1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايوپول: د افغان پوليسو په روزنه او جوړښت کي بايد بنيادي بدلون راسي

۱۳۸۷ مهر ۱۰, چهارشنبه

دڅو کالو نه را پدیخوا آلمانانو په افغانستان کي دپوليسو دروزني دنده په غاړه اخيستي او د2007 ميلادي کال نه راپدیخوا د اروپايي ټولنيEUPOLپه چوکاټ کي جرمنيانو دا کار کوی

https://p.dw.com/p/FSEg
جرمنی روزونکی افغان پوليسو ته د ښووني پر مهال
جرمنی روزونکی افغان پوليسو ته د ښووني پر مهالانځور: dpa

تراوسه د ايوپول په چوکاټ کي په افغانستان کي دپولیسو دروزني د چارو مشري د جرمن جنرال يورګن شولڅ په غاړه و . خو سر دنن ورځې، يعني د اکتوبر دمياشتي دلمړۍ نيټې څخه جنرال يورګن شولڅ ددغي دندي څخه تبديل شوی.

د ايوپول له نظره دافغانستان دپوليسو په روزني او جوړښت کي بايد بنيادي بدلونونه راشي . او دافغانستان دننه دچارو دوزارت وياند زمري بشري وايي چي افغانستان د ايوپول په چوکاټ کي د آلمان مرستو ته په ډيره درنه سترګه ګوري.

بشري وايي:« په تيرو کلونوکي هم المانانو دافغانستان دپوليسو په روزنه کي ستره ونډه اخيستې او نن ورځ هم ددوې مرستې په دې برخه کې زموږ دپاره دقدر وړ دي. خو له بله پلوه موږ د ايوپول څخه زياتي تمي لرو.»

د امریکا دمتحده ايالتونو ددفاع وزير روبرت ګيتس هم دتير کال په پای کي داخبره کړي وه چي بايد ايوپول د افغانستان دپوليسو دروزني دپاره زيات کار وکړي. او له هغي مودې راهيسي ايوپول په دې لاره کي زيات کار کړې . سړې ويلاي شي چي دپخوا په پرتله دوه چنده زيات کار دافغانستان دپوليسودروزني په لاره کي شوي .

او داخبره هم دلته ديادوني وړده چې آلمانان د ايوپول په چو کاټ کې هم دافغانستان دپوليسو په روزنه کې تراوسه ستره ونډه اخيستې او اخلي .

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند زمری بشري
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند زمری بشريانځور: AP

پخوا دافغانستان دپوليسو دروزني دپاره دغه هيواد ته په کافې اندازه روزونکي نه استول شوې ، خو بيا وروسته ددوې شمير دوه چنده شول او 400 ته ورسيدل .خو د امریکا دمتحده ايالتونو ددفاع چارو د وزير تمه دا وه چي د روزنکو شمير دي لږ تر لږه لس چنده شي . داخبره سمه ده چې په افغانستان کې زياتو پوليسو ته اړه شته . او ترواوسه که سړې ددغه هيواد دامنيتې وضع چلنجونو ته يو نظر واچوې نو دويلاې شې چې دغه هيواد ډير لږ روزل شوې پوليس لرې .

دافغانستان دننه دچارو دوزارت وياند زمري بشري په دي اړوند وايې چي : په روان وخت کې دافغانستان دپاره دروزل شو پوليسو دغه شميرکفايت نه کوې. او هره ورځ دافغان پوليس وژل کيږې، ځکه چې دوي سم ندي روزل شوی او دوي به کافي اندازه تمرين نلري . ددوي په اکمالاتو کې هم ډيرې نیمګړتياوي شته دي او موږ د واوږدې مودې دپاره زياتو مرستو ته اړيو.

دهمدي روان ميلادي کال په بهير کې تر اوسه په افغانستان کي مونږ 769 پوليسان له لاسه ورکړي دي . خو داخبره ددې مانا نلرې چې دافغانستان دپوليسو په روزنه کې پرمختګونه ندې راغلي . دافغانستان دپوليسو يو روزونکي وايې چې : دافغانستان دپوليسو په روزنه کې ډير بنيادې پرمختګونه راغلي دي خو بیاهم دافغانستان پوليس تراوسه دنړيوال ستاندارد څخه ډير لرې دي . لنډه يې داچې څه چې تراوسه ايوپول د افغانستان دپوليسو دروزنی دپاره کړې دستاينې وړدې خو بياهم کفایت نه کوې .