1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايا د افغانستان او هند ملګرتیا، امنيت لا خرابوي؟

مسعود جهش، وصلت حسرت نظیمي۱۳۹۵ شهریور ۲۴, چهارشنبه

پلان شوې ده چې ولسمشر غني د چهارشنبې په ورځ هند ته خپل یو دوه ورځنی سفر پیل کړي. کارپوهان په دې باور دي چي د افغانستان او هند تر منځ نزدې ملګرتیا په افغانستان کي د امنيت د لا خرابېدو لامل ګرځېدلي دي.

https://p.dw.com/p/1K1fA
Eröffnung von Salma Wasserkraftwerk Afghanistan Besuch Narendra Modi
انځور: DW/A.Mutmaien

د کابل يو اوسېدونکی سراج الدين يلداش وايي: «کله چي څوک ښار ته داخل سي نو په سمدلاسه توګه د بيري او ترهي احساس کوي.» د کابل دغه اوسیدونکی زياتوي: «ښاريان حتی اوس د پوليسو له موټرو څخه بيږيږي او ځان ورڅخه ګوښه کوي ولي چي بيريږي چي ښايي ورباندي هر وخت ځانمرګی بريد وسي.»

د افغانستان په پلازمېنه کابل کي تاوتريخوالی هيڅ کله به بشپړه توګه آرامي نه وه او وروستي ځانمرګي بريدونه د ناامنیو دوام دی. خو د هغه باوجوده د کابل تيرو اوونیو له تاوتريخوالو دکو پيښو او مرګ ژوبلو خلک لا زيات اندېښمن کړي دي.

د سپتمبر په ۵مه نېټه طالب جنګياليو په کابل کي دوې چاودنې وکړې چي وروسته يې تقريبا د افغان امنيتي ځواکونو سره ۱۱ ساعته د ډزو تبادله وکړه. په دغه پېښه کي د يو لوړپوړي افغان چارواکي په شمول لږ تر لږه ۴۱ انسانان ووژل سول او تر ۱۰۰ زيات نور ژوبل سول. د هغه څخه څو اونۍ تر مخه بيا په کابل کي د امريکايي پوهنتون پر ودانۍ په بريد کي ۱۶ انسانان ووژل سول.

د هغه راهيسي چي وسله وال طالبان په ۲۰۰۱ کال په افغانستان کي له واک څخه غورځول سوي دي، دغه ډله د کابل د حکومت پر ضد وسله واله جګړه پر مخ بيايي خو بعضي کتونکي په دې باور دي چي د افغانستان او هند تر منځ د اړيکو مخ په زياتېدل د تاوتريخوالي د زياتېدو لامل سوي دي.

د هند مخ په زياتېدونکې نظامي مرسته

نوي ډهلي د طالبان د رژيم د ړنګېدو راهيسي د کابل سره نژدې اړيکي ساتلي دي. هند په دې ترڅ کي د افغانستان سره په لوړه اندازه مرستي کړي او په افغانستان کي يې مهمي د بيارغونې پروژې تمويل کړي دي.

د ملکي مرستو تر څنګ نوي ډلي د کابل سره خپلي پوځي مرستي هم زياتي کړي دي. د بېلګي په توګه هند افغانستان ته د Mi25 ډوله څلور څرخي الوتکي ورکړې چي ښايي هغه د طالبانو پر ضد جګړه کي د افغان ځواکونو وړتياوي او امکانات زيات کړي. د دې تر څنګ هند هر کال په سلهاؤ افغان عسکر په خپلو نظامي اکاډميانو کي روزي.

نور مطالب:

وسله والو طالبانو د هند له خوا د افغانستان د حکومت سره د پوځي تجهيزاتو د مرستو په تړاو په لومړي ځل غبرګون ښودلی او هغه يې غندلی دی. طالبانو دغه مرستي د جنګ ځپلي هيواد افغانستان پر وړاندي يو «ښکاره دښمني» بللي ده. د افغان وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد، د سپتمبر په څلورمه نېټه په يوه اعلاميه کي وویل: «موږ پر هند ږغ کوو چي و افغانستان ته د وژني او د بربادۍ د تجهيزاتو له لېږد څخه او د يو اختلاسګر رژيم د ژوند د اوږدولو څخه دي لاس واخلي.»

د آلمان په هايدلبېرګ پوهنتون کي د سويلي آسيا د چارو کارپوه زيګفريد او ولف د آلمان ږغ ډويچه وېله ته وويل: «د طالبانو وروستۍ اعلاميه روښانه کوي چي هغوی نه يوازي دا چي هند ته په افغانستان کي د امريکايي لېوالتياو د شريک په سترګه ګوري بلکه مخ په زياتېدونکې توګه په نظامي ډګر کي د يو ځایناستي او لومړي هدف په توګه هم.»

ولف زياته کړه: «په کابل کي د طالبانو وروستي بريدونه نه يوازي د افغان حکومت پر لور بلکه د نوي ډلي پر لور هم د يو زګنال معنی ورکوي چي ګواکي له افغانستان څخه دي دباندي پاته سي او دا چي طالبان هند ته هم د امريکايانو په څېر د يو دښمن په توګه ګوري.»

نوی ډهلي د واشنګټن ځايناستی؟

د نوي ډهلي او کابل تر منځ په داسي يو وخت کي نظامي همکاري مخ په زياتېدو ده، چي امريکا متحده ايالات له افغانستان څخه د پر شا کېدو په حال کي دي. زيات شمېر کتونکي وايي چي د امريکا متحده ايالاتو تر مخه لا په افغانستان کي خپله وظيفه و نوي ډهلي ته د سپارلو اراده کړې ده. په دې ترڅ کي د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزير جان کېري له خوا په نيويارک کي د افغانستان هند او امريکا د درې اړخيزو خبرو اترو اعلانېدل د دليل په توګه ښودل کيږي. دغه درې اړخيزه غونډه د راتلونکي مياشت له پاره پلان سوې ده.

د کېري دغه اعلان پاکستان ناخوښه کړی چي تر اوسه د افغانستان د امنيتي چارو په تړاو د امريکا د متحده ايالاتو شريک هيواد وو.

د اسلام آباد پوځي استخباراتو په دوديزه توګه د طالبانو سره نژدې اړيکي ساتلي دي چي افغان حکومت پاکستان په دې تورنوي چي ګواکي افغان طالبانو مشرتابه ته يې په خپله خاوره کي امن ځای ورکړی دی.

د افغانستان په تړاو د پاليسيو د څېړنيزو مرکز کارپوه هارون مير وايي چي په درو اړخيزو خبرو اترو کي د پاکستان نه داخلول به د کابل په وړاندي د اسلام آباد په فعاليتونو کي تغير راولي. نوموړي وايي: «دغه بريدونه د افغانستان د حکومت پر وړاندي يو ګواښ دی. پاکستان تر مخه لا کابل ته داسي اخطار ورکړی چي د دې جوګه دی چي د افغانستان پر وضعه اغېز ولري او دا چي د طالبانو په مرسته يې دا خبره اوس ثابته کړې ده.»

د هند او پاکستان ته تر منځ انتخاب

هند او پاکستان دواړو په تيرو لسيزو کي د دې هڅې او خپلمنځۍ سيالۍ کړي چي پر کابل خپل اغېز ولري. خو د کابل او نوي ډهلي د اړيکو ټينګېدو په افغانستان کي د پاکستان او هند د نيابتي جګړې ويري زياتي کړي دي. دا په داسي حال کي چي پاکستان د طالبانو يو تاريخي ملاتړی پاته سوی دی.

کارپوه ولف وايي: «د کابل او نوي ډلي تر منځ نژدې اړيکي يوازي د دوو دولتونو تر منځ د لسيزو اوږدې ملګرتیا نتيجه نه، بلکه د افغانستان په وړاندي د پاکستان د چلن يوه منطقي پايله هم دي.»

ولف زياتوي: «د پاکستان دوه مخې لوبه چي له يو اړخه د ترهګرۍ پر ضد د نړيوالي جګړې ملګري کوي او له بل اړخه د پردې تر شا د جهاديانو دولتي مرستي کوي، د پاکستان د هغو ادعاو سره په تکر کي واقع ده چي ادعا کوي چي د ټيکاو لرونکي، باامنه او ښيرازه افغانستان غوښتونکی دی.»

خو په هر صورت افغانستان په اقتصادي توګه په پاکستان پوري تړلی دی. کارپوه ولف په دې آند دی چي دواړه هيوادونه بايد په سیمه ییزه توګه همکاري او د خپلمنځيو اړيکو د نورمال کولو له پاره هلي ځلي وکړي. که دغه دوه هيوادونه د خپلو اړيکو په بهتره کولو کي ناکامه سي نو به نه يوازي د يو اقتصادي فاجعې بلکه د يو وسله وال بحران سره مخامخ سي.

د دغه پر شاتګ تر څنګ افغانان مخ په زياتېدونکې توګه په خپل هيواد کي د پاکستان او هند د ستراتيژيکو سياليو له کبله پر خپل ژوند او امنيت باندي له اغېزو څخه بيريږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل