1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايساف ځواکونو په هلمند کي نوي عمليات پيل کړي

۱۳۹۰ فروردین ۹, سه‌شنبه

سوله ساتي ځواکونه وايي چي په هلمند ولايت کي يې د افغانستان پاکستان په سرحد کي د افغانستان او پاکستان تر منځ يې نوي عمليات پيل کړي.

https://p.dw.com/p/RDUg
په دې عملياتو کي د ملي اردو خاص ځواکونه هم برخه لري.
په دې عملياتو کي د ملي اردو خاص ځواکونه هم برخه لري.انځور: picture-alliance/ dpa

د دغو عملياتو د په لار اچولو موخه د هوا په توديدو سره د پولي له پوري غاړي افغانستان د اورپکو د را اوښتو څخه مخ نيوي په ګوتو سوي.

په کابل کي د ايساف ځواکونو جرمني جنرال جوزيف بلاتڅ وويل چي د روهارتو په نامه د دغوعملياتو په ترځ کي به هلمند ته د زور پالو د تلو را تلو لاري هم وتړل سي.

دغه عمليات په داسي حال کي په لاره اچول سوي چي د هلمند ولايت باغران، ديشو او خانشين ولسوالۍ لا هم د طالبانو په ولکه کي دي.

د ناټو وياند وايي چي په يادو عملياتو کي افغان ځانګړي ځواکونه هم د ايساف سرتيرو ملتيا کوي.

« د روهاردو په نامه دا عمليات د هلمند او پاکستان تر منځ په نا امنو سيمو کي پيل سوي، موږ هڅه کوو چي له پلو دواړوغاړو ته د مخدره توکو، وسلو او چاوديدونکو توکود قاچاق مخه ونيسو، دا ډيره مهمه ده چي د پاکستان له پولو افغانستان ته د ترهګرو د تلو را تلو لاري وتړل سي».

د ناټو ځواکونو عمومي وياند د افغانستان د وسله والو ځواکونو د لوي درستيز هغه څرګندوني هم رد کړې چي ګواکي دوی د افغان ځواکونو استخباراتي معلوماتو ته ارزښت نه ورکوي.

شيرمحمد کريمي وړمه ورځ له بي بي سي سره په مرکه کي دغه ټکی څرګند کړی وو.

د ناټو وياند وويل چي د ګډ دښمن په وړاندي د افغان ځواکونو پټو معلوماتو ته خورا زيات ارزښت ورکوي.

د ناټو ځواکونو د رپوټونو مطابق کله چي په جنوبي ولايتونو کي نا امني زياتيږي ورسره جوخت د مخدره توکو په کرکيله، خرڅلاو او کاروبار کي هم زياتوالی راځي.

که له يوه لوري افغان دولت او ګڼ مليتيزه ځواک د افغانستان خاوري ته د يو شمير طالبانو د بيرته را ستنيدو د مخ نيوي نوي هڅي پيل کړي له بلي لوري طالبانو د ملک په يو شمير سيمو کي لا وختي په جبر خپلو ليکو ته د ځوانانو د جلبولو لړۍ پيل کړې.

تيره ورځ له کابل څخه خپريدونکي ملي آرمان ورځپاڼي په يوه رپوټ کي خبر ورکړ چي طالبانو د کابل په ګاونډي ميدان وردګو ولايت کي خلکو ته ويلي چي هره کورنۍ بايد يو يو ځوان د دريو مياشتولپاره د طالبانو ليکو ته ور واستوي.

هغه کورنۍ چي له دغه کار څخه ډډه کوي د اوياوو زرو افغانيو چي له ۱۵۰۰ امريکايي ډالرو سره برابريږي په نغدي جريمي ګواښل سوي دي.

هغه ادعا چي د ميدان وردګو امنيتي چارواکي يي نه مني.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل