1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: پاکستان باید د حقاني د ډلي ستونزه له منځه یوسي

۱۳۹۰ مهر ۹, شنبه

د متحده ایالاتو ولسمشر، بارک اوباما، د جمعې په ورځ ویلي دي چې پاکستان باید د حقانې د شبکي ستونزه له منځه یوسي. اوباما دا خبره هم کړي چې هیواد به یې پر پاکستان خپل فشارونه جاري وستاتي

https://p.dw.com/p/12kEN
د متحده ایالاتو ولسمشر
د متحده ایالاتو ولسمشرانځور: dapd

که څه هم بارک اوباما د مایک مولن د هغې ادعا چې د پاکستان استخباراتې اداره د حقاني له ډلې سره اړیکي لری پخلی و نه کړ خو هغه وویل چې د متحده ایالات استخبارات د ISI او د حقانِِي د ډلې د اړیکو په اړه مطمین نه دي.

ولسمشر اوباما چې د «مایکل سمرکونیش» په راډیویې خپرونې کې یې خبري کولي وویل چې مایک مولن غوښتل دا خبره وکړي چې په پاکستان کې د حقاني د شبکي او نورو تروریستي ګروپونو پټڼځایونه شته. هغه زیاته کړه:

«زه فکر کوم چې زمونږ استخباراتي معلومات په هغه حد کې نه دي چې مونږ په دقیقه توګه د ISI او د حقاني د شبکي د اړیکو په اړه کوم حکم وکړو. که د دغو دواړو سازمانونو تر منځ مستقیمې اړیکي وي او یا هم داسی وي چې دغي ډلي ته د پاکستان او افغانستان په سرحدي برخو کې په آزادۍ سره د عملیاتو د تر سره کولو اجازه ورکول کیږي او یا هر بل ډول روابط، پاکستان باید دغه ستونزه له منځه یوسي.»

تیره اونۍ مایک مولن پاکستان افغانستان کې د ناامنیو پر په لاره اچولو تورن کړ او ویویل چې د حقانې شبکه د پاکستان د استخباراتي اداری د لاس اله ده.

د مولن خبرو د پاکستان او متحده ایالاتو تر منځ اړیکې لا پسي ترنګړي کړي، آن دا چې پاکستانې چاواکو وویل چې دوې به پاکستان کې د یاغیانو په وړاندي خپل عملیات ډیر نه کړي او په دغه هیواد کې د امریکا هر ډول پوځی مداخلې ته به پوځي ځواب وکړي.

اوباما په خپلې مرکي کې دا خبره هم منلي ده چې د پاکستان او امریکا اړیکي هغه شان چې باید وي نه دي، خو هغه د اسلام آباد او واشنتن تر منځ د تروریزم په وړاندي جګړي کې د ښی همکارۍ یادونه کړي ده. اوباما ویلي:

«مونږ به پر پاکستان خپل فشارونه جاري وساتو ترڅو هغو په دي خبري پوه کړو چې دا چې ترورستان د هغوي په هیواد کې فعالیت و نه کړي دا نه یوازی زمونږ بلکه د هغو په ګټه هم دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د سپیني ماڼۍ لخوا د امریکا ګانګریس ته د افغانستان او پاکستان په اړه په ورستي وړاندي شوي رپورټ کې راغلي چې د افغانستان سره په سرحدي سیمو کې د یاغیانو پر ضد د پاکستان پوځی عملیات لا پسی خراب شوي دي.

په رپورت کې راغلې چې د پاکستان او امریکا اړیکې په دغه هیواد کې د اسامه له وژل کیدو وروسته ډیرې ترینګړي شوی دي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: احمد ولي اڅکزی