1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما په کابل کې لوی بدلون غواړی

۱۳۸۸ آبان ۱۳, چهارشنبه

په ټاکنوکي دډيرو درغليو له کيدونه وروسته نړيوالي ټولني دحل له هغي لاري سره چي په کابل کي ميندل شوي، موافقه وکړه. اوپه رسمي ډول يي په ټاکنوکي دکرزي دبرياليتوب ښه هرکلي وکړ.

https://p.dw.com/p/KOKA
کرزی او اوباما
کرزی او اوباماانځور: AP

د امريکا جمهور ريس اوباما که څه هم دټاکنو په لړ کي ډيره ګډوډي وه، د ټاکنو د لړۍ د نتيجي او د افغانستان له قانونونوسره دهغه د سمون درلودلو څخه خوشحالي څرګنده کړه.

همدغه ډول د سپيني ماڼۍ وياند رابرت ګيپس هم وويل چي کرزي پرته له کومه شکه دافغانستان مشروع جمهورريیس دي.

داهغه ديپلوماسي څرګندوني وي چي دهغو په واسطه د امريکا حکومت ښيي چي کرزي ته په راتلونکي کي هم له طالبانو او له القاعدي سره په مبارزي او د افغانستان د بيارغوني په چاروکي د متحد ملګري په سترګه ګوري.

اوپه عين وخت کي دامريکا حکومت غواړي چي کرزي له تراوسه نه په زياتره کارونو مکلف کړي. هغه داچي تريوي اندازي پوري ښه حکومت داري وکړي، اوهمدغه ډول د امريکايانو په غوښتنه درشوت اوداختلاس په ضدمرکزي کمسيون جوړکړي،چې د افغانستان ټول حکومتي مامورين دهغه په وړاندي مسوليت ولري.

اوباما له کرزي سره دمبارکۍ دويلو دتلفوني غږيدلو په ترڅ کي ويلي دي چي اوس بايد په افغانستان کي نوي فصل پرانيستل شي. په دي نوي فصل کي به په مسولانه ډول حکومتداري، د رشوت، اختلاص ، او د مخدره توکو دقاچاق په وړاندي څرګند او لاشديد اقدام اوپه ګډه سره دافغانستان دامنيتي ځواکونوګړندۍ بيا رغونه شامله وي.اوداسي بريښي چي دکرزي دکابيني لست ته هم د امريکا دمتحده ايالتونوحکومت د انتقاد په سترګه ګوري.اوګوري چي مهم وزارتونه لکه د دفاع او د ننيو چارو وزارتونه د بدل اود خپل بيا ټاکل کيدو د مزد په توګه خپلو ملګرو ته ورکوي اوکنه؟

له پوځي پلوه که دافغانستان په وړاندي د اوباما سياست ته وکتل شي له اوږدي مودي راهيسي امريکايي جنرال مک کريستل هغه هيوادته دنوروڅلويښت زره عسکرو دا ستولو غوښتنه کړيده. خوپه اوباما، نه د خپل هيواد د جمهوریت د ګوند ټينګتو،اونه د افغانستان د ټاکنو ګډوډيو کومه اغيزه درلوده. دي پدي ټينګار کوي چي پدي هکله بايده دي له امنيتي سلاکارانواود پوځ له مشرانوسره سلا مشوري وکړي .

له ټاکنو څخه دډاکتر عبدا لله په شاکيدل اوپه رسمي ډول دکرزي دبريا اعلاميدل د کارپوهانوپه نظر د امريکا لپاره دوه معني لرونکي نتيجه ده. له يوي خوا کرزي سره له هغه چي بيا هم قدرت ته رسيدلي له سياسي پلوه کمزوري شوي اوديته به چمتو وي چي له رشوت اواداري فساد سره په مبارزي اود سياسي سمښتونو د راوستلو په برخه کي د امريکا فشارونو ته غاړه کيږدي. له بلي خوا د اوباما د افغانستان ستراتيژۍ بريا پدي پوري اړوند لري چي آيا کرزي د بدلون د راوستلو اراده لري او کولاي شي چي دهغي نتيجي آمريکا ته وښيي.

د ستراتيژۍ او د نړيوالو څيړنو د مرکز د غړي کارين فون هيپل په نظر له تولوڅخه به بده دا وي چي کارونه لکه د تراوسه په شان دوام ومومي. ځکه چي په هغه صورت کي به دامريکا متحده ايالتونه ديوونامشروعه اختلاس ګرحکومت دملاتړ په توګه حيرانوي چي څه وکړي . اوپه هغه صورت کي به افغانستان ته دامريکايانودنورپوځ د استولو موضوع چي اوس پکي رړه نازړه دي بيخي له منځه لاړه شي.

رحيله اميری

کتونکی: يحيی وردک