1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د CIA د ربړولو میتود اشتباه وگاڼه

عبدلباري حکيم / آژانسونه۱۳۹۳ مرداد ۱۱, شنبه

جارج بوش د CIA « د تحقیق او استنطاق له پراخ کړای شوو میتودونو» په پلویتوب خبرې کولې، خو اوسنی ولسشمر بارک اوباما اوس د CIA دا عمل اشتباه گڼي. په عین وخت کې هغه د دغه استخباراتي سازمان کار کونکي ترمحافظت لاندي نیولي.

https://p.dw.com/p/1CnsA
انځور: Reuters

« مخکې له دې چی زه ماموریت ته ورسیږم، ما ښکاره وویل چي مونږ د سپتمبر د ۱۱ د پیښې څخه وروسته ځیني کارونه وکړل چې غلط ول. مونږ البته ډیر کارونه نور وکړل چې صحیح ول، خو مونږ ځیني خلک وربړول.»

دا خبره د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د خپل هیواد د استخباراتي سازمان CIA هغو میتودونو په هکله وکړه چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یولسمې نیټې له بریدونو څخه وروسته د امریکا په دننه او بهر کې مشکوک ترهگر د هغو له مخې ربړول شوي دي. اوباما په څرگندو الفاظو سره دا عمل یو اشتباه وگاڼه: «مونږ ځیني خلک وربړول. مونږ ځیني اعمال تر سره کړل چې زمونږ له ارزښتونو سره نه جوړيږي.»

په عین وخت کې اوباما اعتراف وکړ چې په واشنگتن او نیویارک باندې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یولسمې نیټې له بریدونو څخه وروسته د متحده ایالاتو امنیتي چارواکي وارخطا ول:« او فشار لاندې» يې عمل کړی دی. اوباما وویل: « مهمه» دا ده چې سړی باید رښتیا ووایي او په دې اړه « تیر ایستل» په کار نه دي. ولسمشر زياته کړه : «څوک نه پوهیدل چی آیا نورې حملې هم په مخکې دي که نه.» د اوباما په نظر د متحده ایالاتو د استخباراتو ډیرو استازو په هغه وخت کې « زیات زیار» وایست او هغوی « واقعي وطن پالونکي دي.» خو د CIA د ربړولو پر میتودونو باندې له نیوکو سره سره داسې ښکاري چې اوباما په خپلو یادونو کې هغه جمله بندي استعمال کړې چی نه غواړي د دې اعمالو له مسوولینو څخه دي کوم یوه ته سزا ورکړي.

اوباما د ربړونې پرورگرام په ۲۰۰۹ کال کې پای ته ورساوه


پرمتحده ایالاتو باندی د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یولسمې نیټې له بریدونو څخه وروسته پخواني ولسمشر جارج دبیلو بوش په ټوله نړۍ کې چیرته چې CIA زندانونه او توقیفونه درلودل یو ډول سیستم جوړ کړ چې د هغه بر بنسټ د القاعدې د ترهگرې شبکې مشکوک پلویان تر تحقیق لاندی نیول کیدل. مشکوک کسان د قضايي فیصلو څخه پرته نیول کیدل او له امریکا متحده ایالاتو څخه بهر په پټو ځایونو کې د وحشیانه میتودونو له مخې ترې تحقیق کیده.

کله چې په ۲۰۰۹ کال کې اوباما ولسشمر شوو د CIA دغه پروگرام ته ېې د پای ټکی کیښود. د متحده ایالاتو د سنا د مجلس استخباراتي جرگه گې په دې اړه په یوې پلتنې لاس پورې کړ او د ۲۰۱۲ کال په دسمبر کې یی یو ۶۳۰۰ پاڼې لرونکې رپوټ ترلاسه کړ. له دې رپوټ سره سنا او CIA د محکمې په وړاندی دریږي. دغه محرم رپوټ د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۹ کلونو تر منځ کارول شوي میتودونه چی د متحده ایالاتو د هغه وخت د عدلیی وزارت له خوا هم منظور شوې ول، غندلي دي او داسی ښکاري چې هغه ېې « ډیر زیات وحشیانه» گڼلي دي.

اوباما د CIA له رئیس څخه ملاتړ کوي

د اوباما د وینا له مخې حکومت ښایی د دغه رپوټ ځینې برخی خپرې کړي. پر دغه اقدام څو کاله شخړه روانه وه. له دی سره اوباما اوس هیله څرگندوي چی د امریکا متحده ایالاتو د تاریخ یوه ډیره ستونزمن فصل وتړل شی. هغه وویل: « کله چې مونږ د تحقیق او استنطاق له دغه ډیر سخت میتود یا تخنیک څخه کار اخیستی دې چې زما او د هر رښتیني انسان په نظر ربړول گڼل کیږي، نو مونږ باید ووایو چی له خپل حد څخه مو پښه اړولی ده.»

د متحده ایالاتو ولسمشر زیاته کړه. « په دی خبره باید سړی پوه وي او دا ومني. امریکا متحده ایالات باید د دی عمل مسوولیت په غاړه واخلي ترڅو داسی کار په راتلونکې بیا تکرار نه شي.»


پر دغی موضوع باندی د سنا د مجلس له دې تحقیقی رپوټ سره د CIA یو بله افتضاح هم بربڼده شوه. څرنگه چې مسوولو چارواکو څه موده مخکې په دی هکله بښنه وغوښتله چې د سنا د مجلس د هغو استازو کمپیوترونه یی په پټه توگه پلټلي دي چې د نوموړي رپوټ په چمتو کولو لگیا ول. د CIA رئیس جان برینن په شخصي توگه دغه بښنې وغوښتله، که څه هم نوموړی په هغه وخت کې CIA رئیس نه ؤ. اوباما هم په خپل وار سره د هغه ملا وتړله. «زه په جان برینن باندی پوره باور لرم.»