1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انگيلا ميرکل نهه کاله وروسته هغه خبره وکړه چي ټول وختي پوهيدل

۱۳۸۹ آذر ۲۹, دوشنبه

مېر کل نهه کاله دا خبره نه کول چي په افغانستان کي جګړه ده، اوالمان په هغه کي برخه لري.

https://p.dw.com/p/Qgf9
مېرمن ميرکل د دفاع وزير څو گونتبرگ سره په افغانستان کي
مېرمن ميرکل د دفاع وزير څو گونتبرگ سره په افغانستان کيانځور: dpa

لومړۍ وزيري مېرمن انگيلا ميرکل د هغه څه د ويلو لپاره چي د المان خلک وختي لا په خبر دي ۹کالو ته اړه درلوده.

پدې مسلې باندي ټول پوهيدل. کله چي باران و اوري ټول پوهيږي چي سړکونه لانده دي، پدې هم ټول پوهيدل چي په افغانستان کي جګړه ده.

پدې ډول لومړۍ وزيري ميرکل ډير ناوخته پخپله په افغانستان کي دا حقيقت پر خوله راوړی.

خو پوښتنه داده چي دا ولي اوس، چي د بهرنيو چارو وزير ويسترويله د افغانستان څخه په ۲۰۱۱کال کي د الماني ځواکونو د ايستلو د پيل نېټه و ټاکله دا خبره کوي.

په المان کي ورځپاڼي اوس پر دې باندي تبصرې کوي چي ميرکل ولي د جګړې نوم په کندز کي د الماني عسکرو په مخکي اخلي.

د ورځپاڼو په خبره دا ددې نښه هم نده چي غوښتل يې پوځ له افغانستان څخه د بيرته وتلو لږ د مخه وستايي.

پدې مانا چي که څه هم ستاسو ګمارلو کومه ګټه نه درلوده خو تاسي د خپل هيواد لپاره ډيره ښه مبارزه وکړه، ددې دپاره ستاسو څخه مننه کوم.

تبصرې ليکي چي ددې د خبرو څخه يوار بيا داسي څرګنديږي چي د المان مسيحي ګوندونه او آزاد ديموکرات ګوند عموماً د يو بل سره مشوره نه کوي او هر وخت يو د بل پر ضد څرګندوني کوي.

د نويه اوسنابروک په نامه ورځپاڼه ليکي چي تر دې نو نور ډيرغير مسولانه عمل کيدای نسي.

ورځپاڼه لیکي چي هيله ده لومړۍ وزيره ميرکل پدې خبره کي جدي وي چي وايي په افغانستان کي لا ډير کار پاته دی.

که حکومت غواړي چي د سولي،آزادۍ او امنيت په شان ارزښتونه په المان کي خوندي وي بايد په هره وسيله چي امکان لري له نړيوال تروريزم سره مبارزه وکړي. ځکه چي دا د تل لپاره د حکومت دنده ده.

آژانسونه/ رحيله اميري

کتونکی: نجيب الله زيارمل