1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: امريکا به له هر بله وخته زياتره پياوړي شي

۱۳۸۷ اسفند ۷, چهارشنبه

د امريکا جمهور ريس اوباما په کانګرس کې پرته له دي چي اول کوم بل څه ووايی دخپل هيواد اقتصادي بحران ته ګوته ونيوه او ويې ويل چي دغه اقتصادي ستونزه چي امريکا پکي ډوب ده، له اسمانه څخه ندي رالويدلی.

https://p.dw.com/p/H0z4
بارک اوباما په کانګرس کې لومړنۍ وينا کوی
بارک اوباما په کانګرس کې لومړنۍ وينا کویانځور: AP

بلکه تر يوي اندازي پوري په خپله ددي هيواد لخوا منځته راوړي بحران دي. چي د زر ډيرو پيسو د ترلاسه کولو، او د لګښت د بيشرمانه سياست له امله منځته راغلي دي.

اوباما توضيح کړل چي دي دخپل حکومت د سياست له لاري څنګه پدي بحران باندي د بريالي کيدو کوشش کوي. دی پدي کي کوم شک نه ويني چي پدي بحران باندي به بريالي شي .اوباما زياتوی:

مونږ به خپل قوتونه سره ګډ کړو او د امريکا متحده ايالتونه به له هر بله وخته څخه زيادتره پياوړي شي.

اوباما زياته کړيده چي دکنګرس لخوا د 800 مليارده ډالرمنظوريدل چي داقتصادي تمايلاتو اوتموجاتو د لوړولو لپاره په پام کي نيول شوی دي پدي لاره کي لمړۍ ګام دي.

ده ويلي دي چي.د پورورکولو د بازارله بحران سره بايد له هرڅه نه مخکي مبارزه وشي، ځکه چي پرته له هغه د اقتصادي تمايلاتو دلوړولو لپاره د اقدامونو مجموعه له نشت سره برابريږي. نو د همدي لپاره به حکومت د پورونو ورکونکو، هغو کورنيو ته چي دهغو دکورونو د جبري خرڅيدوګواښ شته، او بانکونوته پيسي په واک کي ورکړي.

اوباما څرګنده کړيده: چي د امريکايانو پيسي چي بانکونوکي يي ايښي دي مطميني دي، اوپه عين وخت کي يي د بانکونو ملاتړ ته چي دخلکو په خوښه ندي دتفاهم غوښتنه وکړه.او زياته يي کړه چي د دي لپاره ممکن له تراوسه په پام کي نيول شويو 700 ملياردو ډالرو څخه زيادتره ولګولي شي.خو اوباما اعلام وکړ چي د دغو بانکونو به سخته څارنه وشي تر څو دبانکونو مديران نه بلکه مستهلکين له هغه څخه استفاده وکړي .ده وويل :

داځلي به دبانکونو مديران د ماليه ورکونکو خلکو په پيسو خپلي تنخوا ګاني ډيري نکړي .اوس هغه وختونه تير شويدي چي دوي ځانونوته ښايسته پردي اخيستي، او يا په شخصي الوتکوکي چيرته تلل.