1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوجالان: کردان دي وسلې پر مځکه کښېږدي

آژانسونه۱۳۹۳ اسفند ۱۰, یکشنبه

د «کردستان کارگر گوند» بندي مشر عبدالله اوجالان په يوه وينا کي له کردي جنگياليو څخه غوښتي دي چي وسلې پر مځکه کښېږدي او له ترکيې سره د يوې تلپاتي سولي په راوستلو کي مرسته وکړي. د ترکيې وزير د دغي وينا هرکلی کړی دئ.

https://p.dw.com/p/1EjMo
انځور: Reuters/M. Sezer

د کردستان د کارگر گوند (پ ک ک) بندي مشر عبدالله اوجالان د شنبې په ورځ په يوه بيانيه کي له کردي جنگياليو څخه غوښتي دي چي په يوه تاريخي پريکړي سره خپلي وسلې پر مځکه کښېږدي او د ترکيې له حکومت سره د ستونزو ختمولو په برخه کي يو مهم گام واخلي.

په دغه بيانيه کي چي د ترکيې پارلمان د يوه کردي استازي له خوا په يوه خبري غونډه کي ولوستل سوه، اوجالان پکښې د کردستان د کارگر گوند له مشرانو څخه غوښتي دي چي په پسرلي کي د بې وسلو کولو له پاره يوه کانگره جوړه کي او پکښې يوه «تاريخي» پريکړه وکړي.

په بيانيه کي ويل سوي دي چي د ۳۰ کلن کړکېچ د ختمېدو بهير پيل سوی او اوس بايد يوې تلپاتي سولي او ديموکراتيکو شرايطو ته زمينه برابره سي.

اوجالان په بيانيه کي د ترکيې حکومت ۱۰ ټکو ته چي په هغه جمله کي د نوي اساسي قانون مسوده هم شامله ده اشاره کړې ده. ده ويلي دي چي د نوي اساسي قانون مسوده د سولي د پايښت له پاره ضروري ده.

د ترکيې لومړي وزير احمد داوود اوغلو د عبدالله اوجالان بيانيه ستايلې ده او ويلي ئې دي: «د زورزياتي ژبه بايد نوره پرخپله لار ولاړه سي.»

عبدالله اوجالان په ۲۰۱۳م کال کي له ترکيې سره تر څو مياشتو پټو خبرو اترو وروسته د اوربند غوښتونکی سو، څو له ۱۹۸۴م کال راهيسي روان کړکېچ ختم سي. په دغه کړکېچ تر ۴۰ زرو زيات انسانان وژل سوي دي.


د کردستان د کارگرانو گوند مشر او بنسټ ايښوونکی ۶۷ کلن عبدالله اوجالان په ۱۹۹۸م کال کي د ترکيې د امنيتي ځواک له خوا ونيول سو او اوس په ايمرالی جزيره کي خپل عمري بند تيروي.