1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: د «اسلامي دولت» پر ضد د مبارزې نوی پړاو پیل سوی

آژانسونه/ محمد قاسم نوري۱۳۹۳ آبان ۱۹, دوشنبه

د امريکا په ملاتړ، عراق د «اسلامي دولت» نومي افراطي ډلي پر ضد د عملیاتو یو نوی پړاو پیل کړی دی. اوباما د یوه پوځي تحول او برلاسي توب هیله من دی. د دغي ډلي د مشر ابوبکر البغدادي د برخلیک په هکله بیلا بیلې اوازې موجودي دي.

https://p.dw.com/p/1Djxe
انځور: reuters

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما د (CBS) په نوم له یوه امریکايي تلویزون سره د یکشنبې په ورځ په یوه مرکه کي ویلي دي، چي عراق ته د ۱۵۰۰ اضافي سرتیرو لیږل دا ښيي، چي د اسلامي دولت نومي افراطي ډلي په مقابل کي دفاعي ستراتیژي پر یوې تعرضي ستراتیژۍ باندي بدله سوې ده.

بارک اوباما د اسلامي دولت نومي افراطي ډلي پر ضد هوايي بمبارۍ ډیري اغیزناکې وبللې او زیاته یې کړه: «هغه څه ته چي اوس موږ اړتیا لرو، هغه مځکني ځواکونه دي، عراقي مځکني ځواکونه، چي په داسي یوه حالت کي قرار لري چي د اسلامي دولت، جنگیالي وتمبوي.»

اوباما په خپلو څرگندونو کې وړاندې ویلي دي چي د متحده ایالاتو د ستراتیژۍ لومړی پړاو په عراق کي د یوه اعتماد وړ او پراخ بنسټه حکومت رامنځته کول وو. هغه وویل: « په لومړي سر کې خبر پر دې وه چې د جگړې په ډگر کې د اسلامي دولت نومې افراطي ډلې د فشار د زیاتیدو مخه ونیوله سي، اوس هغه یو حالت رامنح ته سوی دی چې سړی کولای سی ابتکار په خپل لاس کې ونیسي.»

د متحده ایالاتو د ولسمشر په وینا په دوهم پړاو کی به مسقیما هوايي بریدونه تر سره کړای سي، خو هغه وخت چي عراقي ځواکونه یوه متقابل بریدته چمتووالی ولري. خو اوباما یو ځل بیا دا خبره تکرار کړه چی «هغه څه چي موږ به یې ترسره نه کړو، د جگړې ډگر ته د خپلو ځواکونو استول دي.»

په لومړي سر کې د عراق په شمال کې د اسلامي دولت نومي افراطي ډلي د چټکوعملیاتو په ترڅ کې به زیاتره وخت حکومتي سرتیري تښتیدل او آن هغوی ته به وراوښتل. خو اوس د متحده ایالاتو ولسمشر غواړي چې عراق ته نور روزونکي او مشاورین ولیږي.

د شنبې او یکشنبې په ورځو عراقي ځواکونو او د متحده ایالاتو تر مشرۍ لاندې پوځي ائتلاف وکولای سول، چی د اسلامي دولت، نومي افراطي ډلي پر ضد دوې مهمي حملې تر سره کړي. د یوه افسر د معلوماتو له مخي عراقي ځواکونو وکولای سول، چي د نوموړې افراطي ډلې د جنگیاليو له خوا اشغال سوي صنعتي ښار بیجي کې پرمختگ وکړي. دغه ښار ته څیرمه د خلیجي هیوادونو تر ټولو لویه د تیلو د استحصال دستگاه موقعیت لري.

آیا د اسلامي دولت، افراطي ډلي مشر ابوبکر البغدادي ژوندی دی؟

پر دې سربیره امریکايي هوايي ځواکونو د عراق د شمال د موصول په ښار کي په بمباریو کي د اسلامي دولت، تندلارې ډلې د جنگیاليو یو کاروان هم له منځه وړی دی، په کوم کي چي د دغې ډلې د ډیرو مشرانو د موجودیت گمان کیږي. د دغي ډلي د مشر ابوبکر البغدادي د برخلیک په باب هم ضد او نقیض رپوټونه ورکړل سوي دي.

د اسلامي دولت، افراطي ډلې د مشر د برخلیک په هکله ضد او نقیض رپوڼه ورکړل شوي
د اسلامي دولت، افراطي ډلې د مشر د برخلیک په هکله ضد او نقیض رپوڼه ورکړل شويانځور: picture alliance/AP Photo

په لومړی سر کي ویل سوی وو چي هغه کیدلای سي په هوايي بمباريو کي وژل سوی وي. خو بیا وروسته وویل سول چي هغه په دغه برید کې ټپي سوی دی. په وروستي وخت کې په بغداد کي حکومتي چارواکو او بهرنيو خبریالانو د قبایلي مشرانو په حواله رپوټ ورکړی دی، چي پخپل سر نومول سوی «خلیفه» ټپي دی، خو د رپوټونو له مخې د عراق په لویدیځ کي دی.