1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: جنگ له اسلام سره نه دئ

۱۳۹۴ آذر ۱۶, دوشنبه

په پاريس او سان بيرناردينو کي تر بريدونو وروسته د امريکا متحدو ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما يوار بيا ټينگار کړی چي تروريزم به ختموي. هغه دغه راز له دې څخه هم اخطار ورکړی دئ، چي پر مسلمانان باید شک ونه سي.

https://p.dw.com/p/1HIPp
انځور: picture-alliance/dpa

د امريکا متحدو ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما ملت ته په يوه لنډه وينا کي له تروريستي ډلي «اسلامي دولت» او نورو افراطي ډلو سره د جنگ اعلان وکړ. اوباما وويل چي د امريکا امنيت ورته لومړيتوب لري. هغه وويل: «د تروريزم گواښ واقعي دئ، خو موږ به غلبه پر وکړو.»

اوباما په پاريس او سان بيرناردينو کي بريدونو ته په اشارې سره وويل: «د تروريزم گواښ يو نوي پړاو ته رسېدلی دئ.»

هغه وويل چي امریکا متحد ايالات به په عراق او سوريه کي خپلو هوايي بريدونو ته دوام ورکاندي، څو اسلامي دولت ډله په اصطلاح ختمه کړي او د پيسو سرچينې ئې له منځه یوسي.

اوباما ويلي دي چي په عراق او سوريه کي به د اسلامي دولت ډلي پرضد جنگياليو ملاتړ وکړي خو «يو امريکايي عسکر به هم ونه ليږي چي پر پردۍ مځکه ووژل سي.»

هغه زياته کړې ده چي امريکا بايد بيا يوې اوږدې جگړې ته ورټېله نه سي، لکه تروريستي ډله اسلامي دولت چي ئې غواړي.

د تروريزم پر ضد د امریکا په مشرتوب ائتلاف کي نژدې ۵۶ هيوادونو گډون کړی او دغه ائتلاف ته د آلمان او فرانسې پر ورگډېو سره اوباما دغه کار ستايلی دئ. هغه ويلي دي چي «موږ به داعش دړي وړي کړو.»

«داعش د اسلام له نامه خبري نه کوي»

اوباما پر امریکايانو ږغ کړی دئ چي جنگ له اسلام سره نه دئ او مسلمانان بايد تر شک لاندي نه وي: «داعش د اسلام له نامه ږغ نه کوي، بلکي قاتلان دي.» هغه وويل: «مسلمانان زموږ دوستان، گاونډيان او د ورزش اتلان دي او د دې هيواد په پوځ کي ئې قرباني ورکړې ده.»

اوباما يادونه وکړه چي په نړۍ کي د تروريزم ډېر قربانيان مسلمانان دي: «موږ بايد د مسلمانانو ټولنو ته زموږ د شريکانو په شان وگورو او د مسلمانانو ټولني او د هغوی مشران بايد د تروريزم له اصلي ريښو سره مبارزه وکړي.»

اوباما په لومړي وار د سان بيرناردينو پېښه «تروريستي عمل بللی چي غواړي امريکايان ووژني.» خو هغه په همدې حال کي اشاره کوي چي دغو دواړو قاتلانو چي د چهارشنبې په ورځ ئې ۱۴ انسانان ووژل او ۲۱نور ټپيان کړل تر اوسه داسي شواهد نسته چي له کوم بهرني تروريستي سازمان سره دي ئې اړيکي لرلې.

امریکايي چارواکو د یوه اجتماعي بنسټ پر غونډي باندي بريد، يو تروريستي عمل بللی او اټکل کوي چي د افراطي اسلام پالني شاليد دي ولري. د نوو پلټونو له مخي دغو دواړو چي مسلمان مېړه او ماينه ول د نورو يرغلونو پلان هم لاره.

تر دغه بريد وروسته اوباما په امريکا متحدو ايالاتو کي د وسلو لرلو قانون پر سختولو ټينگار کړی دئ. دغه تلاښ تر اوسه پوري په کانگرس کي ناکامه سوی دئ. اوس اوباما له يوه کوچني بدلون سره دغه وړانديز بيا وړاندي کړی دئ: پر نورو سربيره بايد پر هغو کسانو باندي وسلې ونه پلورل سي چي له امريکا د وتلو اجازه نه لري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب