1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د ولسمشر په توګه په وروستي ځل آلمان ته راځي

۱۳۹۵ اردیبهشت ۵, یکشنبه

د متحدو آيالاتو ولسمشر بارک اوباما به دوې ورځې په هانوور کې مېلمه وي. دی به له مېرکل سره وويني، د هانوور نندارتون به پرانيزي او په يوه وړه سرمشريزه کې به ګډون وکړي.

https://p.dw.com/p/1Ibbb
انځور: picture alliance/dpa/H. Mckay

د امريکا متحدو آيالاتو ولسمشر بارک اوباما په پنځم وار جرمني ته راځي. د غرمې په موده کې به دی له لندن څخه هانوور ته سفر وکړي. دا به ښايي وروستی ځل وي چې اوباما د ولسمشر په توګه له آلمان څخه ليدنه کوي.

په نومبر کې تر کېدونکو ولسمشريزو انتخاباتو وروسته به دی په جنوري مياشت کې له خپلې دندې څخه په شا شي. دوې ورځې به اوباما اوس د آلمان د نيدرزاکسن آيالت په مرکز يعنې هانوور کې تېرې کړي. لومړی به د متحدو آيالاتو د ولسمشر هر کلی د آلمان د صدراعظمې انګلا مېرکل له خوا په پوځي مراسمو سره وشي.

د هېرن هاوزن په ماڼۍ کې بيا سياسي خبرې اترې تر سره کيږي. په اجنډا کې به د دوو اړخيزو اړيکو تر څنګ د نړيوال سياست اصلي موضوعګانې هم شاملې وي: په سوريه او ليبيا کې کړکېچونه او ورسره تړلی د تروريزم ګواښ، د کډوالو بحران، د اوکراين لانجه، د اروپا راتلونکی او په تېره بيا د برېکسيت خطر يعنې دا چې لويه بريتانيا کېدای شي له اروپايي ټولنې څخه ووځي. په لندن کې اوباما بريتانويانو ته له برېکسيت څخه خبرداری ورکړی وو. په جون مياشت کې به په لويه بريتانيا کې په دې اړه ولسپوښتنه تر سره شي.

د ټيټيپ تړون څخه ملاتړ

تر ټولو مهمه موضوع به ښايي د آزادې سوداګرۍ په برخه کې د ټيټيپ تړون وي. داسې انګېرل کيږي چې اوباما به آلمان ته د سفر پر مهال د آلمان ولس د ټيټيپ منلو ته وهڅوي. اوسمهال د امريکا متحده آيالات او اروپايي ټولنه د دغه تړون په سر خبرې اترې کوي.

خو په تېره په آلمان کې ټيټيپ يوه ناندريزه موضوع ده. د شنبې په ورځ په هانوور کې په لسګونو زرو انسانانو د دغه تړون پر ضد مظاهره کړې وه. مېرکل او اوباما له وړاندې د تړون په پلويتوب خبرې کړې وې، چې د دوی په خبره د اتلانتيک يا اطلس سمندر دواړو غاړو ته يې په مرسته کارځايونه رامنځ ته کيږي. انتقاد کوونکي بيا استدلال کوي چې د متحدو آيالاتو د معيارونو راوستل د اروپا د معيارونو تر پښو لاندې کول دي. د ماښام له خوا به اوباما او مېرکل د هانوور نندارتون پرانيزي.

د امريکا متحده آيالات د سږ کال د صنعتي نندارتون مېلمه هېواد دی. دا لومړی ځل دی چې د متحدو آيالاتو يو ولسمشر د نړۍ د تر ټولو صنعتي نندارتون پرانيستنه تر سره کوي. ورپسې بيا د دواړو هېوادونو د اقتصاد له وتلو استازو سره د ماښام ډوډۍ په نظر کې نيول شوې ده.

له کامرون، اولاند او رېنزي سره وړه سرمشريزه

د دوشنبې په ورځ بيا مېرکل او اوباما غواړي چې د نندارتون اصلي پرانيستنه تر سره کړي. هغوی به په نندارتون کې وګرځي او ځينې غرفې به هغوی خپله پرانيزي. له دې وروسته به ولسمشر اوباما د نندارتون په ساحه کې وينا واوروي چې کېدای شي د بهرني سياست مهمې موضوعګانې پکې يادې کړي.

د غرمې وروسته مېرکل يوې وړې سرمشريزې ته بلنه ورکړې ده چې د لويې بريتانيې لومړی وزير، ډيويډ کامرون، د فرانسې ولسمشر، فرانسوا اولاند او د ايټاليې لومړی وزير، ماتېو رېنزي، به هم پکې ګډون وکړي. په دغه سرمشريزه کې به هم ښايي د نړيوالو کړکېچونو، ترهګرۍ او د ټيټيپ د تړون په هکله خبرې وشي.