1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اگست، په سوريه کي تر ټولو خونړۍ مياشت

۱۳۹۱ شهریور ۵, یکشنبه

د سوريې د رژيم مخالفين وايي، چي د اگست مياشت، له هغه وخت راهيسي چي په دغه هيواد کي اړو دوړ پېښ سوی دئ، تر ټولو خونړۍ مياشت ده.

https://p.dw.com/p/15wrT
انځور: Reuters

امريکايي تلويزيوني شبکه سي اين اين د بشارلاسد د مخالفينو په حواله وايي، چي د رواني اگست د مياشي له پيل راهيسي په دغه هيواد کي۳۷۰۰ تنه انسانان وژل سوي دي.

په دې سره نو دغه مياشت، په سوريه کي د کړکېچ له پيله بيا تر اوسه پوري ترټولو خونړۍ مياشت بلل کيدای سي. په دغه هيواد کي د اړو دوړ ۱۷ مياشتي تيريږي.

سي اين اين د بشارلاسد رژيم د مخالفينو په حواله خبر ورکوي، چي يوازي د شنبې په ورځ په بېلابېلو پېښو کي ۱۳ تنه وژل سوي دي.

د اسد مخالفين ادعا کوي، چي حکومتي ځواکونه اوس هم خپلو هوايي بمباریو ته دوام ورکوي. ددوی په خبره پر حلب ښار باندي اوس هم هوايي يرغلونه روان دي.

په سوريه کي نا ارامۍ د ۲۰۱۱ کال د مارچ په مياشت کي پيل سوې چي وروسته پر وسله والو نښتو باندي واوښتې او د حکومت مخالفينو هم وسله وال مقاومت پيل کړ.

د دغه هيواد د حکومت د مخالفينو په خبره د کړکېچ د پيل راهيسي تر اوسه پوري نزدې ۲۱ کسان وژل سوي دي.

دغه ارقام تر اوسه پوري د رسمي سرچينو له خوا نه دي تائيد سوي.

د بلي خوا د سوريې له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي اخضر ابراهيمي ويلي دي، چي د ورسپارل سوي دندي دروندوالي بيرولي دئ.

له هغه وروسته ته چي کوفي عنان د سوريې له پاره د ځانگړي استازي په توگه له خپلي دندي استعفا وکړه، بان کي مون د الجزاير پخوانی د بهرنيو چارو وزير اخضر ابراهيي دې دندې ته وټاکه.

ابراهيمي به د روان کال د سپتمبر د مياشتي له لومړۍ نېټې څخه خپله دنده پيل کړي.

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: سيد رياض