1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: په عراق کي به جنگ اوږد وي

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ مرداد ۱۹, یکشنبه

د امريکا متحده ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما خپل وگړي په عراق کي د افراطيانو پرضد اوږده جنگ ته تياروي. هوايي ځواک نه يوازي بمبارۍ کوي، بلکي پناه غوښتونکو ته امدادي مرستي هم رسوي.

https://p.dw.com/p/1Cs1l
انځور: Getty Images

د امریکا متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما په واشنگټن کي ويلي دي: «زه فکر نه کوم چي موږ دي وکولای سو دغه ستونزه په څو اونيو کي حل کړو.» تر دغه نظر لږ وروسته د امریکايي هوايي ځواک د عراق په شمال کي پر ياغي افراطي وسله والي ډلي «اسلامي دولت» باندي خپلو بريدونو ته دوام ورکړ.

د امريکا متحده ايالاتو د فلوريدا ايالت په تمپا کي د قومندې د مرکز مشر وايي چي په دغو عملياتو سره يې په عراق کي د يزيديانو دفاع کړې ده.

عراقي يزيديان د اسلامي دولت ډلي له بيري د سنجار غرونو ته تښتېدلي دي.

مرستي د هوا له لاري

د امریکا پوځي الوتکو د عراق په شمال کي يزيدي لږکيو ته د هوا له لاري په کانتينرونو کي ۱۴۵۰۰ ليټره اوبه او تر ۱۶۰۰۰ ډېري داسي کڅوړي چي تيار خواړه پکښې وي ور غورځولي دي. دغه C-17 او C-130 ډوله بار وړونکي الوتکي د جنگي جټ الوتکو له خوا بدرگه کېدلې.

فرانسې او بريتانيا هم تياري ښوولې ده چي په عراق کي هغو انسانانو ته خوراکي مرستي ورسوي چي د اسلامي دولت وسله والي ډلي له بيري تښتېدلي دي.

په لسونو زره يزيديان د سنجار صحرا و غرونو ته ځکه تښتېدلي دي چي افراطي وسله والو ورته گواښ گړی وو چي که اسلام قبول نه کړي نو به يې ووژني.

د سنجار په صحرا کي يزيديان د تښتي په حال کي
د سنجار په صحرا کي يزيديان د تښتي په حال کيانځور: picture alliance/AA

ستونزه المالکي جوړه کړې

اوباما ډاډ وښود چي د عراق حکومت او کردي ځواک به په عراق کي خپل پوځي ملاتړ ته دوام ورکړي. هغه په عينی حال کي ټينگار وکړ چي عراق بايد يو نوی حکومت جوړ کړي. نن يکشنبه د عراق پارلمان یو وار بيا د يوه نوي لومړي وزير د ټاکلو توصيه کوي.

لومړی وزير نوري المالکي د يوې بلي دورې لومړي وزارت په تلاښ کي دی. خو څارونکي د هغه استبدادي سياست او له سنيانو سره يې چلن د عراق اساسي ستونزه گڼي.

په عراق کي روان وضعيت په آلمان کي هم د سياستوالو ترمنځ بحثونه تاوده کړي دي. د آلمان پارلمان د بهرنيو چارو کمېټې رئيس نوربرت روتگين په خبره آلمان او اروپايي ټولنه بايد «په هغه برخه کي فعال و اوسي چي افراطي وسله واله ډله اسلامي دولت په عراق او سيمه کي له سياسي ملاتړ څخه بې برخي سي.» روتگين د خپل گونډي ملگري کارل جورج ويلمن، هغه وړانديز رد کړ چي گويا له کردانو سره دي د وسلو مرسته وسي.