اوباما په يوه تير دوه نښانه وويشتل
۱۳۸۸ آذر ۱۱, چهارشنبهدافغانستان دپاره پخپله نوی ستراتيژی کي اوباما داسي يوه منځنۍ لاره غوره کړی چي ښايی دټولو خوا دپاره دقناعت وړ نه وي .
ولسمشر بارک اوباما پرون دنیويارک دښار دوست پاينت په پوځي اکاډمۍ کي په یوه وينا کي هڅه کړې، چي د امریکا دمتحده ایالاتو د ولس په وړاندي په افغانستان کي دخپلي نوي پوځي ستراتيژۍ اساسي ټکي روښانه کړی.
که څه هم په روان وخت کي په افغانستان کي د امریکا دمتحده ایالاتو 68 زره پوځیان پراته دي، خو اوباما غواړي دغه هيواد ته د 30 زرو نورو عسکرو په لیږلو سره د امریکايي عسکرو شمېر څه کم سلو زرو تنو ته ورسوي.
افغانستان ته ددغه نوي عسکرو لیږل به د راتلونکي ميلادي کال څخه پيل سي او تر راتلونکي اوړي پوري به دوام وکړي. خو 18 مياشتي وروسته یعني د 2011 ميلادي کال د جولای په میاشت کي به امریکایان له افغانستان څخه دخپلو عسکرو په ايستلو پيل وکړي او د همدې نيټې څخه به د افغانستان ملي پوځ او ملي پوليس به ترهغه حده پوري پیاوړي سوي وي، چي وسي کړای په هغه سیمو کي چي له هغه ځايه بهرني ځواکونه وځي، هلته دسولي او ثبات دساتني دنده په غاړه واخلي.
خو اصلي خبره به دلته داوي، چي دغه عبوري پړاو چي بهرني ځواکونه به وځي او د هغوی ځای به افغان ملي پوځ او ملي پوليسو ته سپارل کیږي، څو موده دوام کوي.
اوباما په دې هکله څه نه وايي او دا به د وخت په شرايطو پوري اړه ولري.
په واشنګتن کي د دويچي ويلی دآلمان غږ دراډیو مبصره کريستينا برګمن د افغانستان په هکله د اوباما د نوي ستراتيژي په هکله په يوه تبصره کي لیکي چي:
ولسمشر بارک اوباما غواړي چي په اصطلا دټولو زړه لاس ته راوړي له يوې خوا افغانستان ته د زياتو عسکرو په لیږلو سره غواړي په هغه هيواد کي د ناټوځواکونو دګډ ستر قوماندان جنرال ميک کريستال خبره چي افغانستان ته يې د زياتو عسکرو د ليږلو غوښتنه کړی وه ، په اصطلا پر مځکه و نه غورځوي. پوځیان او محافظه کاران هم خپه نشي او له بله پلوه داچي اوباما وايي سر د 2011 ميلادي کال دجولای له مياشتي څخه به له افغانستان نه د امريکايي عسکرو وتل پيل کیږي، غواړي هغه کسان خوشاله کړي، چي د هر ډول جګړي سره مخالف دي که دغه جګړه په افغانستان کي وي، يا په عراق يا په کوم بل ځای کي.
Bergmann, Christina/ ضياالحق فضلي
کتونکی. زيارمل