1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايا روسي هېکرانو د برېښنا پر امريکايي شرکت سايبري بريد کړی؟

۱۳۹۵ دی ۱۲, یکشنبه

د امريکا د متحده ايالاتو د برېښنا د يو شرکت په کمپيوتر کي د روسي هېکرانو يو مضر پروګرام وموندل سو. د هغه راهيسي په متحده ايالاتو کي بحث رامنځ ته سوی چي ايا د امريکا زيربنايي تاسيسات له هېکرانو خوندي دي او که څنګه؟

https://p.dw.com/p/2V6sz
33. Kongress Chaos Computer Club in Hamburg
انځور: Reuters/F. Bimmer

د امريکا په متحده آيالاتو کې د انترنېټي خونديتوب کارپوهان دې ته هڅول شوي دي چې د عامې زېربنا د تاسيساتو او د دولتي کمپيوټري شبکو معاينه وکړي. دا له هغه وروسته کيږي چې د امريکا په وېرمونت آيالت کې د برېښنا د يوه شرکت په لاپټاپ کې داسې مضر سافت وېر يا پروګرام موندل شوی وو چې امريکايي چارواکي يې د روسي هېکرانو له خوا وراستول شوی بولي.

د بورلينګټن د برېښنا شرکت چې د وېرمونت آيالت يو له دوو دغه راز شرکتونو څخه دی، د جمعې په ورځ دا خبره تائيد کړې ده چې په يوه لاپټاپ کې يې د «ګريزلي سټېپ» په نوم د مضرو کمپيوټري پروګرامونو کوډ موندلی دی. دا هغه نوم دی چې د متحده آيالاتو حکومت يې د روسيې د ملکي او پوځي څارګرو ادارو له خوا سايبري فعاليتونو ته ورکړی دی.

د بورلينګټن د برېښنا د دپارتمنت وياند وويل چې فدرالي چارواکو دغه ګواښ نه يوازې د برېښنا شرکت ته متوجه او ورپورې محدود هم نه دی بللی. د متحده آيالاتو د داخلي امنيت وزارت ويلي دي چې په دې اړه هغسې معلومات په لاس کې نشته چې په دې دلالت وکړي چې د برېښنا د شرکت سيستم ته دې د انترنېټي عملياتو د لارې څوک ورداخل شوی وي.

د عامه ګټو د شبکو څارنه

د نيو يارک، رود آيلنډ، مسچوسېتس او کونېتيکټ چارواکو وويل چې هغوی به د دولتي او د عامې ګټې اخيستنې شبکې لا نژدې وڅاري څو په مشکوکو فعاليتونو کې ورپسې وګرځي.

د کونېتيکټ آيالت وياند، کريس کوليبي، وويل چې هيڅ مشکوک فعاليتونه تر سترګو شوي نه دي. په نيو يارک کې دموکرات والي، اندرېو کوومو ټولو دولتي ادارو ته امر کړی دی چې خپل کمپيوټرونه دې وګوري، خو کوم مشکوک شی پکې نه دی موندل شوی. د امريکايي چارواکو له خوا، پر يوې برېښنايي بټۍ باندې بريد همېشه ستر ګواښ بلل شوی وو.

د امريکا د ملي امنيت د اژانس مشر، مايکل روجرس لا مخکې خبرداری ورکړی وو چې دا سوال نه دی مطرح چې آيا بريد کوونکي به د امريکا د برېښنا پر سيستمونو باندې حمله وکړي که نه، بلکې دا چې کله به دا کار کيږي. د ۲۰۱۵ کال د دسمبر په ۲۳ مه يوه ډېره پياوړې سايبري حمله د يوکراين د برېښنا پر درېو سيمه يزو شرکتونو باندې تر سره شوه چې ۲۲۵ زره مشرتيان يې له برق څخه قطع او بې برخې کړل.

د رپوټ له لاري خبرداری

د بورلينګټن د برېښنا شرکت اوس وويل چې امريکايي چارواکو د پنجشنبې په ورځ د يوه رپوټ د لارې خبرداری ورکړی دی چې يو مضر ساتف وېر موندل شوی دی. دا هغه وخت و چې ولسشمر، بارک اوباما، د رياست جمهورۍ په انتخاباتو کې د شوو هېکري بريدونو په بدل کې پر روسيې باندې بنديزونه اعلان او وضع کړل.

که روسيه په دې ګرمه وبلل شي چې د متحده آيالاتو په عامه تاسيساتو کې يې کمپيوټري لاسوهنه کړې ده او دا خبره ثابته شي، نو منتخب ولسمشر، دونالد ټرمپ، به د روسانو ضد احساساتو په نرمولو کې له ستونزو سره مخامخ شي. د واشنګټن پوست ورځپاڼې تر ټولو مخکې د وېرمونت د پېښې په هکله رپوټ ورکړی وو. خو د روسيې دولتي تلويزيوني چېنل بيا ويلي دي چې دغې ورځپاڼې هيڅ داسې شواهد نه دي ورکړي چې روسيه دې پکې ښکېله وبلل شي.

بلې خوا ته بيا د امريکا د داخلي امنيت وزارت او فدرالي پوليسو، اف بي آی، په يوه رپوټ کې د حملو تخنيکي جزيات خپاره کړي دي او دغسې کړه وړه يې د يوه روان کمپاين يوه برخه ګڼلې ده چې هدف يې د امريکا د متحده آيالاتو حکومت او عام وګړي بللي دي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (20.11.2016):