1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: هولبروک د بهرني سياست ستر شخصيت و

۱۳۸۹ آذر ۲۳, سه‌شنبه

د امريکي د متحده ايالتونو ستر ډيپلوماټ او د افغانستان او پاکستان لپاره د اوباما ځانګړي استازي رچررډ هولبروک د ورپيښي ناروغي له امله مړ شو.

https://p.dw.com/p/QYcA
د امريکا ولسمشر بارک اوباما
د امريکا ولسمشر بارک اوباماانځور: AP

د امريکي د متحده ايالتونو ستر ډيپلوماټ او د افغانستان او پاکستان لپاره د اوباما ځانګړي استازي رچررډ هولبروک د ورپيښي ناروغي له امله مړ شو.

اوباما دده د مړيني وروسته وويل هولبروک په رښتيني توګه يو ځانګړی شخصيت وو چي د خپلي نه ستړي کيدونکي ډيپلوماسۍ، د خپل وطن او خلکو سره د ميني له امله به هيڅ کله هير نه سي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيري هيلري کلنټن وويل چي 69 کلن ريچارد هولبروک په واشنګټن کي د دوشنبې په ماښام د زړه د يوه عمليات وروسته د دي دنيا څخه سترګي پټي کړې.

د امريکي د متحده ايالتونو ولس مشر بارک اوباما د هولبروک په اړه وويل چي دی د امريکا د بهرني سياست يو سترشخصيت وو چي د هلو ځلو له امله يې په نړۍ کي په مليونونو خلک ژغورل سوي او وضعه يي ښه سوې ده.

هيلري کلنټن د هولبروک د مړيني وروسته په خپله احساساتي وينا کي وويل چي امريکا نن ماښام خپل يوه ژمن ساتونکی او يو رښتوني خدمت ګار د لاسه ورکړ.

هغې هولبروک ته د يوه دوست او د يوه همکار خطاب وکړ او وويل چي دي داسي يو شخصيت و چي ديکتاتوران يي ماتولای سوای او خپله يي په سختو شرايطو کي هم د امريکا او نړۍ د گټو دپاره يې د کاره څخه سترګي نه پټولې.

هولبروک چي امريکا ته يي کابو50 کاله په بيلا بيلو لوړو چوکيو کي کار کړی د جمعې په سهار د هغي وروسته چي روغتيايي حالت يي خراب سو روغتون ته يو وړل سو.

هولبروک چي د 1941 ميلادي کال د اپريل په 21 نيټه په نيويارک کي زيږيدلي وو، په 90 لسيزه کي يې د امريکا د ځانګړي استازي په توګه په نړۍ واله کچه شهرت تر لاسه کړ.

دي د نومبر 1995 ميلادي کال د ډيټون د تړون چي له امله د بوسنيا جنګ ته د پای ټکی کيښودل سو، اصلي طرحه کونکو وو.

ګمان کيدی چي دغه تکړه ډيپلوماټ ته به، په امريکا کي د 2008 ميلادي کال د انتخاباتو وروسته د بهرنيو چارو د وزير دنده وسپارل سي.

اوباما په ټاکنو کي د برياليتوب وروسته هيلري کلنټن ته دا چوکۍ ورکړه او دغه خواريکښ ډيپلومات يي چي ډير په ځان غره و، د خپل ځانګړي استازي دنده ورکړه.

تر هغه وروسته هولبروک ته دا سخته او ستونزمنه دنده وسپارله سوه چي د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ګډکار او د طالبانو پر ضد د شريکي جګړې د کولو لپاره هلي ځلي وکړي.

ده په دي وروستيو کي افغانستان او پاکستان ته بې شميره سفرونه وکړل.

د ريچارد هولبروک په مړينه د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم خپل خفګان ښکاره کړی. نن د ولش مشرۍ د دفتر په يوه وينا کي راغلي چي دده مړينه د امريکي د وګړو لپاره يوه لويه ضايعه ده.

حامد کرزي په دي ترڅ کي ويلي دي چي نوموړی د امريکا د سياست يوه باتجربه او تکړه ډيپلومات وو او د امريکا د وګړو خدمت يي په ښه شان سره وکړ.

هولبروک چي د يوه «باتجربه ډيپلومات» او د خبرو د سخت طرز له امله ورته « د بيلدو زر» نوم ورکړل سوی و، په داسي وخت کي ومړ چي امريکا د دي چمتو والي نيسي چي د افغانستان لپاره د خپلي تګ لاري په اړه د څېړنو پاي اعلان کړي.

آژانسونه/ بريښنا صابر

کتونکی: نجيب الله زيامل