1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: اوسنی افغان حکومت د خلکو نمايندگي نه کوي

۱۳۸۷ مهر ۱۸, پنجشنبه

هرالډ تريبيون ورځپاڼي په خپله ننۍ گڼه کي، د امريکايي کارپوهو افسرانو له قوله ليکي چي د افغانستان ځيني ستونزي د مشرتابه په نيمګړتيا کي دي

https://p.dw.com/p/FWyU
د دوو کلونو راهيسې د CIA رپوټونه په افغان حکومتي اداره کې د بې مثاله فسادونو څخه خبري کوي
د دوو کلونو راهيسې د CIA رپوټونه په افغان حکومتي اداره کې د بې مثاله فسادونو څخه خبري کويانځور: dpa

ورځپاڼه ليکي:د امريکې د استخباراتي څانگې لخوا خپور شوی يو رپوټ دا حقيقت څرگندوي، چي افغانستان يو مخ پر ځوړهېواد دئ او د افغان حکومت پر دې امکان باندي شکمن دئ، چي وکولای شي، د طالبانو تر وولکه لاندي سيمو کي د پاڅون مخ ونيسي.

رپوټ وړاندې زياتوي، د افغانستان په مرکزي اداره کې زيانمنتوب، له يوې خوا د حامدکرزي د حکومتي فساد له کبله او له بلې خوا د وسله والو ډلو د ورځ په ورځ زياتېدونکو فعاليتونو له امله، کوم چې له پاکستان څخه ډېر اغيزمن گذارونه سر ته رسوي، مخ په زياتېدو دئ.

دا رپوټ به، چې د ملي استخباراتو بشپړ رپوټ ته نږدې بڼه لري، په امريکه کې د نوومبر د مياشتې له اولسمشريزه ټاکنو وروسته بشپړ کيږي، او د افغانستان د حالاتو په هکله به د څو تېرو کالونو په اوږدو کې تر بل هر وخت نه کامل وي. د دې رپوت خپرېدنه، د بوش د ادارې د هغو پرېکړو ډېر ښه څرګندوی دئ، چې د 2001 م کال د سپتمبر د مياشتې د 11نېټې له گذارونو وروسته يې افغانستان له نړيوال تروريزم سره د مبارزې ډگر وگرزاوه.

رپوټ د اړوندو مامورانو له خولې ليکي، له پولي اخوا پاکستان کې موجودو وسله والو له پلوه پر گذارونو برسېره، په افغانستان کې نور هم ډېر داسې کړکېچونه شته، چې هغه هېواد يې ځانته پخپله جوړوي.

رپوټ د افسرانو له قوله، د افغانستان په ملي پوځ يا اردو کې له ښه پرمختگ څخه يادون کوي. مگر دوی په کلکه سره په افغانستان کې د کوکنارو کښت او د هيروئنو سوداگرۍ ته هم اشاره کړېده، کومه چې د هېواد په بې ثباته کولو کې غټ رول لوبوي او د هېواد د اقتصاد %50 جوړوي.

د بوش ادارې د افغانستان په هکله پرخپله پاليسۍ باندې د غور کولو پرېکړه کړېده او غواړي چې هغه ملک ته نور عسکر هم ورواستوي. د افغانستان ناوړه او مخ پر ځوړ حالت د امريکې د اولسمشرۍ په ټاکنو هم غټ رول لوبوي، البته د سپنې ماڼې لخوا د عراق پرجگړه باندې له ټينگار سره سره، د هغه د غيرلزوم له مفکورې سره.

د امريکې د حکومت د ننه، له دوو کالونو راهيسې د CIA رپوټونه په افغانستان کې د حالاتو د لاکړکېچن کېدلو او هم په افغان حکومتي اداره کې د بې مثاله فسادونو څخه خبرې کوي، او په هغه استخباراتي اداره کې ځينې کسان په دې باور دي، چې سپينه ماڼۍ د دوی گواښونو ته ډېر ناوخته ځواب ورکوي.

د امريکې د استخباراتو CIA يو مخکښ او نامتو کارمند هنري کروپتون، چا چې تېر کال له خپلې ترهگري ضد دندنې څخه استعفې وکوله، د افغانستان ځينې ستونځې د مشرتابه په نيمگړتيا کې وينې. د ده په نظر نه سپيني ماڼۍ او نه اورپا وروسته له 2001 م کال څخه خپل دا هوډ سر ته رسولی، چۍ افغانستان بېرته آباد کړي.

کروپتون، څوک چې د سپتمبر د 11 نيټې نه وروسته، افغانستان ته د ورغلې CIA ډلې مشر وو او وايي چې تر اوسه پورې يې د دې رپوټ مسوده نه ده ليدلې، په ډاگه کړې، چې افغانستان خراب وو او ورځ په ورځ خرابيږي او د واشنگټن چارواک اوس رابيدار شوي تر څو دې مشکل ته پاملرنه وکوي.

اوباما: موجوده افغان حکومت د خلکو نمايندگي نه کوي.
اوباما: موجوده افغان حکومت د خلکو نمايندگي نه کوي.انځور: AP

له کروپتون څخه ټکي په ټکي نقل قول کيږي چې وايي: د دې واقعيت درک کونې د دوی اوږد وخت ونيو، او اوس پوهيږي چې حالات سخت کړکېچن دي.

د سپينې ماڼۍ وياند گوردون جاندرو پر دې رپوټ باندې له تبصرې کولو څخه ډډه کړې، خو دغومره يې څرگنده کړې چې: هر څوک پوهيږي چې د افغانستان موجوده حالت وخيم دئ. نو ځکه اولسمشر د زياتو عسکرو د ورليږلو امر ورکړی. او له همدې کبله موږ د افغانستان د ملي اردو اندازه لوړوو.

د امريکې اولسمشرۍ ته دواړو کانديدانو بارک اوباما او جان مک کين په افغانستان کې د زياتو عسکرو غوښتنه کړې، زيات تر هغه چې اوس يې بوش وراستوي. بارک اوباما په سپينه ماڼۍ دا تور پورې کړی، چې افغانستان ته ډېره کمه پاملرنه کوي او زياته پانگه پر عراق خرڅوي، خو مک کين بيا د عراق جگړه هم د ترهگرانو پر ضد يوه د اهميت وړ جبهه بللې ده.

د تېرې سه شنبې په جروبحث کې اوباما څرگنده کړه، چې ده د جولای په مياشت کې له افغانستان څخه د خپلې کتنې په موقع حامد کرزي ته وويل: چې د خپلو خلکو د پاره ډېر کار وکوي، تر څو موږ د دوی ملاتړ تر لاسه کړی شو. موږ بايد داسې يو حکومت هلته ولرو چې د افغانستان له خلکو څخه استازيتوب وکوي. موجوده حکومت د هغوی نمايندگي نه کوي.