تر نن ورځې پورې دغه تړون نه دی لاسلیک کړی. دوه کاله وړاندې جاپان او کانادا هم له دغه تړون څخه ووتل.

نور نړیوال جوړ شوي کنفرانسونه هم لوی برياليتوبونه نه لري. د ريو جمع ۲۰ کنفرانس د دې خبرې یوه ښه بیلگه ده. د ۲۰۱۲ کال په جون مياشت کې جوړ شوي دغه کنفرانس د دوامداره پرمختګ له کبله ډير لوی سياسي–اقليمي هدفونه وټاکل. ټولو استازو له قاطعيت او جديت سره د اقليم په ګټه دمثمره اقتصادي سياست ژمنې وکړې. خو په دغه کنفرانس کې د ځينو مهمو او لويو دولتونو استازو ان برخه نه وه اخيستې.

که څه هم نړیوال کنفرانسونه لږې پایلې لري، خو بیا هم په عمومي ډول هغوی مفيد دي. د برلين د فريدريش اېبرت د مؤسسې د جهاني سياست او پرمختيا له څانګې څخه نينا نېڅر وايي: «دا واضح خبره ده چې موږ بايد ښې پایلې په لاس راوړې وای، خو د هغه په مقابل کي بل بدیل نه شته.»