1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اکسفام: د اقلیم بدلون د لا زیات مهاجرتونو سبب ګرځي

۱۳۹۸ آذر ۱۱, دوشنبه

د اقلیم له بدلون سره تړلي ناورینونه د دې سبب کیږي چې انسانان د هیواد دننه له خپلو ټاټوبو بې ځایه شي. د اکسفام د مرستندویه سازمان په وینا دغه ډول پيښې په کال کې د ۲۰ میلیونه کسانو د بې ځایه کیدو سبب ګرځي.

https://p.dw.com/p/3U4qy
Bangladesch Zyklon Fani
انځور: AFP/M.U. Zaman

په مادرید کې د ملګرو ملتونو د اقلیم د کنفرانس په درشل کې د اکسفام مرستندویه سازمان د «ټاټوبو اجباري پریښودل» په نوم یو راپور خپور کړی دی. په دغه راپور کې له ۲۰۱۲م کال راهیسې له اقلیم سره د تړلو ناورینونو په شمیر کې ډیر زیاتوالی مستند شوی دی. د دغه راپور له مخې په تیره لسیزه کې هر کال شل میلیونه انسانان د اقلیم د بدلون په پایله کې دې ته مجبور شوي چې د خپل هیواد دننه له خپلو ټاټوبو بې ځایه شي.

د اکسفام د معلوماتو له مخې په لومړي قدم کې توپانونه، سیلابونه او په ځنګلونو کې اور لګیدنه د تیښتې اصلي لاملونه دي. زیاته شوې ده چې له اقلیم سره تړلې دغه ډول ناورینونه د زلزلې او د غرونو د اورغورځونې په پرتله اووه وارې او د کړکیچونو څخه درې وارې زیات د تیښتې سبب کیږي. د رپوټ له مخې په ۲۰۱۲م کال کې د اقلیم سره تړلې ناورینه چې د خلکو د داخلي بې ځایه کیدو سبب شوي ۱۸۸ وو، په داسې حال کې چې په تیر میلادي کال د دغو ډول پيښو شمیر ۱۵۱۸ ته لوړ شوی دی.

په ځانګړې توګه آسیا اغیزمنه ده

د داخلي بې ځایه شویو کسانو لوړ شمیر په آسیا کې دی. اکسفام د نړۍ په کچه څلور په پنځمه برخه داخلي بې ځایه شوي کسان دغلته ثبت کړي. ویل شوي دي د ۲۰۱۹م کال په می میاشت کې د «فاني» په نوم سمندري توپان په بنګله دیش او هند کې ۳،۵ میلیونه کسان دې ته اړ کړي چې خپل ټاټوبي پریږدي. زیاته شوې ده چې له ټاپوګانو څخه جوړو هیوادونو لکه کیوبا، د ډومنیکان جمهوریت او تووالو کې د سمندري توپانونو له کبله د دغسې پيښو خطر لوړ دی. دغلته د هرو لسو کلونو موده کې په اوسط ډول هر کال د نفوس پنځه سلنه خپلو ټاټوبو پريښودولو ته اړ شوي دي.

د اکسفام سازمان څخه د چاپیریال ساتنې کارپوه تیم ګور، وایي: «اوس نړۍ ګرمه شوې ده، چې موږ یې لا ترمخه په هکله خبرداری ورکړی وو. اوس موږ وینو چې دغه څه څرنګه زموږ د سترګو پر وړاندې تطبیقیږي.»

اکسفام د افریقا په ښکر کې د اقلیم بدلون پورې تړلو ناورینونو نامساعد ترکیب مشاهده کړی دی. د دغه سازمان په وینا په ایتوپیا، سومالیا، سویلي سودان او سودان کې په ۲۰۱۸م کال کې ۳،۸ میلیونه کسان له جګړو څخه تښتیدلي دي. پر دې سربیره یو میلیون کسان د سخت خراب موسم له کبله له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.

تیم ګور، زیاتوي چې د ناورینونو ترکیب د دې سبب شوی دی چې زیاتره بې وزله هیوادونه د دې له پاره زیار اوباسي چې د یوه نوي کړکیچ له راتګ څخه دمخه له یوه بل کړکیچ څخه ځان هوسا کړي. د هغه په خبره ځینو هیوادونو په یوه وخت د وچکالۍ او سیلابونو له کبله د مرستې له پاره غږ کړی دی.

sr/bs (afp, rtre, Oxfam)

زموږ له آرشيف څخه: