1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د اروپا د سفر په پړاو لندن ته رسېدلی

۱۳۹۰ خرداد ۳, سه‌شنبه

اوباما د دوشنبې په ماښام د آيرلېنډ څخه و لندن ته پداسي حال کي ورسېدی چي په اصل کي يې ورتگ د سه شنبې لپاره پلان سوی ؤ. و برطانيې ته د نوموړي سفر د اروپا د سفر مهمه پړاو گڼل کيږي.

https://p.dw.com/p/11MVN
باراک اوباما او مېرمن ميشل اوباما
باراک اوباما او مېرمن ميشل اوباماانځور: AP

لندن ته د امریکې د ولس مشر بارک اوباما سفر د نوموړي د اروپا د سفر تر ټولو مهم پړاو دی، کوم چې په سلګونو وارې اروپا ته راغلې خو دا یې یوه اروپايي هیواد ته لومړی رسمي سفر دی. اوباما ته به د خپلې میرمنې سره د انګلستان د ملکې الزبت او شهزاده فلیپ لخوا د بکنګهم په ماڼۍ کې هرکلې وویل شي. که څه هم چې اوباما به د برتانیې د لومړي وزیر ډیوډ کمرون سره نن وګوري خو د اوباما د سفر په سیاسي لحاظ مهمه برخه یعني د برتانیې د پارلمان دواړه خونو ته د اوباما وینا به سبا ترسره شي.

د اوباما ویاند جې کیرني د نوموړي د سفر په پيل کې وویل:

« د اوباما وینا به د هغو هدفونو انعکاس وي چې دې ورته د خپل سفر په ترڅ کې رسیدل غواړي، یعني په اروپا کې د خپلو متحدینو سره د اړیکو ژوروالې. په ځانګړي توګه د لندن د رسمي سفر په ترڅ کې نوموړی غواړي چې په خاص ډول د برتانیې د دولت او ولس سره یې اړیکي لا پسې مضبوطې شي.»

د امنیت په برخه کې د اوباما مرستیال بن رهوډوس وايي چې پارلمان ته به د اوباما وینا د دواړو هیوادونو تر منځ په همکارۍ زیاتره ړنا واچوي.

هیتر کونلې چې په واشنګټن کې د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز یو کارپوه دی، د دې سفر په اړه دا هیله لري چې دا به د دواړو هیوادونو ځانګړې اړیکې نورې هم پسې رانزدې کړي.

اوباما به د لومړي وزير ډيويډ کېمرون تر څنگ د ملکې سره هم وويني
اوباما به د لومړي وزير ډيويډ کېمرون تر څنگ د ملکې سره هم ووينيانځور: picture-alliance/dpa

که څه هم چې امریکا په افغانستان کې برتانیې د کابو لسو زرو عسکرو په موجودیت او هغه هم په هلمند کې، ډيره خوښه ده او ددې ته د قدر په سترګه ګوري خو د اوباما د حکومت د اټکلونو د مخې د برتانیې د ځينو خپل سرو پریکړو له امله د دواړو هیوادونو اړیکو یو څه زیان موندلې وو. کله چې دوي د افغانستان څخه د خپلو عسکرو د راویستلو اعلان وکړ نو په واشنګټن کې په دې خبره ښه غبرګون ونه ښودل شو. د امریکې په پلازمینه کې په تریو تندي وویل شول چې دوي په د دې ګام په جزیاتو نه دي خبر کړای شوي.

له بله پلوه بیا ډيرو اروپایانو د اوباما څخه ډيرې هیلې درلودې خو ترې ناامیده دي. په دې وجه هم چې د ګوانټانامو زندان چې ده یې د تړلو ژمنه کړې وو لا تر اوسه هم خلاص دی. د دې سربیره اروپایان د منځني ختیځ او شمالي افریقا په اړه د امریکې په سیاست کې روښانه دریځ د خپلولو نه شتون هم ویني.

اوباما او خلک یې په دې پوه دي او له همدې امله د برتانیې ستاینه کوی چې اکثره وخت یې د امریکې څخه په غیرې مشروط ډول ملاتړ کړې. د مثال په ډول د عراق په جګړه کې او همدا ډول د لیبیا په اوسنۍ شخړه کې د ناټو د ماموریت څخه یې په کلکه ملاتړ ښودلې، کوم چې د برتانیې په پارلمان کې د اوباما د وینا او په لندن کې د خبرو اترو یوه مهمه موضوع ده.

په دې اړه اوس هم ډيرې پوښتنې پاتې دي چې باید ځوابونه یې ورکړل شي. دا خبره د په واشنګټن کې د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز سټيفان فلانګن کوي.

« د مثال په توګه دا پوښتنه به د خبرو اترو مهمه برخه وي چې که چیرې ناټو بریالې شي نو د قدافي د تلو وروسته به زمونږ تګ لاره څه وي.»

پاولرټ/ برېښنا صابر
کتونکی: احمدولي اڅکزی