1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د ګيلاني او سينګ سره وکتل

۱۳۸۹ فروردین ۲۳, دوشنبه

د امريکا د متحده ايالاتو مشر، په واشنگټن کي د پوځي او ملکي اټومي وسلو او توکو د امنيت او نه خپرېدنې، د نړيوال سرمشريز کنفرانس د پيل نه مخکي، د دوو اټم لرونکو هيوادونو پاکستان او هندوستان د حکومت له مشرانو سره وکتل...

https://p.dw.com/p/MtmK
د امريکا جهورريس بارک اوباما
د امريکا جهورريس بارک اوباماانځور: AP

گيلاني او سينگ په واشنگټن کي د دې 47 هېوادونو په غونډه کي له خپلو هېوادونو څخه استازيتوب کوي. د دې دوه ورځنۍ جرگې، چي دوشنبه او سه شنبه به روانه وي، اصلي موضوع، له ترهگرانو څخه د زروي وسلو ساتنه او امنيت ده.

هند او پاکستان په 1990 لسيزه کي نړيوال په خپلو اټومي پرمختگونو او آز مايښتونو سره هک حيران کړل، او دا وېره يې راپيدا کړه، داسي نه چي اټومي وسلې ناگاره لاسونو ته ولوېږي.

د بيلگي په توگه، پاکستاني اټم پوه عبدالقادر خان د تور بازار يوه لړۍ منځ ته راوړه، تر څو اټومي تخنيک او هم د يورانيمو د چڼولو او غني کولو بټۍ او داسي نور لازم اټومي تجهيزات پر ليبيا، شمالي کوريا او ايران غوندي ملکونو باندي وپلوري.

د نيويارک ټايمز له قوله، پاکستان غواړي چي په نړۍ کي د نوو زروي توکو د جوړېو د مخنيوي په هکله د غونډې بحث په ټپه ودروي او اوباما ورسره په کتنه کي، له موقع نه په گټه اخيستلو سره په دې باب خپله اندېښنه ورته په ډاگه کړه.

د پاکستان لومړی وزير يوسف رضا ګيلاني او د هند لومړی وزير من موهن سينګ
د پاکستان لومړی وزير يوسف رضا ګيلاني او د هند لومړی وزير من موهن سينګانځور: AP

ټايمز دا هم ويلي، چي امريکايي استخبارات باور لري، پاکستان پر يوه نوي زروي رياکتور باندي کار کوي، کوم به چي د زروي وسلو په اصطلاح دوهم نسل ته د سون توکي برابروي - له دې ډول دريو دستگاوو څخه يوه پلان شوې ده.

اوباما دا هم څرگنده کړې، چي پر پاکستان باندي باور لري، چي خپلي اټومي وسلې خوندي ساتي او امريکا هم د پاکستان د ننه د اټومي امنيت د پاره پيسې ورکړي دي. ټايمز د اوباما له خولې څخه د هغو اټومي توکو سره اندېښنه ياده کړې، چي په آزادو لاسونو کي پراته دي.

د هند او پاکستان زروي مسابقو له ډېر وخت راپديخو د اټومي وسلو د نه خپرېدو پلويان په شک کي اچولي دي. له هغه وخت راهيسي، چي اولسمشر جارج بوش هند ته د اټومي تخنيک او د سون توکو بنديز ليري کړ، پاکستان دا ږغ پورته کړی چي، هغه روغه جوړه هند ته اجازه ورکوي، چي له زړو رياکتورونو څخه کار واخلي او د اټومي وسلو يو نوی نسل منځ ته راولي.

د پاکستان او هندوستان وسله واله مسابقه د دې دوه ورځني کنفرانس په موضوعگانو کي نه ده شامله، خو کيدای سي، د مۍ په مياشت کي په نيويارک کي جوړېدونکي، د زروي وسلو د نه پراخېدو د تړون NPT په غونډه کي تر بحث لاندي ونيول سي. يادشوی تړون نه پاکستان لاسليک کړی او نه هم هندوستان.

د پاکستان سره په سرحد کي امريکايي عسکر د ګزمې پر مهال
د پاکستان سره په سرحد کي امريکايي عسکر د ګزمې پر مهالانځور: AP

د سپيني ماڼۍ د څرگندونو له مخه، گيلاني اوباما ته ويلي دي، چي د امريکا او پاکستان له اړيکو څخه ښه ملاتړ کيږي. اوباما هم له گيلاني څخه له دې خاطره مننه کړې، چي د اپريل په پنځمه ورځ، کله چي په پيښور کي د امريکا پرقنسلګرۍ باندي حمله وسوه او6 تنه پلي ووژل سول، پاکستاني امنيتي ځواکونو ډېر ژر غبرگون وښود.

سينگ او اوباما د زروي امنيت پر يو لړ موضوعگانو باندي سره ږغېدلي دي. سنگ واشنگټن ته له روانيدو مخکي، د خپل هېواد له دې لېوالتيا څخه خبره وکوله، چي غواړي نړۍ له اټومي وسلو څخه بيخي پاکه سي.

اوباما د يکشنبې په ورځ د قزاکستان له مشر نورسلطان نظربايوف، جنوبي افريکا له مشر يعقوب زومبا او د نايجريا له عامل مشر گوډ لک جنتان Goodluck Jonathan سره هم وليدل.

د هند لومړی وزير سنگ به په واشنگټن کي د فرانسې له مشر نيکولاس سرکوزي، د کاناډا له لومړي وزير شتيفان هارپر او نور مشرانو سره هم ليدنه کتنه کوي. له واشنگټن نه څخه به ځي برازيل ته تر څو په دوو نورو غونډو IBSA او BRIC کي هم برخه واخلي.

Agenturen/ محمد عارف وردګ

کتونکی. زيارمل