اوباما: پاکستان بايد د تروريز په اړه زموږ انديښنې درک کړي
۱۳۹۱ فروردین ۸, سهشنبهد پاکستان او امریکا مشرانو په جنوبي کوریا کې د اټومي انرژۍ د نړیوالي غونډي په حاشیه کې سره ولیدل. د پاکستان او امریکا اړیکي له هغه وروسته ډیري خرابي شوې چي د ناټو یوې الوتکي د پاکستان په سرحدي سیمه کې ۲۴ پاکستاني سرتیري ووژل.
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما ویلي دي چې پاکستان او امریکا باید له یو بل سره تفاهم ولري. هغه زیاته کړې ده چې پاکستان باید د ترورزم په اړه د امریکا اندیښني درک کړي.
د امریکا ولسمشر دا خبره منلې ده چې د پاکستان او امریکا تر منځ اړیکې ترینگلې شوې دي. هغه زیاته کړې ده: «زه فکر کوم چې رښتیا بايد ووایو چې په دې وروستیو میاشتو کي زموږ اړیکې ترینگلې شوي وې.»
د اوباما په خبره دا ډیره مهمه ده چې د پاکستان او امریکا تر منځ خبري ریښتني او پر حقیقتونو ولاړي وي.
د پاکستان او امریکا په اړیکو کې خړوالی هغه مهال ډير شو چي اسلام آباد ته نزدې د القاعدي مشر ووژل شو. تر دې پيښي وروسته امریکا پر پاکستان نیوکي وکړې چي په دغه هیواد کې ځیني ډلي د یاغیانو ملاتړ کوي.
د امریکا د هغه وخت لوی درستیز خو ان د پاکستان پر استخباراتي ادارې تور ولګاوه چې د یاغیانو په وسیله ئې په افغانستان کي د امریکا پر وړاندي یوه پټه جگړه پيل کړې ده.
یوه امریکایي چارواکي ویلي دي چې پاکستاني او امریکايي مشرانو د ترهگري پر وړاندي جگړه کې د پاکستان او امریکا د گډي همکارۍ پر سر خبرې کړي دي.
وروسته له هغه چي د ناټو په یوه برید کې ۲۴ پاکستاني سرتیري ووژل شول، پاکستان د ناټو پر اکمالاتي کتارونو باندي خپله پوله وتړله.
اوس د پاکستان پارلمان ویلي دي چې ناټو باید د هغه پېښي په اړه بخښنه وغواړي چې په ترڅ کې پاکستاني سرتیري وژل شوي دي چي دغه هیواد د خپلي د پولي پرانیستلو په اړه فکر وکړي.
آژانسونه: مسعود جهش
کتونکی: نجیب زیارمل