1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران او افغانستان سوداگريز تړونونه لاسليک کړل

۱۳۸۹ بهمن ۱۲, سه‌شنبه

په دې تړونونو کي چي په تهران کي لاسليک سوي په هغه هيواد کي د افغاني بانکونو څانگي او افغانستان ته سونگ موادو په مناسب بيه ورکول شامل دي.

https://p.dw.com/p/QxBf
ايران ۲مياشتي دمخه په سرحد کي سلګونه د تيلوټانکرونه ودرول
ايران ۲مياشتي دمخه په سرحد کي سلګونه د تيلوټانکرونه ودرول

په ايران کي د افغانستان سفير پوهاند عبيدالله عبيد ويلي چي د سوداګرۍ دغه ۱۸ماديزه تړون د دوشنبې په ورځ په تهران کي د افغانستان د سوداګرۍ وزارت مرستيال او د ايران د اړونده چارو مشرتابه سره لاس ليک سو.

افغان سفير ويلي د افغانستان د سوداګرۍ وزارت مرستيال ډاکټرغلامحمد او د ايران د نړيواله اقتصادي او دارايي چارومشر ډاکټرعلي شيري سره يو ۱۸ماديزه سوداګريز تړون لاسليک کړچي له مخي يي ددواړو هيوادونو ترمنځ سوداګري راکړه ورکړه باندي ټينګاروشو.

د ايران په سرحدکي د تيلو د ټانکرونو يو مخ افغانستان ته د تلو او ترانزيت په برخه کي د هرډول موانعو ليري کولو باندي هوکړه وسوه.

د افغاني پلاوي د غوښتني له مخه ايران ومنله چي د ايران، تهران شيراز،چاه بهار، مشهد بندعباس او نورو يو شميرښارونو کي د افغانستان معتبره بانګونو شعبې پرانستل سي.

دغه راز په دغه تړون کي د کرهڼيزه محصولاتو پر راکړه ورکړه توافق وسواو نور داسي ټکي وه چي د دواړوهيوادونو په ګټه تماميږي.

ايران ۲مياشتي دمخه په سرحد کي سلګونه د تيلوټانکرونه ودرول چي په اساس يي په افغانستان کي قيمتي راغله او د خلکو ترمنځ يي ايراني ضد احساساتو په راپارولو سره په بيلابيلو ښارونو کي مظاهرې وسوې.

که څه هم د ستونزي د حل لپاره د افغانستان د ولسمشر د مرستيال په شمول يو پلاوی هغه هيواد ته سفر لاره مګر نتيجه يې ګټوره نوه.

خو ددغه ځل لپاره د افغانستان د مالي وزير، او اقتصاد وزيرانو په شمول ۱۱ کسه دولتي مامورين او ۱۸تنه سوداګرهغه هيوادته په درې ورځني سفرتللي ول، چي افغان سفيريې پايلي د دواړوهيوادونو په ګټه وبللې.

يو شمېر کارپوهان د دواړوهيوادونو ترمنځ د سوداګري اړيکو ټينګښت ګټوربولي، مګرله تيرو په تجربه وايي ايران کله هم پر خپله ژمنه نه پاته کيږي. ډيرځله يې د کاغذ پر مخ خبري ښايسته خوعمل يي ناوړه وي.

خوافغان دولتي مامورين ايران يو مهم ګاونډی بولي او وايي چي دوستانه اړيکي يې په افغانستان کي رغنده رول لوبولای سي.

شرفيار/ هرات

کتونکی: نجيب الله زيارمل