1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما په افغانستان کې د ځواکونو صلاحيتونه ډېر کړل

آژانسونه/ س.ر۱۳۹۵ خرداد ۲۱, جمعه

د امریکا ولسمشر بارک اوباما هغه وړاندیز تصویب کړی چې له مخې یې امریکایي ځواکونو ته لا ډیر صلاحیت ورکوي چې افغان ځواکونه د جگړې په ډگر کې بدرگه کړي، په ځانگړې توگه د هوايي ملاتړ په برخه کې.

https://p.dw.com/p/1J47T
په افغانستان کي امریکايي ځواکونه
انځور: Getty Images/AFP/A. Berry

د امريکا د دفاع وزارت لوی چارواکي چې د نوم د نه ښوولو په شرط یې له رویترز خبري آژانس سره خبري کړي دا هم ویلي دي چې دغه پریکړه به د امریکایي هوایي ځواک استعمال ته ډیره اجازه ورکړي، په ځانگړې توگه نزدې هوایي ملاتړ ته. خو دغه چارواکي په عین وخت کې خبرداری ورکړی دی چې دغه امر په کلي ډول د طالبانو تر هدف لاندي نیول نه دي.

د افغانستان په جگړه کې د امریکا د ملاتړ د بیا تعریفولو پریکړه له هغه وروسته کیږي، چې نژدې یو کال د مخه په دغه هیواد کې د نړیوالو ځواکونو جنگي ماموریت پای ته ورسید او په ټول هیواد کي د امنیت مسئولیت افغان ځواکونو ته وسپارل شو.

تیره اوونۍ د متقاعد شوو جنرالانو او جگپوړو دیپلوماتانو یوه گروپ له اوباما څخه غوښتي ول چې په افغانستان کې د ځواکونو د راکمولو له پلان څخه تیر شي. هغوی خبرداری ورکړی وو چې ښایي دغه پریکړه د افغان طالبانو پر وړاندي جگړه تر پوښتني لاندي راولي.

رویترز آژانس د امريکا د دفاع وزارت د چارواکو له قوله په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د نوي پالیسۍ له مخې به په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جان نیکولسن، پریکړه وکولای شي چې کوم وخت د امریکايي ځواکونو له پاره د جگړې په ډگر کې د افغان ځواکونو ملتیا مناسبه ده. دا هغه څه دي چې تر اوسه به یوازي افغان ځانگړو قطعاتو کاوه.

دغه چارواکي زیاته کړې ده چې له پراخ شوو صلاحیتونه څخه به کار اخیستل په دې معنی وي چې په انتخاب شوو مواردو کې د جگړې په ډگر کې ستراتیژیک اغیز ولري.

دا په دې معنی چې له امریکایي ځواکونو څخه د دې تمه و نه شي چې له افغان ځواکونو سره د هرې ورځې په ماموریت کې ملتیا کوي. دغه چارواکي زیاته کړې ده چې افغان حکومت له دغه نوي انعطاف پذیرۍ څخه په بشپړه توگه ملاتړ کړی دی او په وینا یې له افغانانو سره به د هغوی د هیواد له پاره په دې حساسه شېبه کې مرسته وکړي.

د افغان پوځي په عملیاتو کي مرسته

دغه پریکړه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د بوختیا د اوسني نقش پای دی چې پر امريکایي ځواکونو باندې د یاغیانو د په نخښه کولو کې محدویتونه وضع کوي.

د بیلگې په توگه پخوا امریکایي ځواکونو ته اجازه وه چې په یوه ډیر سخته شیبه کې د طالبانو پر ضد اقدام وکړي.

د رویترز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې طالبان له ۲۰۰۱م کال وروسته اوس تر هر وخت زیاتي سیمي تر کنترول لاندې لري یا پرې سیالي کوي.

دغه خبري آژانس په خپل رپوټ کې کاږي چې د اوباما له لوري نوي صلاحیتونه چې امریکایي ځواکونو ته یې ورکړي دي، ښایي د افغان امنیتي ځواکونو نیمگړتیاوو ته د ځواب ویلو په برخه کې مرسته وکړي.