1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما سوریې ته د کیمیاوي وسلو د کارولو له امله خبرداری ورکړی دئ

۱۳۹۱ مرداد ۳, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/15dqk

د سوریې له خوا د لومړي ځل له پاره د کیمیاوي وسلو د لرلو تائیدول د لویدیځو هیوادونو سخت غبرگونونه راپارولي دي. تیره ورځ د سوریې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند خبرداری ورکړی وو چې پر سوریې د کوم بهرني هیواد د یرغل په نتیجه کې به له کیمیاوي وسلو څخه کار واخلي. خو دا خبره ئې هم وکړه چې د خپل ولس پر ضد به دغه وسلې و نه کارول شي.

د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما په خپل غبرگون کې ویلي دي چې د اسد د رژیم له لوري د کیمیاوي وسلو کارول به یوه لویه تیروتنه وي. د ملگرو ملتونو عمومي منشي بانکي هم د کیمیاوي وسلو د کارولو په اړه خبرداری ورکړی دئ. دغه خبرادری په داسې وخت کې ورکول کیږي چې دولتي ځواکونو په دمشق کې د یو شمیر سیمو د بیرته ولکه کولو ادعا کړې ده. په عین وخت کې لا هم د الیپو په ښار کې د دولتي ځواکونو او یاغیانو تر منځ د سختو جگړو په اړه رپوټونه ورکړل شوي دي.