ايران د ژورنالسټانو دپاره يو لوی محبس دی
۱۳۸۸ دی ۱۷, پنجشنبهد فرانسپرس آژانس د هغه رپوټ له مخي چې د روان 2010ميلادي کال د جنورۍ د مياشتي پر 6 نېټه د چهارشنبې په ورځ يې خپور کړی دئ، د بې سرحده ژورنالسټانو بين امللي ټولني RSF په ايران کې د گڼ شمېر ژورنالسټانو پر نيول کېدو باندي سخت انتقادونه کړي، او زياته کړې يې ده، چې هغه هېواد يعنی ايران بيا د معلوماتو د کارپوهانو لوی جېل يا بنديخانه گرزېدلی . دا ابلاغيه د بې سرحده ژورنالسټانو ټولني RSF پرون چهارشنبه د فرانسې په پلازمېنه پاريس کې، چېري چې دوی مېشته هم دي خپره کړه. په رپوټ کې وړاندي ويل شوي، چې اوس اوس 42 تنه ژورنالسټان يا خبريالان او د انټرنيټ کارمندان په ايران کې نيول شوي او بنديان دي .
دا هم ويل شوي، چې د تېر دسمبر د مياشتي پر 27 نېټه د ايران د حکومت د مخالفو کسانو لخوا د وروستيو پراخ لمنو مظاهرو له امله، اوس په ايران کې د مخالفو کسانو او هم مطبوعاتي کارمندانو پر ضد، د امنيتي ځواکونو يوه ترتيب شوې تلاشي روانه ده . څه ناڅه 20 تنه ايرانيان هم نيول شوي، د کومو په ډله کې چې 12 تنه ژورنالستان يا روزنامه نگاران او د انټرنيټ پاڼو خپروونکي شامل دي.
د RSF يا بې سرحده ژورنالسټانو لخوا د چهارشنبې په ورځ په پاريس کې خپره شوې ابلاغيه کې وروسته راغلي، دا د سختې اندېښنې ځای دئ، چې د ايران مشرانو دا غږ کړی، چې پر نيول شوو مخالفو کسانو باندي دي د بند سزا ولگول شي . نړيواله ټولنه ښايي په بيړه سره لاس په کار شي، چې د دې مصيبت او حتی ممکن د نيول شوو او بند ته اچول شوو مخالفو سياستمدارانو د وژل کيدو مخه ونيسي .
له بله پلوه فرانسپرس آژانس نن په خپل يوه تازه رپوټ کې د ايراني خبري آژانس اسنا له قوله ليکي چې، تېره مياشت د ايران د مشر محمود احمدي نژاد پرضد راوتلو مظاهرو کې له نيول شوو قريب 300 تنو څخه پنځه کسه د آشوب او پاڅون په تور سره محاکمه کېدونکي دي .
د ايران د انقلابي محکمې يوه مامور څرگنده کړې، چې د دې پنځو تنو دوسيه به، د انقلابي شورا لخوا، کومه چې د ملي امنيت ضد اعمالو د څارني مسئوله ده، څېړل کيږي .
په خبر کې راغلي، چې دا پنځه تنه، د کومو په دعوی کې چې له خدای (ج) سره د دښمنۍ تهمت هم شامل دئ، کولی شي ځانونو ته د دعوی وکيلان هم ونيسي .
لوی څارنوال غلام حسين محسيني اجوي د دوشنبې په ورځ په ډاگه کړه، هغه کسان چې اوس اوس په توقيف کې دي او د مظاهرو په موقع يې د وسلو څخه کار اخيستی او يا يې اسلام، اسلامي مقدساتو او اسلامي مشرتابه ته سپکاوی کړی، د خدای د دښمن په سترگه ليدل کيږي او کېدلی شي د مرگ له سزا سره مخامخ شي.
د تېري مياشتي په مظاهرو کې، لږترلږه 8 تنه ووژل شول او 300 نور ټپيان شول . مخالف لوری ادعا کوي، چې له 900 تنو څخه زيات نيول شويدي .
په ايران کې د جون د مياشتي له اولسمشريزه انتخاباتو وروسته يو لړ مظاهرې راپورته شويدی . مخالف گوندونو او د هغوی پلويانو پر محمود احمدي نژاد باندي د بيا انتخابيدو په هکله د درغلی تور لګولی او تر اوسه پوري يې د بيا غوره شوي په توگه نه مني .
پيتر فليپ /عارف وردګ
کتونکی : محمد قاسم نوري