1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا افغان حکومت رښتیا غواړي ځيني سیمې طالبانو ته ورکړي؟

۱۳۹۵ دی ۲۱, سه‌شنبه

ځيني افغان چارواکي هڅه کوي چې طالبانو ته په افغانستان کې دننه امن ځایونه ورکړي، څو هغوی خپلې اډې له پاکستان څخه افغانستان ته راانتقال کړي او په دې ترتیب سره د افغانستان پر رواني جګړې یو څخه مثبته اغیزه وکړي.

https://p.dw.com/p/2VYdI
Afghanistan Taliban Kämpfer in der Ghazni Provinz
انځور: Reuters

دا ښايي د افغان حکومت له خوا یو له ټولو جنجالي پلانونو څخه وي چې غواړي د افغانستان ۱۴کلنې جګړې ته د پای ټکې کښېږ دي. که دغه پلان عملي شي، نو هدف یې پر طالبانو باندي د پاکستان نفوذ کمول دي.

د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق، تیره میاشت په یوه غونډه کې ویلي ول: «زه له طالبانو غواړم چې افغانستان ته راشي. موږ باید د هغوی او د کورنیو له پاره یې امن ځایونه جوړ کړو.»

هغه ټینګار کړی وو چې تر دې وروسته بهرني سفارتونه او هیوادونه د افغانستان جګړه پای ته نه شي رسولای: «موږ تر دې وروسته پر بهرنیو هیوادونو او سفارتونو باید د جګړې د پای ته رسولو په موخه اعتماد نه شو کولای. طالبان د دې خاوري بچیان دي.»

دې موضوع چې د افغانستان په سویل کې تر ټولو پیاوړی قوماندان چې تر دې مخکې د طالبانو ضد یوه څېره وه، دغي ډلې ته دغه شان یوه بلنه ورکوي، په افغانستان کې سخت غبرګوونه راوپارول.

د هلمند پخواني والي شیر محمد اخندزاد، په دې اړه وویل: «افغان حکومت باید ترهګرو ته امن ځایونه وړاندیز نه کړي.»

یو شمیر نورو کارپوهانو بیا دغه سیاست او طرح «غیر منطقي» بللې ده، ځکه د هغوی په حواله طالبان همدا اوس هم د افغانستان په سویل کې ځيني سیمي په کنترول کې لري.

د فرانسې خبري آژانس څو وارې له جنرال رازق څخه د هغه د وروستیو خبرو په اړه د مرکې غوښتنه کړې ده، خو هغه لا دغو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی. دا په داسې حال کې ده چې یوه دولتي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د دولت هدف له پاکستان څخه افغانستان ته د طالبانو راوستل دي.

هغه د نوم د نه بربنډولو په شرط ویلي دي: «موږ به د هغوی او کورنیو له پاره یې یو ځای وټاکو. څو له هغه وروسته دوی د پاکستان له فشار پرته پریکړه وکړي چې ایا غواړې د سولې په بهیر کې شامل شي او یا دا چې جګړې ته دوام ورکړي.»

پاکستان له ۱۹۹۰مو کلونو راهیسې د افغان طالبانو ملاتړ کوي. افغان حکومت پر اسلام آباد باندي تور لګوي چې خپلو موخو ته د رسیدو له پاره له طالبانو ابزاري ګټه اخلي.

که څه هم پاکستان دا خبره ردوي چې د افغانستان د سولې د بهیر مخنوي کوي، خو په ۲۰۱۶م کال کې یوه پاکستاني چارواکي دا خبره منلي وه چې د طالبانو ملاتړ کوي.

داسې ښکاري چې له پاکستان څخه افغانستان ته د طالبانو د مشرتابه ستنولو سیاست یو څه پرمختګ کړی دی، ځکه د طالبانو ځيني لويو چارواکو له دې ډلې غوښتې دي چې افغانستان ته راشي.

د طالبانو پخواني چارواکي سید طیب آغا، د دې ډلې اوسني مشر هیبت الله اخندزاده، ته په یوه لیک کې لیکلي دي: «په پاکستان کې زموږ د تحریک د مهمو او پریکړه کوونکو څیرو او بنسټونو شتون په دې معنی ده چې هغوی [پاکستانیان] پر موږ داسې پریکړې منلی شي چې زموږ د هیواد او تحریک د ګټو پر خلاف دي.»

د طالبابو د سیاسي کمیسیون دغه پخواني مشر په خپل لیک کې چې د فرانسي خبري آژانس له خوا هم لیدل شوی دی، زیاته کړې ده: «د دې له پاره چې موږ خپلواکي پریکړې وکړای شو، زموږ مشرتابه [...] باید پاکستان پریږدي.»

د افغانستان د ملي امنیت ادارې دا موضوع په رسمې توګه تائيد نه کړه خو ویې ویل: «طالبان کولای شي چې د دولت تر محافظت لاندې افغانستان ته راشي.»

د افغان حکومت یوه چارواکي وویل چې افغان چارواکي اوس له طالبانو سره د دې وړاندیز په اړه په خبرو اترو بوخت دی، خو روښانه يې نه کړه چې د طالبانو له پاره یو احتمالي امن ځای به د افغانستان په کومه سیمه کې وي.

تر دې مخکې ځايي افغان رسنیو ویلي ول چې طالبان هڅه کوي د هلمند ولایت په دوو ولسوالیو کې میشت شي. خو افغان چارواکو بیا دغه خبره رد کړې وه. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ځينو سرچینو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د دغې ډلي ځينو غړو چې پوځي مشر ابراهیم صدر هم پکې شامل دي، لا وختي د افغانستان یوه نامعلوم ځای ته تللي دي.

د کویټې شورا یوه لوی غړي ویلي دي: «ابراهیم له هیبت الله څخه هم غوښتي ول چې افغانستان ته راشي خو هغه دا خبره و نه منله.»

په داسې حال کې چې ځيني افغان شنونکي د دغه شان یوې ستراتیژۍ هرکلی کوي خو د کړکیچ له نړیوالې ډلې څخه  تیمور شران، بیا په دې نظر دي چې دغه سیاست له خلاو ډک دی: «دا داسې ده چې څوک له طالبانو وغواړي چې له خښتو خپل جوړ کورونه پریږدي او په دښته کې په خیمو کې میشت شي. هغه هم له یوه زړه نا زړه تضمین سره چې پر دوی باندې به بمبارۍ نه کیږي.»

هغه ټینګار کوي چې طالبان باید افغانستان ته تر راتلو مخکې له ایتلافي ځواکنو څخه تضمینونه ترلاسه کړي.