1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران اوبو ته د افغانانو د اچولو خبره رد کړه

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۴, یکشنبه

افغان چارواکو د ايران پر ضد ادعا وکړه چې د دغه هيواد سرحدي ځواکونو د شنبې په ورځ ۳۸ تنه افغانان سیند ته غورځولي دي. دغو افغان مهاجرو غوښتل چې د ايران خاورې ته په ناقانونه ډول دننه شي.

https://p.dw.com/p/3biFA
Afghanische Flüchtlinge aus dem Iran abgeschoben
انځور: Tanha

له کابل څخه د آلمان خبري آژانس د يکشنبې ورځې (د مې ۳مه) په رپوټ کې راغلي دي چې ايراني چارواکو د افغان چارواکو دغه ادعا رد کړې چې د شنبې په ورځ دې شاوخوا ۵۰ تنه افغان مهاجر، هرات ولايت سره د ايران پر پوله سيند ته لاهو کړل شوي وي.

د هرات د ولايتي شورا غړي، وکیل احمد کرخي وويل چې له دې ډلې څخه ۷ تنو يې په لامبو سره ځانونو ته نجات ورکړی او د ۷ نورو کسانو جسدونه په ګلران ولسوالۍ کې له سیند څخه راويستل شوي دي.

د ولايتي شورا دغه غړي وويل چې شاوخوا ۳۱ تنه نور لادرکه دي.

د هرات والي، سيد وحيد قیتالي، په يوه ټيوټري پيغام کې د دغو افغانانو د مړينې په تړاو، د ايران د امنيتي ځواکونو لور ته ګوته نيولې ده.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په يوې اعلاميه کې ويلي دي چې په سیاسي چارو کې د مرستيال وزير په مشرۍ يې يو پلاوی ټاکلی تر څو د دغې پيښې بشپړه څيړنه وکړي. دغه وزارت ژمنه کړې چې په دې برخه کې به «جدي» اقدامات ترسره کوي.

ايراني چارواکو په دې اړه تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښکاره کړی. د دې تر څنګ، طالبانو د ايران پر حکومت غږ کړی چې د دغې پيښې عاملانو ته سزا ورکړي او پاملرنه وکړې چې په راتلونکې کې دا ډول پيښې تکرار نه شي.

د هرات ولايتی شورا په خبره، د دغې پيښې د ډوب شوو، لادرکه شوو او قربانيانو په ګډون، ټول کسان يې د هرات ولایت اوسيدونکي ول.

په افغانستان کې د لسيزو جګړو، د بې کارۍ د لوړ ګراف او فقر له امله، هر کال په زرونو افغانان دې ته اړ کيږي چې د کار او مزدورۍ له پاره په غيرقانوني توګه د ايران خاورې ته واوړي.

د ملګرو ملتونو سازمان د يو رپوټ په حواله، حاضر دمه په ايران کې نژدې يو ميليون راجستر شوي افغانان او شاوخوا ۲ ميليونو نور چې د اوسيدو اسناد نه لري، ژوند کوي.
آژانسونه/م.ک.ص/ن.ص