1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما : امريکا د ترهګري خطر سره مخامخ ده

۱۳۸۹ آبان ۸, شنبه

د امريکا دمتحده ايالاتو په ادرس د يمن څخه دوه پارسلونه ، چي چاوديدونکي مواد پکښې وه ، ورليږل کيدل ، خو هغه په انګلستان او دوبۍ کي کشف سول

https://p.dw.com/p/Pubc
انځور: AP

کله چه د امريکا دمتحده ايالاتو جمهوررييس بارک اوباما پرون ماپښين په واشنګټن کښي د رسنيو په مخکي راښکاره سو ، نو د موضوع جدي والی معلوم سو . اوباما وويل چه د برتانياد ايست ميډلېنس په هوايي ميدان او دوبۍ کښي دوه شکمن پارسلونه پيدا سوي دي ، چه په شيکاګو کښي د يهودي تأسيساتو دپاره په نظر کښي نيول سوي وه ،

«ددغو پارسلو لمړنيو څيړنو وښوول ، چه هغو چاوديدونکي مواد درلودل . »

اوباما ته ددغو پارسلو څخه د پنجشنبه په شپه دده د ترهګرۍ ضد مشاور جان برينر خبر ورکی ، چه د امريکا يي استخباراتو پر معلوماتو بنأ ؤ . خو تر هغه وخته پوري لا پارسلونه نه وه پيدا سوي .

Genetiker Francis Collins USA und Obama
انځور: National Institutes of Health

اوباما خپلو وزيرانو او امنيتي کارکونکو ته هدايت ورکی ، چه ټول لازم اقدامات تر سره کي ، تر څو امريکايان وساتل ، او د نورو هيوادو د امنيتي اُرګانو سره ګډکار وسي .

تر هغه لږ وروسته هغه پارسلونه چه د امريکا د متحده ايالاتو د UPS دپاره پر لاري وه ، اول په انګلستان او بيا دوبۍ کښي کشف سول . د جمعې د ورځي په جريان کښي د امريکا په ډيرو هوايي ميدانو کښي طيارې کنټرول او تلاشي سوې .

په همدغه ورځ حتی يوه مسافر وړونکې الوتکه، چه ماپښين نيويارک ته په حرکت کښي وه ، د يوې جنګي الوتکي لخوا بدرګه سول .

دغي طيارې هم د ځانه سره مالونه انتقالول . اوباما بيا وويل ،

«ما همدارنګه امر ورکی چه موږ بايد په نه ستړي کيدونکي ډول سره ددغو شکمنو پارسلو منشآ پيدا کو ، او دا معلومه کو چه آيا په دغه ارتباط خو به نور ي ترهګرۍ دسيسې وجود نلري . »

سربيره پر هغه دا واضح نده ، چه آيا دغه پارسلونه واقعأ د چاودونو دپاره په نظر کښي نيول سوي وه . په اوله کښي د يوه امتحاني عمل آوازه وه ، تر څو د امريکايانو عکس العمل معلوم سي .

د ترهګرۍ ضد مشاور جان برينر په دې ارتباط وويل ، چه تحقيقات لا روان دي .

دی پخپله په دې نظر دی ، چه دغه پارسلونه چه د پينتر د رنګ غلطي قوطياني پکښي وې ، د يوې ترهګرۍ حملې دپاره په نظر کښي نيول سوي وه .

دی وايي ،

« دا ما نآرامه کوي ، چه پارسلو چاوديدونکي مواد درلودل . يو عادي امتحاني عمل په عادي ډول په چاوديدونکي موادو سره نه تر سره کيږي . اجازه راکی ، ووايم ، چه موږ لا تر اوسه پوري نه پوهيږو، چه دغه پارسلونه د څشي دپاره په نظر کښي نيول سوي وه . »

ليکن ده ددې څخه څه ونه ويل ، چه پارسلو به د چاوديدو په صورت کښي څه تاوانونه اړولي وای ، او يا څنګه هغه پخپله چاودل . دده په خبره تر اوسه پوري کم شکمن کس هم وجود نلري .

جان برينر لکه جمهوررييس اوباما دا هم وويل ، چه د يمن د القاده شبکه د پخوا په ډول اوس هم د امريکا دمتحده ايالاتو پر ضد ترهګري حملې کوي .

د بلي خوا بيا د امريکا د حکومت ټولو اعضاوو امريکايانو ته ډاډ ورکی ، چه هيڅ تشويش ونکي ، او خپلو سفرو ته ادامه ورکي . پخپله جمهوررييس اوباما هم د هفتې د آخري پلان عملي کوي ، او د نورو تر څنګ غواړي شيکاګو ته ولاړ سي .

کريستينا بَرګمن/ محمد قاسم نوري

کتونکی : احمد ولي اڅکزی