1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما او کرزی غواړي راتلونکې چارشنبې سره وګوري

۱۳۸۹ اردیبهشت ۱۷, جمعه

د امريکا د متحده آيالاتو ولسمشر بارک اوباما او افغان ولسمشر حامد کرزی په راتلونکي اونۍ کښي ديوه مهم چلنج سره مخامخ دی . دوی دواړه غواړي خپل په منځ کښي روابط ټينګ او د اعتبار يوه ښه فضا رامنځته کړي

https://p.dw.com/p/NGvl
انځور: AP

دواړه به په سپينه ماڼۍ کښي د ليدني پر مهال پر همدې موضوع يعني پر متقابلو اړيکو باندي سره وږغيږي .

اوباما هڅه کوي د پوځي لاري په افغانستان کښي ثبات رامنځته او خپله دا ژمنه هم پوره کړي چي د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو ايستل د 2011 م کال تر نيمايي پوري پيل کړي .

په واشنګټن کښي د بروکينګس انستيتوت غړی مايکل اوهانلن وايي چی په دغسي يوه مهمه جګړه ګي بايد اړيکي د خرابۍ پر خوا پرې نه ښوول سي، بلکه په سړه سينه بايد پر له پسې هلي ځلي وسي .

بيا هم کيدای سي چي د راتلونکي چارشنبې د ورځي دپاره ټاکل سوې دغه ليدنه کتنه به د اوباما لپاره ستونزمنه وي ،چی غواړي کرزي ته د اداري فساد په اړه ليکچر ورکړي .

Obama / Afghanistan / Karsai / Kabul
انځور: AP

د واشنګټن پوست د ورځپاڼي د خارجي مسایلو يوه مقاله ليکونکي کښلي وه ،چی په اوسني حالت کي « د کرزي سره هم بری ناممکن دی او بې له کرزي څخه هم بری نه تر سترګو کيږي .»

دا په داسی حال کښي ده چي په متحده آيالاتو کي چارواکي پر کرزي باندي دومره ډېر باور نه لري، خو د کرزي خوابدي کېدل هم د دې خطر ډيروي چي امريکايان هغه ملاتړ وبايلي چی د اوباما د جګړې د ستراتيژۍ په برياليتوب کښي ورته اړتيا لري .

په اوس وخت کې د کرزي پر ځای کوم بل څوک نسته، چې ملاتړ يې وکي ،خو واشنګټن بيا هم کوښښ کوي چې لاسونه د نورو چارواکو پر خواهم وراوږده کړي . کرزی هم په دې ښه پوهيږي چې دی په اوسنيوخرابو او ترينګلو حالاتو کښي د واشنګټن ملاتړ ته ضرورت لري .

رويترس/ اڅکزی

کتونکی : محمد قاسم نوري