1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انګلا ميرکل د نړۍ د غښتلو ميرمنو په ډله کي

۱۳۹۰ اسفند ۱۸, پنجشنبه

له ۱۹۴۵ کال وروسته د آلمان په تاريخ کې هيڅ ښځه او هغه هم د سیاست په ډگر کې له هسي ولسي ملاتړ څخه برخمنه نه وه، لکه اوسنۍ صدراعظمه انګلا ميرکل چې ئې د آلمانيانو په منځ کي لري.

https://p.dw.com/p/14HEO
انځور: picture-alliance/dpa

انګلا ميرکل د پروتستانت د کليسا د يوه پاستور (ملا) لور ده. هغه په پخواني ختيځ آلمان کي ستره شوې ده. پخوا په دغه سیمه کې د شوروي پلوي سوسيالست ګوند ديکتاتوري نظام واکمن وو. میرکل د لايپزيګ په پوهنتون کي د فزيک په رشته کي خپلي لوړي زده کړي سرته رسولي دي.

انګلا میرکل د خپل تحصيل په دوره کي له خپل همټولګي، اولريښ مرکل سره واده وکړ. که څه هم له هغه سره ئې ګډ کورني ژوند ډير زيات پايښت ونه کړ خو د هغه کورنی نوم (میرکل) ئې له ځان سره وساته.

په پخواني ختيځ آلمان کي هغې کوم سياسي فعاليت نه درلود او نه ئې هم د واکمن رژيم د نورو مخالفو او نارضيانو په څير د هغه وخت حکومت ته کوم تاوان رسولی دﺉ.

د ۱۹۸۹ کال په پاي کي د ختيځ آلمان د سوسياليست ګوند دولت نسکور شو او میرکل هم په دغه وخت کې د سياست ډګر ته راووتله.

هغه لا ۳۵ کلنه وه چي د پخواني ختيځ آلمان د ديموکراتيک جمهوريت د ورستي صدراعظم لوتر ديميزير، د حکومت د مطبوعاتي دفتر مرستياله شوه. له دې څخه لږ مخکي هغه په مسيحي ديموکرات ګوند کي هم شامله شوه.

د آلمان له يو والي سره ميرمن میرکل په ۱۹۹۰ کال کي د فدرالي شورا استازې شوه. په هغه وخت کي هلموت کول د آلمان صدراعظم وو او په ناڅاپي توګه ئې مرکل د ښځو او د ځوانانو د وزيري په توګه وټاکله. هغه وخت هيچا فکر نه کاوه چي انګلا میرکل به يوه ورځ د متحد آلمان د سياسي قدرت تر ټولو لوړ مقام ته رسيږي.

ژاکلين بايسن چي د آلمان د صدراعظمي بيوګرافي ئې ليکلي ده وايي: «ښکاره ده چي هغه کومه متفکره نه ده. هغه خپلي پریکړي يوازي د ارقامو، معلوماتو او حقايقو پر بنسټ نيسي. هغه ډیر وخت خپل گوندي ملگري د خپلو پریکړو منلو ته هڅوي. هغې د سياست په ډګر کي وخت په وخت خپلي تګ لاري ته بدلون ورکړی دئ، ځکه معقول او د توجيه وړ دلايل ئې ورته درلودل. هغې خپلي پریکړي ډير وخت د ايدلوژيکي او د ګوندي پروګرام شرايطو ته د نه پاملرني سره پلي کړي دي.»

په دې ډول یوه سياست میرکل ته تاوان نه دئ رسولی بلکي لا ډیره ګټه ئې ورته رسولې ده. دا چي ميرمن میرکل د آلمان د پخواني صدراعظم هلموت کول تر واکمنۍلاندي د سياست ډګر ته ودانګل او په ګوند او حکومت کي له کوچنيو مقامونو څخه ئې خپل کار پيل کړ هغه تر ډير وخته په استعاري توگه د «کول د لور» په نامه ياديده خو اوس چي په سياست کي پخه شوې ده او د خپل ملک مشري خپله کوي، هغې ته د «انا» لقب ورکړل شوی دئ.

میرکل په ۲۰۰۰ کال کي د مسيحي ديموکرات د ګوند د مشري په توګه وټاکله شوه. په هغه وخت کي دغه ګوند د حکومت اپوزيسيون وو خو میرکل پوه شوه چي څرنګه ګوند له ناخوال حالت څخه وژغوري او د حکومت واکمنۍ ته ئې ورسوي.

که څه هم د ۲۰۰۵ کال په پارلماني ټاکنو کي میرکل هغسي برياليتوب لاس ته را نه ووړ چي په يوازیتوب سره حکومت وکړي، خو هغه وتوانيدله چي له واکمن سوسيال ديموکرات ګوند سره داسي يو ائتلافي حکومت جوړ کړي چي صدراعظمۍ ئې پخپله وکړي.

انګلا میرکل د آلمان د فدرالي جمهوريت لومړۍ ښځينه مشره ده چي آلمانان ورته «بوندس کانڅلرين» وايي. انګلا میرکل د خپل برياليتوب د رمز په هکله وايي: «د هدف په هکله بايد فکر وشي، پریکړه بايد وشي، د نورو نظرياتو ته بايد غوږ ونيول شي او په پای کي په دې فکر وشي چي کومي خواته درومو؟.»

مرکل له ۱۲ کلونو راهیسي د مسيحي ديموکرات د ګوند مشره ده او له ۷ کلونو راهیسي د آلمان صدراعظمه ده.

دویچه ویله/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش