1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا د پاکستان شمال لویدیځه برخه د پوځ خلاف شوې؟

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۹, پنجشنبه

د پاکستان پوځ د پښتون ژغورنې پر غورځنګ باندې تور لګولی چې د افغانستان په پارونه دغه هیواد بې ثباته کوي. خو د بشري حقونو سازمانونه وایي چې پوځ پر دې غورځنګ د پښتنو په سیمو کې د پوځي سیاست مخالفت کولو له کبله نیوکې کوي.

https://p.dw.com/p/3ID3Z
Pakistan Manzoor Pashtun
انځور: picture-alliance/AP Photo/K. M. Chaudary

د پاکستان په شمال لویدیځو سیمو کې چې ډیری اوسیدونکي یې پښتانه دي، په وروستیو وختونو کې یو نوی غورځنګ رامنځ ته شوی دی. د دې سیمو پښتانه اوسیدونکي چې له لسیزو راهیسې یې سیمې د جګړې د میدان په توګه کارول کیږي پر جهادستانو او د پاکستان پر پیاوړي پوځ باندې سختې نیوکې کوي.

په تیرو دوو کلونو کې د «پښتون ژغورنې غورځنګ» د پام وړ ملاتړ ترلاسه کړی دی. اوس د دې غورځنګ په ناستو او احتجاجونو کې په لسهاو زره کسان ګډون کوي. د غورځنګ ملاتړې د په اصطیلاح «ترهګرې پر ضد جګړې» ته د انتقاد په سترګه ګورې او ټینګار کوي چې دې جګړې په پاکستان او افغانستان کې د پښتنو سیمې ډیرې زیانمنې کړې دي.

د پاکستان د پوځ یوه ویاند برید جنرال آصف غفور، تیره اوونۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشرانو باندې د پاکستان پر ضد کار کولو تور ولګوه. هغه ادعا وکړه چې دغه غورځنګ د افغانستان او هند له استخباراتي سازمانونو څخه پیسې ترلاسه کوي.

Pakistan Asif Ghafoor
اصف غفور، د پاکستان د پوځ ویاندانځور: Imago/Xinhua

غفور د اپریل پر ۲۹مه نیټه په یوه خبري کنفرانس کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو ته په ګواښ وویل: «د هغوی وخت پای ته رسیدلی ځکه هغوی د نورو په اشاره کار کوي.»

د یکشنبې په ورځ بیا د پښتون ژغورنې فعال او د پارلمان غړي علي وزیر او د دې غورځنګ د یوولسو نورو فعالانو پر ضد د پولیسو یو رپوټ ثبت شو چې په کې پر هغوی باندې د پاکستان د دولت او د دې هیواد د پوځ پر ضد د شعار ورکولو تور لګول شوی دی. د پولیسو په رپوټ کې راغلي دي: «ویاندانو [د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو] خلک د پوځ پر ضد پارول او هڅه یې کوله چې د هیواد امنیت زیانمن کړي.»

په رپوټ کې زیاته شوې ده چې په دې اړه نورې څیړنې روانې دي.

د پښتنو غوسه

د پښتون ژغورنې غورځنګ د ترهګرۍ پر ضد جګړې په نوم د قانون له دایرې بهر د پښتنو د وژلو او د هغوی د پخپل سر بندي کولو بهیرونو د پای ته رسیدو غوښتونکي دي. دغه غورځنګ د زرهاو پښتو له ملاتړه برخمن دی. د غورځنګ ملاتړې اسلامپالې افراطیان او د پاکستان پوځ د خپلو سیمو د ویجاړې مسوول بولي.

آيا د پښتون ژغورني غورځنگ غونډو ته افغان مهاجر ورځي؟

طالبان، چې کابل او واشنګټن ادعا کوي چې پاکستان د پوځ او د دې هیواد د استخباراتي ادارې له ملاتړه برخمن دي، د افغانستان ډیرې سیمې تر خپل کنترول لاندې لري. په پاکستان کې هم بیا قبایلي سیمې د اسلامپاله ولسوالو افراطیانو د فعالیتونو له کبله سختې زیانمنې شوې دي. په دې سیمه کې د یاغیانو پر ضد د پاکستاني پوځ عملیات د دې لامل شوي دي چې ډیر شمیر کورنۍ خپل کورنه پریږدي او د پاکستان نورو سیمو ته کډه شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ ۲۶ کلن بنسټ ایښودونکي منظور پښتین، له دویچه ویله سره په خبرو کې د پاکستان د پوځ تورونه بې اساسه او ناسم وبلل. هغه وویل: «هغوی غواړي پر موږ فشار وارد کړي چې له خپلو غوښتنو تیر شو.»

پښتین روښانه کړه چې غواړي د جنرال غفور د څرګندونو پر ضد حقوقي دعوا وکړي او دغه موضوع له قانوني لارې حل کړي. خو د پاکستاني پوځ جنرالانو بیا په دې باور دي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د ترهګرۍ او یاغیانو پر ضد مبارزه کې د پوځ قربانیانو ته په درنه سترګه نه ګوري.

کارپوهان بیا روښانوي چې د پوځ وروستۍ څرګندونې ښيي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر وړاندې موقف مخ په سختیدو دی. له واشنګټن میشته ویدرو ویلسن مرکز څخه مایکل کوګلمن، دويچه ویله ته وویل: «د جنرال غفور کلمات او لهجه د پښتون ژغورنې غورځنګ د یو شمیر مشرانو پر ضد مخ په سختیدونکی موقف ښيي. دا هم تر هغه وروسته چې دولت هڅه کړې چې د عامه فعالیتونو د محدودولو او د رسنیو له خوا یې د مظاهرو پر پوښښ د بندیز لګولو له لارې د دې ډلې فعالیتونه محدود کړي.»

Pakistan Peschawar Demonstration Pashtun Movement
د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړي په خپلو سیمو کې د تاوتریخوالي د ختمیدو غوښتنه کويانځور: Getty Images/AFP/A. Majeed

متحد پښتانه

افغان حکومت چې ډیر وخت د پاکستان د کورنیو چارو په اړه له نظر ورکولو ډډه کوي، د پښتون ژغورنې غورځنګ ستاینه کړې ده. ولسمشر غني په فبروي میاشت کې پر خپله تویتر پاڼه د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه څو پیغامونه خپاره کړل او هیله یې څرګنده کړه چې دغه غورځنګ به له خپلو سیمو څخه د ترهګرۍ ریښې پاکې کړي.

د پاکستان له پاره په ۱۹۴۷ کال کې د آزادي د اخیستلو راهیسې د پښتنو موضوع ډیره حساسه ده. له پیل راهیسې پاکستان په اندیښنه وو چې په دې هیواد او افغانستان کې میشت پښتانه کیدای شي له دې هیواده آزادي واخلي. یو شمیر کارپوهان وایي چې اسلام آباد د پښتون میشتو سیمو پر افراطي کیدو سترګې پټې کړې چې د پښتنو د آزادي هڅې له ستونزو سره مخامخ کړي.

خو اسلام آباد کیدای شي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ هڅو ته د پښتو د آزادي ترلاسه کولو له پاره د نوي کوشش په سترګه وګوري. سلیم شاه، اسلام آباد میشته فعال دویچه ویله ته وویل: «ایا د پښتون ژغورنې غورځنګ د دیورند د کرښې د دواړو غاړو پښتانه سره متحدولی شي؟ زه فکر کوم چې دغه غورځنګ همدا اوس هم دا کار کړی دی. په کابل، کندهار او جلال آباد ښارونو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ لاریونونه شوي دي. عادي افغانان د سولې شعارونه ورکوي.»

خو ایا د افغان حکومت له خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ په دې معنی دی چې کابل دې خوځښت ته پیسې هم ورکوي؟ غفور لیوال، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت پخوانی سرپرست دې پوښتنې ته منفې ځواب ورکوي: «افغانان د پښتون ژغورنې معنوی ملاتړ کوي ځکه پوهیږي چې د پاکستان پوځ د پښتنو په سیمو کې کوم کارونه ترسره کوي. خو افغان حکومت د دې غورځنګ له پاره کومې مالې سرچینې نه برابروي.»

د کابل پوهنتون استاد ذبیح سادات، په دې نظر دی چې د پاکستان پوځ د دغه شان تورونو له لګولو سره هڅه کوي چې د بحث اړخ بدل کړي او د پښتنو په سیمو کې د روانو ظلمونو پړه له ځانه لیري کړي.

ځینې کارپوهان دا نظر هم لري چې له پښتون ژغورنې غورځنګ څخه د کابل مستقیم یا غیر مستقیم ملاتړ د ګټې پر ځای تاوان لرلی شي. کابل میشته کارپوه یونس فکور وایي: «د کابل کړه وړه ځکه زیان لرلی شي چې اسلام آباد کولای شي دغه موضوع له طالبانو څخه د خپل ملاتړ د توجیه په توګه وکاروي.»

هارون جانجوا (پاکستان)، مسعود جهش (آلمان)

په آلمان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ لاریون