1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«کودتا له ترکیې سره د اروپایې ټولنې تړون نه دی گواښلی»

۱۳۹۵ تیر ۲۸, دوشنبه

د آلمان د صدراعظمې د دفتر ریئس پيټر الټ مایر وایې چې په ترکیې کې د کودتا ناکامه هڅه د ترکیې او اروپایې اتحادیې تر منځ د مهاجرو په اړه موافقه له خطر سره نه مخامخ کوي.

https://p.dw.com/p/1JQiJ
Rückführung der Flüchtlinge in die Türkei
انځور: Getty Images/AFP/O. Kose

د آلمان د صدراعظمې د دفتر ريیس د دوشبنې په ورځ د «زار بروکه سایټونگ» آلمانۍ ورځپاڼې ته وویل: «تر اوسه پورې هیڅ داسې کومه خبره نشته، چې پر بنسټ یې له ترکیې سره د اروپایې اتحادیې موافقه له خطر سره مخامخ کړي.»

مایر زیاته کړه چې دواړه خواوې باید د پخوا په څیر خپل مسئولیتونه پوره کړي «چې دا کار کوي».

د آلمان د پارلمان مرستیالۍ (د آلمان له زرغون گوند څخه) کلاوډیا روت، بیا د دې برخلاف د اروپایې اتحادیې او ترکیې تر منځ د تړون راتلونکي ته د شک په سترگه گوري.

کلاوډیا روت، د «ویلټ» آلمانۍ ورځپاڼې ته وویل: «په داسې د حرج مرج او بې اطمینانۍ حالت کې د مهاجرت اړوند له ترکیې سره موافقه باید تر پوښتنې لاندی ونیول شي.»

روت زیاته کړه چې اوس باید اروپایې اتحادیه خپل مشکل په خپله حل کړي هغې زياته کړه «بالاخره بايد اروپا د مهاجرت په تړاو په اغیزمنه توگه د یو بشردوستانه، منصفانه او همبستگۍ څخه ډک سياست له پاره تفاهم او همږغئ ته سره ورسيږي.»

د مهاجرت اړوند موافقې په ترڅ کې ترکیې له اروپایې اتحادیې سره ژمنه کړی: ټول هغه مهاجر چې د مدیترانې له لارې د یونان ټاپوگانو ته رسیږي، ترکیه باید دغه کډوال بیرته ومني. د دې په بدل کې اروپایې اتحادیه مکلفه ده چې له یونان څخه ترکیې ته د هر یوه بیرته ستنول شوي مهاجر په بدل کې یو بل مهاجر په قانوني توگه له ترکیې څخه د اروپایې اتحادیې غړو هیوادونو ته انتقال کړي.

د ترکیې او اروپایې اتحادیې ترمنځ موافقې د عملي کیدو له پیل څخه د جولای میاشتې تر ۱۲ نیټې پورې یعنې په تیرو دریو میاشتو کې یوازې ۷۹۸ تنه مهاجر په قانوني توگه د اروپایې اتحادیې غړو هیوادونو ته انتقال شوي دي.

ټاکل شوی وه چې په مجموع کې ۱۸۰۰۰ سوریایې مهاجر به له ترکیې څخه په قانوني لارو اروپا ته انتقالیږي.

د اروپا اتحادیې په انټرنټ پاڼه کې د خپرو شوو ارقامو پر بنسټ د دغو مهاجرو له جملې څخه چې په قانوني توگه له ترکیې څخه د اروپایې اتحادیې غړو هیوادونو ته انتقال شوي دي ۲۹۴ تنه یې یوازې آلمان را غوښتې دي.

همدارنگه سویډن د ۲۶۴ کډوالو په راغوښتلو سره په دې برخه کې په دویم مقام کې ځای نیولې دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل