1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د امريکا په ختيځ کي د تيلو ايستلو اجازه ورکوي

۱۳۸۹ فروردین ۱۲, پنجشنبه

کارپوهان وايي، دا چي اولسمشر اوباما د امريکا په ساحل کي د تېلو او ګاز د څاگانو کېندلو اجازه ورکوي، کومه نوې او د تعجب خبره نه ده...

https://p.dw.com/p/MkQb
د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما
د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباماانځور: AP

که څه هم ده په خپلو ټاکنيزه سيالو کي له دې کار سره مخالفت څرگنداوه، او د کار له پيل سره يې په دې اړوند د مخکيني مشر جارج بوش پلانونه شنډ کړل. خو اوباما د جنورۍ د مياشتې په پای کې ملت ته د خپلې وينا په څرځ کې نه يواځې د نوو اتومي برېښايي بټيو د جوړېدنې خبره وکوله، بلکه په کلکه سره يې وويل، چې په خپلو سواحلو کې به د تېلو او ګاز د څاگانو کېندلو اجازه هم ورکوي.

اوباما پرون چهارشنبه د ميري لنډ په هوايي هډه څرگنده کړه، چې دا پرېکړه ورته آسانه نه وه، خو په سمندر کې د نوو څاگانو کيندنه يو ضرورت دئ. د ده له قوله:

«د اقتصادي ودې او کارموندلو په غرض او هم دا چې رقابت وکولی شو، د نوو کېدونکو انرژيو تر څنگ خپلو تېلو او گاز ته هم اړه لرو.»

په نوې پلان کې دا روغه جوړه شوې، چې يو څو منع شوې سيمې به آزاديږي او څو نورې به هم هغه د پخوا په شان ژغورلې پاتې کيږي. په هغو سيمو کې به چې يوه برخه کېندنې اجازه ولري، له فلوريدا څخه د مکزيکو تر خليج پورې د اتلانتيک کڅ او د الاسکا شمالي کڅ شامل دي. خو لويديز کڅ او د الاسکا برخه به د خپلو له خطر سره مخامخ نهنگانو او کب نيونو له کبله خوندي پاتې وي. اوباما په دې هکله وايي:

«موږ به پر چاپېريال باندې د ناوړه اغېزو د مخنيوي په خاطر له نوو تخنيکي وسيلو څخه کار اخلو. هغه سيمې په خوندي ساتو، چې د سياحت، چاپېريال او زموږ د ملي امنيت د پاره ضروري دي.»

چاپېريال ساتونکو د دې پرشا تلونکي انرژي سياست له کبله خواشيني ښکاره کړې. مگر د دې تکل شا ته سياسي ملحوظات پراته دي. اوباما غواړي چې خپل طرح کړی د چاپيريال ساتنې قانون کانگرس ته وړاندې کړي او هيله لري، چې له دې نوي پلان سره جمهوريت غوښتونکي له ځان سره مل کړي، څارونکي دا ستراتيژي ډېره خطرناکه بولي، ځکه چې اوباما خپل گوندي سناتوران په غصه کوي، هغه چې په سمندر کې د تېلو ايستلو مخالف دي. مثلا له ميري لنډ څخه سناتور بنيامين کاردين،څرگندوي:

«دا هسې خطرناک کار دئ. تل دا خطر شته، چې تېل به ختم کيږي. کوم کار به چې د کب نيوونکو او هستوگنو د پاره سخت زيانمن وي.»

اوباما د تېل ايستنو دا پلان د خپل انرژي عمومي پلان يوه برخه وبلله، کوم چې زياتره پر نوې کېدونکې انرژۍ باندې تکيه دئ. د دې لپاره چې خپل پلان په بصري ډول سره څرگند کړي، اوباما خپلې خبرې په يوې هوايي هډه کې د يوې داسې له غږ څخه گړندۍ جنگي الوتکې په وړاندې کولې، د کومې د سون تېل به چې نيمايي برخه له نباتي تېلو څخه جوړ وي.

Müller, Sabine/ محمد عارف وردګ

کتونکی. زيارمل