1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوس هسپانيه هم د سخت اقتصادي بحران سره مخامخ ده

۱۳۸۸ بهمن ۲۷, سه‌شنبه

انگريزۍ ورځپاڼی فننشيل ټايمز د فبرورۍ د مياشتی په سر کې ليکلي وو چې، له څو اونيو راهيسی هسپانيه د اقتصادي بحران سرټکي جوړوي، يعنی دا چې تر يونان لا ډير د اقتصادي بحران سره مخامخ ده

https://p.dw.com/p/M2hn
په مادريد کښي بيکاران د کار پيداکولو دپاره ولاړ دي
په مادريد کښي بيکاران د کار پيداکولو دپاره ولاړ ديانځور: DW

يوه اونۍ وروسته د فبرورۍ د مياشتی پر 8 نېټه د هسپانيې د اقتصاد وزيرې ايلينا زلگادو پخپله له نوموړې ورځپاڼی څخه کتنه وکوله، تر څو باور لاس ته وروړي . دې وويل، چې د هسپانيې دولتي پورونه په اورپا کې تر ټولو لږ دي او هم يو ثابت اقتصادي سيستم لري . او د يورو دا هېواد د پانگی اچولو د پاره ډېر مناسب دی . لومړي وزير څپاتيرو د دې منفي خبر پړه پر اقتصادي شکمنانو ورواچوله . د ده له نظره دا کسان غواړي يورو بې ثباته کړي او هر هغه سمښتونه، د کومو له مخی چې مالي اصول او مالي بازار په گټوره توگه سره چلېدلی شي، له پښو وغورځوي .

پوښتنه دا ده، چې اصلاً په هسپانيه کې اقتصادي بحران څومره د اندېښنې وړ دی؟

په برلين کې د اقتصادي څېړنو د آلمانۍ موسسې د ودی څېړلو کارپوه ډاکتر کرستيان درېگر وايي : طبعاً چې هسپانيه له نړيوال اقتصادي بحران څخه ډيره اغېزمنه شوې وه . اول رهني او تعميراتي چاری سره وشړېدې او له هغه پس د بيکارانو د شمېر سخته ډېرېدنه .

خو سړی نه شي کولی چې د هسپانيې اقتصادي بحران له يونان سره پرتله کړي . د درېگر په اند: د بحران تر پيل پوری هسپانيې د يورو د سيمی غوښتنی بيله هر ډول مشکل څخه پوره کولې، په داسی حال کې چې د يونان او د هغه د کورنۍ بودجې په باب تل بحثونه موجود وو . دا د هغو کسانو ادعاوی هم دي، چې د هسپانيې د حکومت له سياست څخه پلوي کوي.

د انټرمني Intermoney په نامه د اقتصادي صلاح مشورو د ادارې مشر او اقتصاد پوه جوس کارلوس ديڅ له مادريد څخه خپرېدونکې ورځپاڼې El pais ته ويلي دي چې: ټول هغه هېوادونه چې مشکلات لري، گناه د يورو پر غاړه وراچوي . او د يورو په سيمه کې بيا په اصطلاح د پيڅکی پر هېوادونو. تاسی ما ته ويلی شی، چې د هسپانيې کوم اقتصادي سياسي تصميم غلط وو. هغه هېواد په بودجه کې تل مازاد درلود او په اورپا کې تر ټولو کمه پوروړې وه.

آيا پرځای شک؟

فننشيل ټايمز دا نيوکه کوي، چې لومړي وزير څپاتيرو د نړيوال اقتصادي او مالي بحران په وړاندی مناسب غبرگون نه دی ښودلی . ده کارځايونه په بېړنيو پروگرومونو سره تمثيلول، له کوم سره يې چې د اقتصادي ثبات تدبيرونه ورانول . د انگريزۍ ورځپاڼی له نظره اوس دا پوښتنه کيږي، چې آيا هسپانيه به په راتلونکي کې خپله کورنۍ بودجه تر ولکه لاندي راوستلی شي او که څنگه .

سمښتونه پکښې ناممکن دي . کرستيان درېگر دا ممکن بولي، چې د هسپانيې اقتصاد بېرته پر پښو درېدلی شي . خو رسېدنه ورته کړکېچنه ده. آلمانی اقتصاد پوه زياتوي : د مالي جوړښت پروسه ډېره اوږده وي . که چېري موږ راتلونکي کال کې پر همدې موضوع باندې بحث کوو، وبه وينو چې د هسپانيې اقتصاد يو څه ثبات موندلی . د هسپانيې موجوده هلی ځلی ډېری صادقانه او جدي دي، نو د دې ارزښت هم لري، چې جدي هدفونه په نظر کې ولري . کرستيان دېگر وړاندی څرگندوي : زما په خيال سړی د اقتصادي ودی د خوځښت په خاطر يوه بهتره بنسټ ته اړه لري . په هسپانيه کې هم همداسی ده. نو په دې منظور ښايي د کار په بازار کې د نوي نظم راوستلو اصول په کار واچول شي . درېگر باور لري، چې دا ډول تدبيرونه به اقتصادي وده له ځان سره راوړي، او خپلی دې ادعا ته پر ډول ډول څېړنو باندی اتکا ورکوي . دی ډاډ ورکوي، چې د کورنۍ بودجې د مشکل د حل په لاره کې به اقتصادي وده مرسته کوي .

روميرو کاسټيلو/ عارف وردګ

کتونکی : محمد قاسم نوري