1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د افغانستان د جگړې د پای د پيل اعلان وکړی

۱۳۹۰ تیر ۲, پنجشنبه

اوباما د چهارشنبې په ماښام ملت ته په وينا کي وويل چي، په روان کال کي به ۱۰۰۰۰ سرتيري د افغانستان څخه را وباسي. د ايستنه به د جولای په مياشت کي پيل سي.

https://p.dw.com/p/11i1e
د امريکا جمهوررييس بارک اوباما
د امريکا جمهوررييس بارک اوباماانځور: AP

هغه وويل چي د ۲۰۱۲ کال تر دوبي به د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو دريمه برخه وايستل سي. يعني ۳۳۰۰۰ عسکربه بيرته خپل هيواد ته ستانه سي.

اوباما تر ډيرو مشورو وروسته دې پريکړي ته ورسيدی. که څه هم چي د هغه د پوځي قوماندانانو ډير لږ شمېر په خيال کي و.

بارک اوباما د تلويزيون کامرې ته په ځير کتو سره وويل چي، اوس د هغه ماموريت د پای وخت دی چي لس کاله د مخه پيل سوی و. هغه په شاعرانه انداز وويل: « دغه ايستنه موږ ته دا درک راکوي، چي د جگړې ځپې پر ختمېدو دي.»

نوموړي په خپله ۱۳ دقيقيه يي وينا کي وويل، که چيري په افغانستان کي نوري تېارې ورځي په مخ کي وي. خو بيا هم د سولي څراغ ډير ليري ښکاري.

Obama Soldaten Abzug aus Afghanistan Flash-Galerie
انځور: picture alliance/dpa

په تيره يوه اونۍ کي اوباما د خپلو امنيتي سلاکارانو سره په سلامشورو کي ډيري لاري وسنجولې، تر څو داسي يوې پريکړي ته ورسيږي چي په هغه کي د پوځي او ملکي مشرانو توازون ساتل سوی وي.

پوځي مشرانو غوښتل چي په ډير لږ شمېر ځواکونه د افغانستان څخه و ايستل سي، خو د سنا ځينو استازو بيا دا غوښتنه کول چي تر اوسامه وروسته جگړې پای ته رسيدلې او ژر تر ژر بايد عسکر راووزي.

د پوځي کارپوهانو په نظر د ۱۰۰۰۰ سرتيرو په وتلو به په د افغانستان په اوسنۍ وضعه کي کوم بدلون را نه سي. خو د وخت په تيريدو سره چي ځواکونه به کرار کرار کميږي کيداس چي د هغه هيواد په ختيځ او جنوب کي د طالبانو په وړاندي جگړه به سخته سي.

د بارک اوباما د دوو خوا وو تر فشار لاندي و د يوې خوا د دفاع وزارت چي ويل يې د افغانستان څخه د ډيرو سرتيرو ايستل به ټولي لاسته راوړني د خاورو سره خاوري کړي او د بلي خوا په امريکا کي د افغانستان د جگړې سره سخت مخالفت ډير سوی.

امریکايان، د افغانستان د جگړې، چي تقريباً د مياشت لس مليارده ډالره يې مصرف دی او تر اوسه پوري شاوخوا ۱۶۰۰ امريکايي عسکرو هم خپل ژوند پکښي د لاسه ورکړی سخت مخالف دي.

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: مسعود جهش

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل