1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايا اسراييل د ژمي تر مخه پر ايران بريد کوي؟

۱۳۹۰ آبان ۱۰, سه‌شنبه

د اسراييلو حکومت د خپل هيواد د تر ټولو ستري ورځپاڼي يديوت اهرونوت هغه بحث رد کړی، چي په دې وروستیو کښي يې، د آيا اسراييل غواړي، چي د ژمي تر مخه پر ايران بريد وکړي پيل کړی و.

https://p.dw.com/p/1334g
انځور: Jürgen Sorges / AP / DW

د دغي ورځپاڼي په حواله د اسراييلو لومړي وزير، بنيامين نتنياهو، او دفاع وزير ايهود بارک، د ايران د اټومي پروګرام پر ضد پر پوځي بريد ټينګار کوي.

ورځپاڼي د جمعې د ورځې په خپرونه کي ويلي دي، چې لومړی وزير نتنياهو او دد دفاع وزير د ايران د ګواښونو په اړه سره همنظره دي او له همدې کبله يې پر ايران د پوځي بريد پرېکړه کړې ده.

خو د اسراييلو د دفاع وزير د هغه هيواد د پوځ راډيو له خوا دغه پريکړه رد کړې ده.

« اوس دا امکان نه لري، چي په اسراييلو کې دوه کسان د يو هيواد سره د جگړې داسي پريکړه وکړي. دغه ډول پريکړه په ۲۰۰۶کال کي شونې وه.»

هغه دغه راز زياته کړې ده، چي د اسراييلو حکومت د ايران لخوا رامنځ سوی ګواښ ډير جدي نيسي:

«موږ د څو کلونو را په دې خوا وايو، چي د ايران اټومي پروګرام د سيمي او اسراييلو له پاره ګواښ دی. دا د اسراييلو او نړۍ له پاره يو ګړکېچ دی او بايد د ټولو امکاناتو په کارولو سره ددې پر ضد مبارزه وسي، او د هر امکان څخه بايد کار واخستل سي.»

ايهود باراک د هغو رپورټونو په اړه چي امريکا غواړي پر ايران بنديزونه ولگوي او پر دغه هيواد نور هم فشار ډير کړي ويلي دي، چې ديپلوماتيک فشارونه ډير ضروري دي.

د اسراييلو د دفاع وزير ويلي دي، چي اسراييل د هيڅ شي څخه بيره نه لري، خو بايد په احتياط سره پريکړي وکړي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل