1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران په ابتدايي ښوونځيو کې د انگليسي ژبې تدريس منع کړ

۱۳۹۶ دی ۱۸, دوشنبه

په ايران کې تر حکومت ضد مظاهرو يوه اوونۍ وورسته په ابتدايي ښوونځيو کې د انگلسي ژبې تدريس منع اعلان شوی. د ايران روحاني مشر آيت الله علي خامنه اي انگلسي ژبه د لويديځ د «کلتوري يرغل» يوه برخه بللې ده.

https://p.dw.com/p/2qU0m
Iran Schule
انځور: hormoz

د ايران د ښووني او روزني شورا رئيس مهدي نويد ادهم د يکشنبې په ورځ د يوې مرکې په ترڅ کې وويل چې ايران په ابتدايي ښوونځيو کې که حکومتي وي او که شخصي د انگليسي ژبې تدريس په رسمي او غير رسمي ساعتونو کې منع کړی دی.

د ايران د دولتي تلويزيون «آی آر آې» سره په خبرو کې د پوهنې وزارت د عالي شورا مشر مهدي نويد ادهم زياته کړه چې انگلسي ژبه د لويديځ د «کلتوري يرغل» يوه برخه ده.

نوموړي رويترس خبري آژانس ته ويلي دي: «په حکومتي او غير حکومتي ابتدايي ښوونځيو کې د رسمي نصاب په ترڅ کې د انگلسي تدريس د قوانينو او اصولو خلاف کار دی.»

ده وويل: «دا ځکه چې داسې انگيرل کيږي چې په لومړيو ښوونځيو کې شاگردانو ته د خپلې ژبې او کلتور اساسات باید ور زده کړل شي.»

په ۲۰۱۶م کال کې د ايران روحاني مشر آيت الله علي خامنه اي د ورته «کلتوري يرغل» پر ضد خپله غوسه ښکاره کړې وه کله چې دی خبر شوی وو چې  په شخصي وړکتونو کې د انگلسي ژبې تدريس کيږي.

د «تابناک» نوم خبرپاڼې په حواله د ایران د پوهني وزارت يوه وياند هم په ښوونځيو کې د انگلسي ژبې پر تدريس د بندیز خبر تائید کړی، خو ويلي یې دي: «دا کومه نوې خبره نه ده. په ملي تعليمي نصاب کې هم د انگلسي ژبې تدريس تر اووم ټولگي پوري یعني د منځنۍ دورې تر لومړيو کلونو پوري په پام کې نه دی نيول شوی.»

خو دا نوي قواعد به پر شخصي ښوونځيو چې کم سنه شاگردانو ته د انگلسي ژبې تدريس کوي، اغيز وکړي.

د انگلسي ژبې پر تدريس د بندیز دغه اعلان د حکومت پر ضد تر هغو مظاهرو کابو يوه اوونۍ وورسته کيږي چې آیت الله خامنه اي یې پړه پر بهرنيو جاسوسانو اچوي.

Reuters,dpa(B.S/N.Z)

زموږ له ارشيف څخه: