1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران ـ افغانان په قفس کي نندارې ته وړاندي سوي

NK / ر.ش.م. / ا.و.ا. ۱۳۹۵ شهریور ۱۹, جمعه

د ايران د شيراز ښار پوليسو افغان مهاجر په قفسونو کي د خپلو لاس ته راوړونو په توګه په عام محضر کي نندارې ته وړاندي کړي دي. دغه عمل په ايران او افغانستان کي نيوکي پارولي دي.

https://p.dw.com/p/1JzPo
Iran Afghaner - Festgenommene Afghaner in Shiraz
انځور: ISNA

د افغانستان د پارلمان غړو د ايراني پوليسو له خواو د افغان مهاجرو د په قفس کي وړاندي کولو پر قضيه سختي نيوکي کړي او هغه يې د انساني کرامت او بشري حقونو پر ضد يو عمل بللی دی.

دا د هغه وروسته چي د ايران د شيراز ښار پوليسو د خپلو لاس ته راوړونو يو شمېر بېلګي په عامه محضر کي نندارې ته وړاندي کړي چي پکښي په قفسونو کي بند، سترګي تړلي افغان مهاجر هم شامل ول. د ايراني پوليسو د لاس ته راوړونو په دغه اقدام کي مخدره توکي، ممنوعه او جرمي مواد لکه شرابو بوتلان هم نندارې ته وړاندي کړل سوي ول.

هغه انځورونه چي د انټرنټ پر ټولنيزو شبکو خپاره سوي دي په زياته بيا د افغان او ايران د بشر د حقونو د فعالينو له خوا تر سخت تنقيد لاندي نيول سوي دي.

ايراني پوليسو و رسنيو ته ويلي چي ۲۷۷ بهرنيان يې نيولي او دا چي دغه يې د لاس ته راوړنو څخه يوه ده.

خو حتی زياتو ايرانيانو په ټولنيزو رسنيو کي د خپل هيواد د پوليسو دغه عمل سخت غندلی دی. د بېلګي په توګه د سينا په نوم یوې ايرانۍ مېرمني د فيسبوک پر پاڼه ليکلي: «هغوی انسانيت تر پښو لاندي کړی دی، بالکل هغسي لکه دوه سوه کاله ترمخه چي به تور پوستي انسانان قفسونو ته اچول کېدل»

افغان مهاجر په قفس کي
افغان مهاجر په قفس کيانځور: Jamejam

د شهاب په نوم يو بر ايراني پر فيسبوک د افغان مهاجرو دغه انځورونه شريک کړي او ورسره لیکلي يې دي: «اصلي غميزه دا ده چي کله چي څوک انټرنټي پاڼو ته وګوري او هلته د خلکو نظرونه ولولي نو تر نيمايي څخه زيات ملت د دغه کار طرفداران دي او دغه بدبويه نژاد پرستي ورته بالکل عادي او هضم سوی کار معلوميږي.»

د بهنوش په نوم يوې افغانې پر انټرنټ د دغو انځورونو په تړاو ليکلي دي: «د هر ملت عزت د هغه هيواد د چارواکو په لاس کي دی. به داسي حال کي چي د هيواد مشرانو ته د هيواد دننه او دباندي زموږ برخليک اهميت نه لري، له بهرني هيوادونو څخه د څه شي ګيله؟» بهنوش زياته کړې: «نور زموږ سره هغسي چلن کوي، لکه چي موږ يې اجازه ورکوو.»

د رضا په نوم يو بل افغان چي په خپله يو وخت په ايران کي مهاجر ؤ او اوس آلمان ته رامهاجر سوی دی، پر انټرنټ ليکلي دي: «مثلا ايران زموږ سره هم ژبی او هم دين هيواد دی. په غيراسلامي هيوادونو کي انسان ته ارزښت ورکول کيږي بېله توپيره چي کوم دين لري. دلته د انسان کرامت مطرح دی او بل شی نه.»

د دغو افغانانو سترګي په سپينو رښکيو تړل سوي ول
د دغو افغانانو سترګي په سپينو رښکيو تړل سوي ولانځور: ISNA

د ولسي خلکو تر څنګ د افغانستان د پارلمان بعضو وکيلانو هم په ايران کي د افغان مهاجرو سره د پوليسو دغه چلند غندلی دی. له دغو څخه بعضو ويلي چي غواړي دغه موضوع په پارلمان کي مطرح کړي او غواړي د افغانستان د بهرنيو چارو وزارات په دې تړاو اقدام وکړي.

محمد رضا خوشک چي د افغانستان په پارلمان کي د هرات د خلکو وکيل دی، پر خپل فيسبوک پاڼه يې ليکلي دي چي په قفس کي د انسانانو اچول او بيا هغوی نندارې ته وړاندي کول د داعش په څېر يو عمل دی.

دا لومړی ځل نه دی چي د افغان مهاجرو په وړاندي د ايراني چارواکو عمل تنقيدونه راپاروي. څو وخت تر مخه په ايران کي د يوې افغانې انجلۍ مرګ تنقيدونه راپارولي ول.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (21.04.2016):

افغان مهاجر د ايراني پوليسو په نندارتون کي
افغان مهاجر د ايراني پوليسو په نندارتون کيانځور: ISNA